دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 141770
د فساد سره مبارزه او لږ پاته سوي هیلی
په افغانستان کی د سازمان ملل نمایندګی دفتر په یو ګزارش کی اعلان کړی دی چی دولت د فساد سره مبارزه کی، د سختو مشکلاتو په شتون، ځینی پرمختګونه درلودلی دی.
یوناما دا ۸۶ صفحی ګزارش د سه شنبه په ورځ د افغانستان مبارزه د فساد په وړاندی: د جنګ بل ډګر، خپور کړ.
په دی ګزارش کی مشخص معیار د افغانستان پرمختګ ارزونی لپاره د فساد سره مبارزه کی په نظر کی نه دی نیول سوی: خو ویل کیږی چی څو د ملاحضی وړ پرمختګ سوی دی.
په ګزارش کی، د فساد سره ملی مبارزی برنامی تدوین لپاره کمیتی توظیف په پنځو وزارت خانو کی لاسته راوړنو ډک د اشرف غنی په امر، د هیله مند پرمختګ په حیث د فساد سره مبارزه کی وبلل سو.
یوناما زیاته کړه چی د دولت مالی چارو مدیریت کنترل ښه والی د فساد سره مبارزی په برخه کی د ملاحضی وړ پرمختګ وړ سوی دی، ځکه چی ددی دفتر په نظر، د تدارکاتی روند شفافیت او ګمرکی لاسته راوړنو ډیر والی، مالی او غیری مالیاتی لاسته راوړنی ډیروالی زمینه برابره کړی ده.
د یوناما ګزارش د افغانستان کیفری بیاڅیړنی قانون او د سازمان ملل فساد سره مبارزی کنوانسیون ګټو رعایتول هم په هغه کی یاد سوی دی.
د یوناما ګزارش بیله شکه، په افغانستان کی د فساد سره مبارزی مثبت او قوی نکتو ته په روند کی توجه کړی او ددی روند څخه مثبته او روشانه ارزونه منعکس کړی دی.
ددی ارزونی په اساس، تر اوسه په افغانستان کی د فساد سره مبارزی روند، د نورو روندونو په شان لکه دولت جوړونی، امنیت، د تروریزم سره مبارزی او... په کامله توګه بندون ته نه دی رسیدلی او همدا کار یو څه هیله شمیرل کیږی او د پوهانو په باور، دولت کولای سی د هدفمند سیاستونو په اتخاذ او سازمان یافته برنامه جوړولو سره، همدا لږ هیلی تقویت کړی تر څو د فساد سره مبارزی روند په ښه لاره کی قرار ونیسی او ښه روښانه راتلونکی د هغه په انتظار کی وی.
خو لکه څنګه چی په دی ۸۶ صفحه ایز ګزارش کی هم معلومیږی، دا ټوله شیان نه دی او بیله شکه، که د فساد بحرانی وضعیت او فساد سره مبارزی وضعیت په افغانستان کی، د هغو هیله مندو نکتو تر څنګ چی دلته منځته راغلی دی، ونه څیړل سی، بیله شکه نه سو کولای چی ادعا وکړو ددی وضعیت څخه کامله عادلانه تصویر په عمل کی راغلی دی.
د ډیرو ناظرانو په باور، د ملی وحدت حکومت په ځینو برخو کی، د فساد سره مبارزی، په شدت سره عمل شکاره کړی دی او دا کولای سی په خپل نوبت سره، هیله منځته راوړونکی وی؛ خو آیا د عمل دا شدت والی کړم نمره او نتیجه هم تر څنګ درلودلی دی که نه؟
هغه ځواب چی د یوناما ګزارش محتوا ددی پوښتنی لپاره برابروی، تر یوڅه حده مثبت دی. یوناما وایی چی د فساد سره مبارزی ملی برنامی تدوین لپاره کمیتی توظیف په پنځه وزارتخانو کی د لاسته راوړنو ډک د اشرف غنی په امر، د دولت مالی چارو مدیریت کنترل ښه والی او افغانستان کیفری قانون بیا څیړنه او د سازمان ملل د فساد سره مبارزی کنوانسیون ګټی رعایتول په هغه کی، د هغه مواردو څخه دی چی د افغانستان ملی وحدت حکومت په چهار چوکات کی د فساد سره مبارزی روند په برخه کی په حساب راځی او په دی برخه کی د ملاحضی وړ پرمختګونو لامل ګرځی.
د یوناما په ګزارش کی د قضا دستګاه په برخه کی د پراخو فساد شتون په دی برخه کی د جدی چالشونو څخه بلل سوی دی؛ خو ناظران وایی چی دا یواځی د قضا دستګاه نه دی چی په پراخ ډول سره فساده ډک دی. نوری دستګاوی لکه معرف، امنیتی ارګانونه او مسلح قواوی، د دولت اداری او دفتری خدماتو حوزی، پارلمان او ټول حکومتی محلی واحدونه په پراخ ډول سره د فساد په ویروس اخته دی.
برعلاوه ددی څخه بل موضوع چی په اخیر کی د سازمان ملل ناظرانو تر توجه لاندی هم قرار ونیول، د فساد سره مبارزی نهادونو شمیر دی؛ څو برخه ایز نهادونه چی یو مسئولیت لری او دا په دی معنی دی چی د فساد سره مبارزه خپله په یو بل فساد باندی اوښتی دی.
په دی حساب سره، هغه مسئولیت چی ملی وحدت حکومت پرغاړه لری دا دی چی لږ پاته هیلی د فساد سره مبارزی په برخه کی تقویه کړی او په نهایت کی، یو پراخ د فساد سره ضد نظام شکل ونیسی او مفسدان او فاسد دستګاوی په اقلیت کی او انزوا کی قرار ونیسی او ونه سی کولای د قانون حاکمیت سیطری څخه وتیښتی یا هم د هغه په وړاندی مقاومت وکړی.
https://avapress.com/vdcfeydyxw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته