دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 140700
د مصر وژني؛ د داعش خونړیزه ښه راغلاست د پاپ څخه
عبدالفتاح سیسی؛ د مصر ولسمشر د یکشنبه د چاودنو په لړ کی چی په دوه قطبی کلیساګانو کی ترسره سوه او ۴۴ تنه په کی ووژل سو، د فوق العاده وضعیت غوښتنه د دری میاشتو لپاره وکړه.
د هغه غوښتنه باید ددی هیواد پارلمان ته ورسیږی او د قبلیدو په صورت کی به د دولت لاس خلاص کښیښودل سی چی بیله قضای حکم او یا عادی مراحلو په تیرولو سره، د مظنونانو نیونی لپاره کورونو ته تجسس وکړی.
داعش ددی چاودنو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
ګزارش ددی څخه دی چی په لومړي چاودنه کی چی د ماجرجیس په کلیسا کی په طنطا کی ترسره سو، لږ ترلږه ۲۷ تنه وژل سوی او ۷۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
په اسکندریه کی هم یو چاودیدونکی انتحاری هڅه کړی دی چی مرقص قدیس کلیسا ته داخل سی؛ خو یو پولیس مامور د هغه مانع سوی دی او برید کوونکی ځان ته چاودنه ورکړی دی او پولیس مامور د هغه سره یوځای وژل کیږی.
دا خونړیزه برید د فرانسیس پاپ؛ د نړي کاتولیکانو مشر د سفر په لړ کی په مصر کی صورت نیسی.
قبطی مسیحیان، د مصر ټولو نفوسو څخه ۱۰ سلنه جوړوی او د فراعنه د ډیرو مخکنیو اوسیدونکو څخه حسابیږی.
هغوی د کلونو راهیسی د مسلمانانو ترڅنګ یو سوله لرونکی ژوند تیر کړی دی؛ خو په دا اخیرو کلو کوی د تروریستانو او تکفیریانو او سلفی افراطیانو په قدرت نیونی سره، پر مسیحیانو باندی هم عرصه د مسلمانانو په شان، تنګ سوی دی.
کارپوهان وایی چی د یکشنبه ورځی برید، په شکاره ډول سره د تکفیری جریاناتو په واسطه پاپ فرانسیس ته وو چی قرار دی لږ تر ۲۰ ورځی وروسته مصر ته سفر وکړی.
ددی سفر مقصد، مشخص دی: د اقلیت مسیحیانو ملاتړ په سختو شرایطو کی؛ خو تروریستان مخکی تر مخکی پاپ ته پیغام ورکړ چی د قبطی مسیحیانو راتلونکی، د هغه څخه خراب دی چی تصور کیږی.
ځینی په دی باور دی چی د تکفیری تروریستانو قدرت نیونه، د کودتا دولت عملو نتیجه ده چی د اسلام ګرایانو سره او پخوانی دولت طرفدارانو سره او د اخوان المسلمین منحل سوی سازمان پاتی شونو سره ترسره کړه.
هغوی په عینی حال کی چی سیسی رژیم سختو سیاستونو ته د فلسطینی غورځنګونو بالخصوص حماس په وړاندی، اشاره کوی او وایی چی دا سیاستونه ددی سبب سوی دی چی تکفیریان پر مصر باندی کودتا دولت ته د دشمن په سترګه وګوری او د ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلی چی هغوی ته ضربه ورسوی.
حقیقت هرڅه وی د تیری ورځی خونړیزی بریدونو سره په مصر کی چی په دی هیواد کی د مسیحیانو اقلیت په دی مهم مسیحی اعیادو ورځو کی تر هدف لاندی ونیول، ددی هیواد ثبات او امنیت لپاره خطرناکه راتلونکی په انتظار کی دی.
تروریستان د خپلو مقصدونو لپاره، حساس لاره انتخاب کړی دی؛ د مذهبونو او ادیانو ترمنځ اختلافاتو او نښتو رامنځته کونه؛ هغه هم په داسی هیواد کی چی ددی مخکی، د مذهبی او دینی اختلافاتو شاهد نه وو.
اخیر بریدونه، ډیر درانده مشکلات د سیسی دولت په وړاندی د سولی حاکمیت او ثبات او امنیت د رامنځته کونی لپاره منځته راوړی؛ هغه پولیسی دولت چی هرج او مرج ته د پای ته رسولو لپاره، بی ثباتی او تروریزم سره مبارزی لپاره کار ته رالی او د مصریانو یو مهم غوښتنه د هغه څخه، د اقتصاد بیا ژوند کیدنه او صنعت ښه والی د توریسم د مرګ په شیبو کی په دی هیواد کی د توریسم او ګردشګری جاذبو او تاریخی تمدنونو آثارو څخه وو.
د پرون وژنو سره، نور مشخصه نه ده چی د مصر کمزوری اقتصاد ته څه په انتظار کی دی.
له بل خوا، د فوق العاده حالت استقرار غوښتنه د مصر د ولسمشر له خوا هم یو ځل بیا په دی هیواد کی د بشرحقوقو وضعیت او قانون حاکمیت په اړه اندیښنی به زیاته کړی؛ ځکه چی دولت د کودتا وروسته په دی برخه کی، تاریکه او توره تاریخ لری او د پراخ وژنو او خوفناکه خونړیزو په نتیجه کی، د بین المللی ټولنی نیوکی لاندی راغلی دی.
په همدی دلیل، د فوق العاده وضعیت د استقرار په صورت کی، وړاندوینه کیږی چی مصر یو ځل بیا د سختو وژنو، نیونو، خونړیزو شکنجو د قانون د حاکمیت او کودتا دولت ځواب ویلو او مسؤولیت قبلونی په غیاب کی وی.
په هر صورت کی، د ناظرانو ارزونی شکاره کوی چی پرون وژنی، مصر به نوی بی ثباتی او ناپایداری مرحلی ته وارد کړی؛ ځکه چی قومی او فرقه ای واګراییو ډیریدنه له یو اړخه او د وژنی ماشین په کار لویدل او د حاکمیت نیونه او شکنجه له بله خوا، مخکی د هرڅه، د تروریستانو او افراط ګرایانو انتقام او نفرت حس به د نوی وژنی او تاوتریخوالو لپاره راوپاروی.
https://avapress.com/vdchvvnzv23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته