دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 140574
امریکا د سوریی لوبی ته واردیږی؟
امریکا وایی چی د سوریی اخیری کیمیاوی برید په عکس العمل کی د سوریی ځواک هوایی پایګاه بمباران کړ. په دی برید کی د کروز توماهاک موشکونو څخه ګټه اخیستل سوی دی.
پنتاګون وایی دو ناو امریکایی د مدیترانیی دریا ختیځ څخه یو هوایی پایګاه یا پوسته د سوریی په لویدیځ کی تر ۵۹ کروز موشکونوترهدف لاندی قرارورکړی دی.
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی دی چی د شعیرات پایګاه، چی د حمص په ولایت کی دی بمباران کړی چی امریکا وایی په ادلب کی کیمیاوی برید د هغه پایګاه څخه ترسره سوی دی.
دا لومړۍ ځل دی چی دونالد ترامپ، د سوریی دولت ځواکونو په وړاندی مستقیم نظامی دقام امر صادروی.
ترامپ، بشار اسد دیکتاتور وبلل او هغه تورن کړ چی په اخیر واقعه کی د اعصاب په ګازو سره بیګناه کسان لکه کوچنیان بی رحمانه په قتل رسیدلی دی.
پنتاګون قبول کړی دی چی د برید مخکی، روسیه ددی عملیات څخه خبر کړی وو تر څو د طیاری او یا روس پرسنل ته په سوریه کی کوم زیان ونه رسیږی.
د خاورمیانه مسایلو کارپوهان وایی چی د ترامپ دولت اقدام په نظامی برید کی یو هوایی مرکز باندی چی سوریی ځواک پوری مربوط دی، تر دی مخکی چی د امریکا اساسی تګلاری بدلون شکاره کوونکی وی د سوریی په وړاندی، د ترامپ د داخلی او منطقه ای منتقدانو اقناع لپاره هڅی دی او ډیر سیاسی داخلی لګښت دی.
ددی برید په لړ کی، لږ ترلږه دوه جمهوری خواه سناتوران ترامپ دولت پوری منتقد چی هر وخت هغه د سوریی بحران په اړه په کوتاهی او سکوت باندی تورنوله، دهغه څخه ښه راغلاست کړی دی او د ترامپ دولت څخه چی په سوریه کی د کیمیاوی برید په وړاندی ژیر اقدام ترسره کړ، د امریکا خلګو د ملاتړ وړ وبلل.
دا همغه څه دی چی ترامپ او ټیم یی په دی ورځو کی هغه ته اړتیا لری. هغوی غواړی د هغه مصاف څخه چی د دموکراتانو سره لری، د جمهوری خواهانو د قدرت او نفوذ څخه برخمن سی.
له بل لوری، دا باید هیر نه کړو چی ترامپ او تیم یی هر وخت ادعا کړی دی چی د باراک اوباما په مشری دولت رهبری د سوریی بحران په وړاندی، منفعلانه موضع اختیار کړی دی او هغوی باراک اوباما د سوریی د اوسنی وضعیت اصلی لامل بولی.
حتی د سوریی اخیری کیمیاوی برید په ترڅ کی هم شان اسپایسر؛ د سپین کاخ ویاند، د اوباما دولت سیاست ددی وضعیت مسؤول وبلل.
دی امر ته په کتو سره، پوهان وایی چی په سوریه کی د ترامپ دولت سریع عکس العمل، ددی دولت له لوری د امریکا د پخوانی دولت څخه د بیلوالو لپاره هڅه دی او داخلی مصرف لری.
بیله هغی، ترامپ هیڅ په داسی موقعیت کی نه دی چی وغواړی او یا وکولای سی په یکجانبه توګه د سوریی لوبی ته داخل سی.
ترامپ پوهیږی چی ددی اقدام لږ پیامدبه د امریکا او روسیی نښته رامنځته کیدل په سوریه کی دی؛ هغه اقدام چی واشنګتن په شکاره ډول سره د هغه څخه به حذر وکړی.
د اخیر برید هماهنګ کول د روسیی دولت سره هم ددی په معنی دی چی امریکا مخکی هم ددی اقدام څخه بیریدله او غوښتله چی دا تبعات او عکس العمل خپل حد اقل حد ته ورسوی.
که څه هم ترامپ د سوریی هوایی برید څخه وروسته د متمدن نړي څخه وغوښته چی د تروریزم د منځه وړلو لپاره امریکا سره یوځای سی؛ خو لکه څنګه چی ذکر سو دا یواځی ددی لپاره وو چی د ترامپ دولت تبلیغاتی او سیاسی مقصدونه پوره کړی؛ بیله هغه، مشخص دی چی په داسی شرایطو کی چی د سازمان ملل امنیت شورا و امریکا ته د سوریی دولت په وړاندی نظامی اقدام رسمی اجازه نه دی ورکړی او له بل لوری، د امریکا کلیدی ملاتړ کوونکی لکه فرانسه، مخکی شکاره ډول سره د سوریی په وړاندی د امریکا نظامی برید د هملاریتوب څخه اعراض کړی او د هغه هیواد خارجی وزیر، په رسمی ډول سره اعلان کړی دی چی دا دلیل نه سی کیدلای چی که د امریکا ولسمشر وینه د سوریی د کیمیاوی برید له امله په جوش راځی، فرانسه هم د امریکا سره پر سوریی باندی په برید کی یوځای سی، هغه په داسی شرایطو کی چی فرانسه په شکاره ډول سره ویلی دی چی دیپلماتیک هڅی د سوریی د بحران د حل لپاره د هر اقدام څخه ښه بولی او له بل لوری، روسیه او ایران، په قوی ډول سره په سوریه کی نظامی حضور لری.
https://avapress.com/vdcguz9qtak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته