دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 141097
د افغانستان جنګ؛ د امریکا غیری ممکن ماموریت؟
جنرال مک مستر؛ د امریکا ملی امنیت مشاور، د شنبه حمل ۲۶ شپی خواته کابل ته داخل سو.
هغه د یکشنبه په ورځ د ریاست جمهوری په ماڼۍ کی د ولسمشر غنی او د افغانستان نورو مقاماتو سره کتنه وکړه او د بیلابیلو مسایلو په اړه خبری وکړی.
ددی مخکی، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر د ینس استوللتنبرګ؛ ناتو رییس سره په کتنه کی په سپین ماڼی کی ویلی وو چی د امریکا ملی امنیت مشاور د افغانستان امنیتی اوضاع د څیړلو لپاره کابل ته ولاړ سی.
ښاغلی ترامپ ویلی وو چی د ملی امنیت مشاور افغانستان ته استوی تر څو ووینی چی په افغانستان کی کوم پرمختګونه ترسره سوی دی.
هغه زیاته کړه: ما جنرال مک مستر افغانستان ته واستوله ترڅو دا باندی وپوهیږی چی څنګه کولای سو د افغانانو ترڅنګ او ناتو ترڅنګ پرمختګونو ته ورسیږو.
د افغانستان امنیتی ځواکونو تجهیز په اړه خبری د امریکا له لوری او د امریکایی ځواکونو ډیریدل په افغانستان کی د امریکا ملی امنیت مشاور خبرو اترو محورونو څخه وو.
کارپوهان وایی چی اوسنۍ خراب وضعیت او دافغانستان امنیت او ثبات په اړه چی هغه تاریکه نظر وجود لری، دا به په ډیر مشکل سره تصور کړو چی دونالد ترامپ ملی امنیت مشاور، د افغانستان راتلونکی امنیت په اړه روشانه لاسته راوړنه ولری.
امریکایی ځواکونه اخیر کی د ننګرهار په ولایت کی خپل لوی غیری هسته بوم وازمویله؛ هغه اقدام چی د امریکا نظامی قوماندانان او ناتو په شدت سره دهغه څخه دفاع وکړه او هغه ضروری بللی دی؛ خو پوهان وایی چی دا اقدام، بیله یو تبلیغاتی کمپاین او د امریکا د قدرتمند شکاره کولو پرته بل څه نه دی او دا شکاره کوی چی امریکا د ځان د شکاره کولو لپاره، هغه حربو سره یوځای کیږی چی د افغانستان ډیرو خلګو په نظر، محکوم او مذموم دی او هیڅ وخت نه سی کولای چی د امریکا صداقت او رښتینوالی د تروریزم سره مبارزه کی نمایش ته ورکړی.
اضافه پر دی، د جنرال مک مستر سفر افغانستان ته، د افغانستان امنیتی مسایلو صاحب نظرانو په نظر، په دی معنی دی چی دونالد ترامپ او مشاوران یی تراوسه هم سم نه پوهیږی چی کوم راهبردی د امریکا لوی تاریخی او لوړ مدته جنګ په وړاندی ترسره کړی ترڅو دا جنګ بریالیتوب سره پای ته ورسیږی.
د مک مستر سفر افغانستان ته په داسی شرایطو کی ترسره کیږی چی ترامپ، ددی څخه ډیروخت مخکی، خپل نظامی قوماندانانو او مشاورانو ته امر کړی دی چی خپل ځان لپاره ددی جنګ دوسیی سره حل لاری وڅیړی او د هغه په اختیار کی قرار ورکړی؛ هغه امر چی ظاهرآ تراوسه کومت مشخصی نتیجی ته نه دی رسیدلی او په دی ترتیب سره، د مک مستر یو اصلی ماموریت د کابل په سفر کی، دی اوږد او مبهم روند ته ختمیدو لپاره دی.
که څه هم مخکی له دی، لږ ترلږه دوه مهم امریکایی قومانده هشدار ورکړی وو چی د افغانستان جنګ بندون ته رسیدلی دی او ددی بندون د ماتولو لپاره، د نوی امریکایی سرتیرو د اعزامولو غوښتونکی و افغانستان ته سوی وو؛ خو پوهان وایی داچی ترامپ تراوسه ددی غوښتنو سره موافقت نه دی کړی او ددی پیشنهادونو برسیره، خپل ملی امنیت مشاور کابل ته روان کړی دی تر څو د افغانستان په اړه روښانه تصویر لاسته راوړی، په شکاره ډول سره په دی معنی دی چی هغه د سرتیرو د ډیرولو په اړه شک لری او مهم دا چی د امریکا دوو پخوانۍ ولسمشرانو ته په کتو سره چی افغانستان کی جنګ تجربه کړی دی نه سی کولای بیله کوم مثبت لاسته راوړنی او پرمختګ څخه کوم انعطاف وښیی.
ترامپ د همغه سر څخه اعلان کړ چی امریکا په تیرو لسو کلونو کی هغه جنګونه چی لاره ته اچولی دی هیڅ یو یی بریالیتوب ته نه دی رسیدلی او دا په داسی حال کی دی چی یواځی د خاورمیانه په جنګونو کی ۶ تریلیونه دالره لګښت کړی دی.
دی مسایلو ته په کتو سره کارپوهان وړاندوینه کوی چی افغانستان ته د ملی امنیت مشاور استولو لپاره د ترامپ انګیزه، د افغانستان جنګ بندون پای ته رسول په هغه کم لګښت سره دی؛ خو آیا ددی جنګ مبهم راتلونکی ته په کتو سره، مک مستر به ددی لارو د پیدا کولو لپاره به وتوانیږی؟
https://avapress.com/vdchwznzq23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته