خوښ ديک ۰

امام کاظم(ع) او د بحران مدیریت

امام کاظم(ع) او د بحران مدیریت
د نړۍ په تاریخ کی همیشه داسی کسان شکاره سوی دی چی خپلو مقصدونو او آرمانونو رسیدلو لپاره ثابت قدم ایښی دی، خو هغه کسان چی د خدای او عبودیت په لاره کی کار کړی وی ډیر لږ دی. موږ دا خلګ یواځی الهی برحقه اولیاوو او د هغوی مکتب شاګردانو کی پیدا کولای سو. همدا ائمه معصومین علیهم السلام وو چی تمدن او کلتور ته نوی رنګ ورکړی دی او د خدای بیرغ لرونکو ته تازه طریقه ورښودلی دی.
که د خدای رسول الله ص ژوند ته ځیر سو، په هغه کی به داسی حسنه کسان به پیدا کړو چی د اخلاصه ډک و الهی درګاه ته او قلبی اطمینان او د خدای پراخ رحمت او عنایت څخه برخمن وو. رسول الله ص خپل توحیدی مکتب استمرار لپاره، خپل امت د خدای کتاب او ځان وروسته ۱۲ ځایناستو دعوت ته غوښتله او فرمایله، تر څو چی دا دوو ګران قیمته امانتونو باندی منګولی ولګوۍ، هیڅ وخت به بی لاری نه سی.
نو معلوم سو چی ائمه معصومین(ع) ښه نمونه زموږ لپاره دی. خپل ټول کارونو سره د خدای تعالی توحیدی ژوند شکاره کوی.
د اسلام نړۍ یو لوی مشکلاتو څخه یو د حضرت معصومین ع مکتب او ژوند پیژندلو کی، د دروغو پردازیو شتون بی ځایه خبری د پوه دشمنانو او ناپوه ملګرو له خوا دی. ځینی وختونه هم داسی وو چی لیکونکی هڅه کړی دی چی د معصومینو ع ژوند یواځی یو مظلومی او عبادتی شکل شکاره کړی او بدبختانه د هغوی سیاسی بعد او مبارزاتی برخه کی کوم روشانه اخبار اختیار کی نه پریښی او نتیجه یی داسوه چی هغه کسان چی د معصومینو ع فکری او سیاسی مکتب سره د پیژندنی لیواله دی، روشانه سرچینی ونه لری او دا په حقیقت کی لوی درد دی چی نن نه یواځی مسلمانان بلکه ټوله بشریت په هغه باندی اخته دی. ددی مصیبت څخه د خلاصون لاره، د هغه حضرت سیری او ژوند ته هر اړخیزه کتنه دی.
د حضرت امام کاظم علیه السلام ژوند ته کتنه:
لکه څنګه چی د حضرت کاظم علیه السلام او د پیغمبر ص د ۱۲ ځایناستو څخه ۷ ځایناستی د شهادت په ورځ کی قرار لرو، په دی لیکنه کی هڅه کیږی چی د هغه حضرت ژوند څخه مختصر معلومات سره سره د هغه حضرت فرهنګی او سیاسی فعالیتونو څخه هم لږ څه وویل سی.
د هغه حضرت نوم موسی او لقب یی کاظم دی. پلار یی د شعیانو شپږم پیشوا، حضرت امام صادق علیه السلام او مور یی با فضیلته ښځه حمیده وه. امام کاظم (ع) په ۱۲۸ ه.ق کال کی د ابواء په نامه سیمه کی چی مدینی ته نږدی دی نړۍ ته راغلل او د ۱۴۸ هجری څخه چی امام صادق ع په شهادت ورسیدل، د هغه امامت دوره شروع سره او د مشهور قول په اساس، په ۱۸۳ هجری کال کی په شهادت ورسیدل.
د هغه کوچنۍ والی دوره نسبتآ آرامه فضا کی تیره سوه، د کوچنۍ والی مهم سیاسی پیښه یی د بنی امیه څخه و بنی عباس ته د حکومت لیږد وو. امام کاظم ع څلور کاله عمر درلود چی بنی امیه سقوط وکړ او بنی عباس د ابوالعباس سفاح په مشری حکومت ته ورسید. امام کاظم ع د پلار ۲۰ کاله عمر درک کړ چی دهغه لپاره ډیره ګرانقدره وو. د هغه لپاره د پلار محضر ددی لپاره ګرانقدره وو ځکه چی هغه د امام صادق ع منزلت باندی پوهیدله او د هغه وجود ګوهر باندی پوهیدله. هغه جعفری مکتب افضله شاګردانو څخه وو. امام کاظم ع د همغی ځوانۍ دوری څخه د مسئولیتونو قبلولو لپاره په بیلابیلو برخو کی آماده وو. په دینی برخه کی د هر ډول بحث او نظر اعلانولو لپاره، او په علمی مسایلو کی هم تر ټولو مخکی وو.
د امام صادق ع د شهادت په وخت کی منصور دوانیقی د عباسیانو مشهور او ستمګر خلیفه د خپل قدرت په اوج کی وو. منصور هغه کس وو چی خپل حکومت پایو مستحکمولو لپاره، ډیر انسانان په قتل ورسوله. نه یواځی شیعیان، بلکه د تسنن نړۍ لوی شخصیتونه او فقها د هغه سره مخالفت وکړه، د هغه سخت آزار لاندی قرار نیوله. امام کاظم ع د خپل پلار شهادت وروسته، په ۲۰ کلنۍ کی دداسی ستمکاره خلیفه سره مخامخ سو چی د اسلامی قلمرو بلامنازعو حاکمو څخه شمیرل کیدله.
د ۱۴۸ هجری کاله وروسته چی امام صادق ع په شهادت ورسیدل او د حضرت کاظم ع امامت شروع سو. هغه حضرت د خپل امامت په دوره کی د څلورو خلیفه ووسره د منصور دوانیقی، مهدی، هادی او هارون الرشید سره هم عصره وو. په کامله توګه د یادسوو خلفاوو کارنامی د جرم او جنایته ډک دی.
نن چی د امام موسی کاظم ع خبری کیږی نو عمومآ داسی تصور کیږی چی یو مظلوم، بی غږه په مدینه کی وو چی عباسی مامورین ولاړه هغه یی په زوره بندی کړله او وروسته هم هغه مسموم او له نړۍ څخه ولاړل. همدا او بس. خو قضیه داسی نه وو، د امام کاظم ع د ژوند کیسه یو ډیر اوږد مبارزی قضیه وو؛ یو تشکیلاتی مبارزه چی د اسلام ټول آفاقو او برخو کی د هغه امام په هدایتونو او د هغه حضرت علاقمندانو سره مستمر ادامه درلود.
د عباسیانو خلافت په دوران کی هم د شیعیانو په پراختیا سره د اسلامی بیلابیلو سیمو کی، یو اړیکی شبکی ته د هر ورځی څخه مخکی اړتیا لیدل کیدل او اهل بیت ع هم په دی همدی اساس، یو اړیکی شبکی جوړولو باندی اقدام وکړ. دا مساله د امام کاظم ع څخه مخکی شروع سوی وو، خو هغه حضرت شبکه د شیعیانو پراختیا اړتیا په اساس پټ کړ. د هغه حضرت برنامه ریزیو ته کولای سو په لاندی شکل اشاره وکړو:
اقتصادی برنامه ریزی او پلان جوړونه د شعیانو معیشت وضعیت ښه والی لپاره؛
د خپلو نږدی یارانو څخه ګټه اخیستنی سره استراتژی جوړونه په حکومتی مقاماتو کی د هغه حضرت په حکومتی چارو کی د همکاری نه شتون سره او د عباسی خلفاوو حکومت ته مشروعیت نه ورکول او غاصب بلل؛
د عباسی دریم خلیفی فریبانه سیاستونو او عوامو خطاایستلو خنثی کول د فدک اجرا په مخته کولو سره؛
د آزادی غوښتونکو غورځنګونو څخه ملاتړ لکه د شهید فخ قیام څخه ملاتړ؛
د وکالت سازمان پراختیا د امام صادق ع څخه وروسته عملی سو او د امام او پیروانو مستقیم تماس مشکل یی حل کړ او د وکیلانو سیاسی مذهبی نقش یی پراخه کړ؛
د ډیرو علی نخبګانو تربیت او ډیر داسی سازمان یافته برنامو جوړونه.
هارون الرشید د امام کاظم ع په بندی کولو او وروسته په شهادت رسولو سره، د شیعیانو په ناامیدی سره او خپل کورنۍ حکومت استمرار لوی خنډ ایسته کول پر اسلامی ټولنه باندی وو، خو د وکالت سازمان محکم ساختار د دشمنانو پر توطئی باندی وتړله، په داسی ډول سره چی د هغه وروسته مامون خلافت په وخت کی، هغه په په ناچارۍ سره د امام رضا(ع) بی واسطی حضور لپاره په لوی حاکمیتی ځای کی د خلیفی وروسته دعوت ته مجبور سو. دداسی حکومتی ځای ورکول په هر مقصد او انګیزی سره چی وی د امام کاظم ع زوی ته، د حضرت تشکیلاتی راهبردۍ ثمربخش والی څخه حکایت لری؛ ځکه چی دا کار ددی سبب سو چی د حاکمیت په داخل کی وفادار ځواکونه هغه حضرت او اهل بیت ته مخ په ډیریدو سی او خلیفی باندی تاثیر وکړی، تر دی ځایه چی مامون په هر مقصد چی وو دی نتیجی ته ورسید چی خپل حاکمیت د ساتلو لپاره ناچاره باید د امام کاظم ع ځایناستی نه په بندیخانه کی بلکه خپل ترڅنګ په لوی منصب کی باید وی.
خلاصه داچی د تشیع تاریخ، تشکل ګرایی، سازمان جوړونه، د بحران مدیریت او سازمانی تشکیلاتو رامنځته کونه د شیعیانو په منځ کی د هغه حضرت په نامه ثبت کړی دی.
دا تشکیلات په تازه کولو سره او بومی کولو سره په بیلابیلو دورو کی ادامه پیدا کړ تر څو چی د هغه حضرت خلف زوی، امام خمینی (ره) د هغه نمایندګانو شبکو او مرجعیت تشکیلاتو څخه په الګو ګیری سره په ټوله اسلامی ټولنه کی او حکومتی تاسیس کی د اهل بیت دینی زده کړو په اساس، عینی نمونه د امام کاظم ع د دوران څخه په حاضر حال کی دی.
سی شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۰۵
د مطلب کود: 141589 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *