دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 140237
دیورند هغه حقیقت چی په افسانو پوری تړلی دی!
د دیورند مرز د امیر عبدالرحمن خطان د حکمرانی په وخت کی په افغانستان کی، د یو معاهدی په لړ کی د هند سره چی د بریتانیا تر استعمار لاندی وو وټاکل سو؛ خو د پاکستان هیواد په منځته راتګ سره، د افغانستان هغه وخت حکومت، دا خط په رسمیت ونه پیژندل او تراوسه ددواړو هیوادونو په منځ کی ددی خط پر سر اختلافات شتون لری چی ځینی وختونو کی د دواړوهیوادونو په منځ کی جدی مشکلاتو لامل ګرځی.
د افغانستان حکومت غواړی دا مسئله د سازمان ملل متحد او د مرز دواړو لورو د اقوامو د رایو په واسطه حل کړی خو د پاکستان حکومت غواړی چی افغانستان دی دا مرز په رسمیت وپیژنی.
د افغانستان حکومت امیرعبدالرحمن خان ددی پیمان د امضا لپاره خائن بولی. ددی مرزی خط د مخالفینو څخه یو پکتیا خلګ وو او اوس هم ددی خط د رسمیت پیژندلو مسئله د هغوی له لوری مطرح کیږی چی دهغه څخه دکتر نجیب الله ته اشاره کولای سو.
د دیورند خط ددواړو هیوادو افغانستان او پاکستان ترمنځ د منازعاتو او نښتو اصلی لامل دی. د دیورند خط ډیر ځلی ددواړو هیوادونو ترمنځ د لانجی د رامنځته کیدو سبب سوی دی او بین الملل کارپوهان د دیورند خط تر لوګی لاندی اور بولی چی که د قانونی او حقوقی لاری د دیورند مسئله حل نه سی، ددواړو هیوادونو ترمنځ د لویو شعلو او اور لامل به وګرځی.
د لوړ مقدمی د طرحی وروسته باید وویل سی چی دا ورځی هر وخت د دیورند په نامه معضل د مشکلاتو څخه په افغانستان کی سرراپورته کوی او ځینی وختونه لفظی او فزیکی تنشونو لامل ددواړو هیوادونو په منځ کی کیږی. په اخیرو ورځو کی د هیواد ځینی رجالونه په بیلابیلو موضع ګیریو سره دی خط باندی بحث کړی دی چی خپل ځان او د نورو د ذهن د خرابرولو او پریشانی لامل ګرځی.
البته دا موضع ګیری هم بیله پاکستانی نظامیانو تحرکاتو څخه نه وو او نه دی او په حقیقت کی د اسلام آباد غیری مسئولانه حرکات او خبری ددی خط په اړه، د لفظی او ژبنۍ مشکلاتو اصلی لامل بلل کیږی.
په تازه خبرو کی، عبدالطیف پدرام، د نمایندګانو مجلس غړی او د ملی کنګری ګوند مشر په یو خبری ناسته کی په کابل کی وویل چی د دیورند خط د افغانستان او پاکستان په منځ کی په رسمیت پیژنی او دا موضوع نور خاتمه پیدا کړی دی.
دیورند د افغانستان او پاکستان رسمی مرز دی او ددی مرز په اړه هر ډول خبری اتری داخلی لګښتونه لری.
د ښاغلی پدرام دا اظهارات د سنا مجلس د ځینو غړو سخت عکس العمل د ځانه سره درلودي. زلمی زابلی، د سنا مجلس غړی د ننۍ په ناسته کی وویل چی پدرام د بیان آزادی څخه په ګټه اخیستنی سره، په شکاره ډول سره پاکستان ته جاسوسی او خلګو سره خیانت کوی. د دیورند خط پوری مربوطه ساحی د افغانستان خاوری څخه دی او یواځی ملت په دی اړه تصمیم نیولی سی. ځینی خلګ د شهرت د پیدا کولو او یا هم خپلو بادارانو ته د خدمت کولو لپاره د دیورند خط په رسمیت پیژندلو سره خوش خدمتی کوی.
د دیورند خط د رسمیت پیژندلو او نه پیژندلو پر سر جنجالونه هغه وخت پورته سو چی د پاکستان ځینی رسنۍ ځینی ګزارشونه خپره کړه چی ګویا عبدالله عبدالله د هیواد اجرائی رییس د دیورند مرز د افغانستان او پاکستان په منځ کی په رسمیت پیژندلی دی.خو دا خبری د اجرایی رییس له خوا رد سو.
خو ددی ټولو سره باید یو حقیقت په نظر کی ولرو هغه هم د دیورند د مسئلی جدی نه پاته کیدل او ددی مسئلی طرحه د هر نهاد او مملکتی رجال په واسطه ددی مرزی خط ددواړو لورو څخه دی؛ ځکه چی د جنجالونو او لفظی شخړو سره سره بیا هم دا خط ډیرکلونه کیږی د افغانستان او پاکستان ترمنخ په رسمیت پیژندل سوی دی او ځینی کسان چی ځینی وختونه د دیورند خط پرمشکلاتو باندی لمن وهی، د لطیف پدرام په وینا هم داخلی لګښت لری او خپل ډله ییز او شخصی او ګوند ګټی لپاره، دا موضوع مخته کوی؛ نو د همدی لپاره دا موضوع د ځینی مقطعو له خوا مطرح کیږی او دا چی امتیاز یی لاس ته راوړه، بلافاصله د هغه قضیه تړی او نور د دیورند خط او د افغانستان ملت او دولت حق غوښتنی څخه کوم خبرنسته!...
ددی څخه راتیر دوه نکتی د دیورند خط په اړه شتون لری چی ددی لامل کیږی دا موضوع حقیقت وبولو چی اوس د افسانو سره تړلی دی او په هغه باندی لاس وهنه هیڅ ګټه د افغانستان خلګو ته نه لری؛ لومړي دا چی د مرز هغه لوری خلګ هیڅ وخت نه دی حاضر چی د افغانستان دولت حاکمیت پر ځان قبول کړی او دا موضوع په مکرر ډول سره د رسنیو سره پر ټینګار کړی دی او دوهمه نکته داچی د افغانستان دولت به شاید هیڅ وخت د مرز دواړو لورو د سیمو د کنترول توان ونه لری؛ ځکه چی دا دولت په حاضر حال کی د دیورند خط دا لوری کنترول او اداره کولو کی هم کوم توفیق نه دی درلودلی؛ څه ورسیږی چی ددواړو لورو خلګو ته امنیت او ثبات منځته راوړی.
نو زموږ دولت او ملت لپاره به دا درانده خبره وی چی دا خط حقیقت وبولو چی اوس په افسانو پوری تړلی دی.
https://avapress.com/vdcc1xqsm2bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته