دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 140115
په افغانستان کی د روسیی دیپلماسی څخه د ناتو اندیښنه!
دا ځل روسیه په ډیر انرژی او انګیزی سره د افغانستان په قضیه کی داخل سوی دی او د ځان ماسیوا، ۱۱ نور هیوادونه په دی باندی قانع کړی دی چی د افغانستان موضوع ته دی جدی پاملرنه وکړی. د اخبارو په اساس قرار دی چی د حمل میاشت په ۲۵ تاریخ، ۱۲ هیوادونه په روسیه کی سره یوځای سی او د افغانستان د سولی او ثبات په اړه خبری او تبادل نظر وکړی.
ددی ناستی ترسره کونه مخکی تر مخکی په ناتو کی غړی قدرت او دولتونه اندیښمند کړی دی؛ لکه څنګه چی دا اندیښنی ددی سازمان د سرمنشی له خوا په شکاره ډول سره ظهور کړی دی. که څه هم ینس ستولتنبرګ؛ د ناتو سازمان سرمنشی ددی سازمان غړی اندیښنه بالخصوص د امریکایانو دا د مسکو او طالبانو اړیکی بولی او داسی شکاره کوی چی ناتو او په راس کی یی امریکا د افغانستان خلګو دشمنانو باندی نقش څخه، اندیښمند دی او دهغوی په قول د هغوی دولت او د ناتو نور غړی د بین الافغانی خبرو اترو څخه ملاتړ کوی.
خو واضح خبره ده چی دا خبری نه سی کولای ددی سازمان غړو اصلی مقصد بیان کړی او دهغه دننه مقصد شکاره کړی. د پوهانو په نظر د ناتو اساسی او اصولی اندیښنه د مسکو نقش ته د افغانستان موضوع کی ګرځی. د کارپوهانو په باور امریکا ډیر ددی څخه به اندیښنه کی دی چی مسکو غواړی پررنګه تر نقش د افغانستان په موضوع کی ولوبوی؛ هغه نقش چی د افغانستان په قضیه کی د موجود زمینو او ظرفیتونو لپاره او هغه توفیقات چی د روسیی دولت کولای سی په دی لاره کی کسب کړی او یا اوس کسب کړی دی او لاس ته راوړی دی، د هر وخت څخه ډیر د ناتو غړی اندیښمند کړی دی.
د ناتو غړو اندیښنی د امریکا په مشری هغه وخت ډیر شکاره کیږی چی ووینی چی روسیه په ډیر لنډ وخت کی توانیدلی چی د عمل ابتکار په لاس کی ونیسی او د څو اړخیزو ناستو په ترسره کولو سره او بالخصوص د ۱۱ هیوادونو قانع کول د افغانستان و موضوع ته او په راتلونکی کی یو جدی ناستی رامنځته کونه، داسی ویل کیږی چی سبقت د افغانستان د ټولو قضیو د اړخونو څخه اخیستی او دا موضوع د ناتو سازمان بالخصوص سپین کاخ سرانو ته چی د یونیم لسیزی درانده حضور برسیره نه دی توانیدلی داسی جدی او د توجه وړ ناستی د افغانستان لپاره رامنځته کړی، په حقیقت کی د تحمل وړ او د قبول وړنه دی.
نو د امریکا او منطقه ای ملاتړ کوونکو او اروپایانو اصلی درد د روسیی اړیکی څخه د طالبانو سره نه دی؛ چی دومره په اندیښنه کی سی؛ بلکه د ناتو غړو مشکل د روس د سرانو او د هغوی جدی توجه څخه د افغانستان موضوع ته دی چی د ناتو د سرانو په ګمان امکان لری چی د نړیوالو په توجه کولو سره د روسیی نقش په افغانستان کی ډیر سی او دا موضوع په خودکار او اتوماتیک ډول سره امریکایان او ملاتړکوونکی یی حاشیی او بغل ته لیږدوی.
امریکایان ددی څخه په اندیښنه کی دی چی هغه افغانستان چی دوی په ډیر مالی او ځانی او مادی او معنوی لګښتونو سره سره تراوسه نه دی توانیدلی په خپل چنګ کی وساتی، روسیه او ملاتړ کوونکی یی په یودم ډول سره د هغوی لاس څخه واخلی او ددی هیواد او منطقی څخه د ځان لپاره ګټه واخلی؛ دا چی روسیه آماده دی چی همغه کار د امریکایانو د منافعو په وړاندی په افغانستان او منطقه کی ترسره کړی او د روسانو عملکرد په ځینو هیوادونو کی هم شکاره کړی دی چی د امریکا د ښه راغلاست او نه ښه راغلاست په کیسه کی هم نه دی او هغه څه چی د خپل ګټو لپاره تشخیص کړی ترسره کوی.
په نظر رسیږی چی په دی منځ کی مهم نکته سته او هغه هم د افغانستان دولت موضوع او موقف د روسی او امریکایی قطبونو په جاری ساړه نزاع کی دی چی د افغانستان دولت ددی په دلیل چی د غرب بالخصوص امریکا په مرسته ځانته افغانستان دولت او یا ملت وایی، په حقیقت کی ځان د امریکایانو او اروپایی ملاتړ کوونکی وام لرونکی بولی؛ نو د همدی لپاره واضح دی چی په دوو قطبونو کی د غرب لوری ته مایلیږی.
خو دا نکته کولای سو و افغان دولتمردانو ته منطقی او معقول توصیه کړو چی په هر شرائط او اوضاع کی د افغانستان دولت او ملت حقیقی ګټو ته جدی او اصولی پاملرنه وکړی؛ په داسی ډول سره چی په دی منځ کی نه غرب ګټو ته وګوری او نه هم شمال او جنوب او ختیځی هیوادونو ګټو ته ارزښت ورکړی او یواځنی څه باندی چی باید عمل وکړی همغه د افغانستان ملی او خلګو او علیاوو ګټی دی.
بنائا، سلیم سیاسی منطق حکم کوی تر څو دولت او حکومت هر موضوع او منطقه ای مساله او فرامنطقه ای مسالی بالخصوص هغه موضوع ګانی چی د افغانستان راتلونکی پوری اړه لری، یواځی او یواځی خپل ملی ګټو ته وګوری او ددو قطبونو په منځ کی یواځی خپل ملی ګټو ته فکر وکړی او خپل خلګو او هیواد ته خدمت وکړی؛ نو هغه خواته قرار ونیسی چی د خلګو او هیواد په ګټه کی دی.
https://avapress.com/vdchzvnzm23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته