دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 140641
پر سوریی باندی د امریکا برید؛ عربستان خوشحاله دی
سعودی شاه د امریکا ولسمشر سره په تلفنی خبرو کی، ددی هیواد اخیر برید څخه په سوریه کی ملاتړ وکړ.
ملک سلمان بن عبدالعزیز؛ سعودی سلطان ترامپ ته وویل: دا اقدام، شجاعانه او د نړي امنیت په ګټه دی. تاسو(ترامپ) ته مبارکی وایم.
عربستان د اسد دولت د مخالفینو څخه شمیرل کیږی او ۲۰ شورشی ډلو ته نږدی په سوریه کی خپل تسلیحاتی او مالی پوشش لاندی قرار ورکړی دی.
د (واس) عربستان دولتی خبرګزاری څخه په نقل سره، د عربستان شاه په سوریه کی اخیر کیمیاوی برید، د اسد دولت د هغه مسؤول بللی دی او هغه نابخښیدنی جنایت بللی دی او د امریکا اقدام د اسد په وړاندی زړه وړ او پرځای معرفی کړی دی.
ترامپ هم ملک سلمان د امریکا برید جریاناتو نور جزئیات ویلی دی.
دواړه لوری د یو بل سره هماهنګی او د اړیکو پراختیا باندی تبادل نظر هم کړی دی.
د جمعی سهار، د الشعیرات پایګاه یا پوسته د حمص په ولایت کی د ۵۹ کروز موشکونو لاندی قرار ونیول چی ددوو امریکایی ناوونو څخه وتوغول سو.
د سعودی سلطان خوشحاله کیدل د امریکا د برید څخه پر سوریه باندی، یو طبیعی او د انتظار وړ کار وو او د ډیرو کارپوهانو په باور، دا هغه واقعه وو چی سعودی شاه د ډیر وختو راهیسی د هغه لپاره په انتظار وو؛ خو دا هیله د باراک اوباما د ریاست جمهوری په وخت کی، ددی لپاره چی باراک اوباما عاقلانه ډار د سوریی څخه پورته کیدونکی جنګ څخه درلودی، حقیقت ونه موند.
د ترامپ دولت پر کار باندی راتلل د عربستان په شان رژیمونو مړ هیلی بیرته ژوندی سو او هغوی انتظار درلود چی د ترامپ دولت دی هر څه ژیر د سوریی عربی دولت په وړاندی ودریږی او په هغه هیواد کی د لسګونو تروریستی ډلو لپاره چی د عربستان تر ملاتړ لاندی دی، یو کار ترسره کړی.
که څه هم ترامپ دا هیلی په لږ اندازی سره پوره کړی دی؛ خو کارپوهان دا پوښتنه مطرح کوی چی یا واقعآ هغه څه چی د امریکا تجاوزکارانه برید له امله د سوریی په وړاندی ترسره سو، دقیقآ همغه څه وو چی په رسنیو کی منعکس سوی دی؟
له بل اړخه، آیا ددی برید اثر او قدرت په داسی اندازی وو چی د سعودی سلطان صریح او سریع خوشحالیو باندی وارزی؟
پوهان ددی پوښتنی په ځواب کی وایی چی لومړي داچی دا برید د سوریی پر ځواک باندی یو قدرتمنده ضربه وی چی دهغه د بازوانو د فلج کیدو سبب د تروریزم په وړاندی سی، یو تبلیغاتی اقدام وو چی عمومی افکار جلب کړی او د امریکا په داخل او منطقه کی منتقدان د ترامپ دولت ته متوجه کړی.
تر هدف لاندی نیول سوی پایګاه، یو ورځی وروسته بیرته خپل فعالیت د سره شروع کړ. په ادلب کی؛ هغه ځای کی چی ادعا سوی وو کیمیاوی برید ترسره سوی دی، د سوریی هوایی جنګی طیاری یو ځل بیا تروریستی ضد ماموریت ترسره کړی دی او مهم دا چی امریکا نور خپل بریدونوته د سوریی په وړاندی ادامه ورنه کړ؛ بنا پردی، ددی برید یو اصلی مقصد، د ځینو کسانو لکه سعودی سلطان خوشحاله کول وو تر دی چی پرسوریه باندی محکم او خرابوونکی ضربه وی.
ناظران په دی لړ کی هغه موشکونوشمیرو ته اشاره کوی چی امریکایان ادعا کوی او روسان او سوریان هغه ردوی. امریکا یان وایی چی ۸۹ کرز موشکونه غورځولی دی چی ټوله اصلی مقصدونو باندی توغول سوی دی؛ خو روسان او سوریان یواځی د ۲۳ موشکونو شمیر قبلوی. په دی منځ کی، ډیر توپیر د امریکا آمارو او روسانو او سوریانو آمارو کی شتون لری.
څیړونکی په دی برخه کی څو احتمال وړاندی کوی: لومړي داچی امکان لری، د امریکا نور موشکونه هدف ته رسیدو مخکی د روسانو او سوریانو له خوا له منځه تللی وی. دوهم احتمال دادی چی شاید د امریکا نور موشکونه ټاکل سوی اهدافو باندی نه یی موښتۍ او د سوری پایګاه په اطرافو باندی موښتۍ وی، چی په دی صورت کی، د امریکا موشکونو دقت او هدایت تر پوښتنی لاندی راځی او دا یو لوی رسوایی د یو لوی مجهز او مدعی ځواک لپاره دی.
په دی منځ کی، دریم احتمال هم شتون لری چی امریکا د موشکونو د شمیرو په ډیرولو سره غواړی د ځینو رژیمونو څخه لکه عربستان څخه امتیاز ترلاسه کړی؛ ځکه چی ترامپ مخکی هم ویلی وو چی په سوریه کی، امن منطقه رامنځته کوی او دهغه پیسی د عربی رژیمونو څخه اخلی!
بناپردی، لیری خبره نه دی چی د سلمان او ترامپ په تلفنی اړیکه کی بل مساله هم مطرح سوی وی او هغه د ۵۹ کروز امریکایی موشکونو لګښت دی.
په دی ترتیب سره، امریکا ددی احتمال سته چی د سعودی سلطان د خوشحاله کولو په لړ کی، ډیری پیسی ترلاسه کړی وی.
https://avapress.com/vdcbagb88rhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته