دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 141986
د حکمتیار خط او نشان؛ زموږ راتلونکی به څه وی؟
ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی ګوند مشر په لغمان ولایت کی په یو عمومی ناسته کی په شرکت کولو سره، د ډیرو کلونو وروسته د ټولو مخته ځان شکاره کړه او اعلان کړ چی افغانستان یو مرکزی قدرتمنده حکومت ته اړتیا لری.
حکمتیار وویل چی د سهامی شرکت او قدرت تقسیم او ائتلافونو رامنځته کونه د حل لاره نه دی.
هغه زیاته کړه چی په افغانستان کی شرایط خاص حالت لری او خپله د قوی مرکزی حکومت د رامنځته کونی لپاره په ټولو حاضر جناحو سره بیله کوم امتیاز غوښتنی او مخکی شرط څخه همکاری ته حاضر دی او وویل چی د ملت و تصمیم ته هم احترام کوی.
هغه د دولت او انتخابی نهادونو رامنځته کونی غوښتونکی سو او وویل چی موروثی او تحمیلی قیادت سلسله پای ته ورسیږی.
ښاغلی حکمتیار وویل چی باید تیر وخت د یاده وباسو.
ښاغلی حکمتیار ګواښ وکړ چی د زور حکومت ته به تسلیم نه سی او مدعی سو چی د شوروی مغرور او متکبر ځواک ته نه دی تسلیم سوی او عاریتی ځواک نورو ته به هم تسلیم نه سی.
نه دی معلوم چی د حکمتیار زهرداره طعنو مخاطب ټوله ملی وحدت حکومت دی د امریکا هر اړخیزه ملاتړ څخه برخمن دی یا که د حکومت یواځنۍ طیف چی د ښاغلی حکمتیار سیاسی او قومی اردوګاه وړاندی سیاسی او قومی اردوګاه جوړ کړی دی.
په دی ټولو احوالو سره، کارپوهان وایی چی د اسلامی ګوند مشر خط او نشانونه د همدی کار په شروع کی، ښه نشانه نه دی او کولای سی بدبینانه اخیستنی د هغه علنی بیرته راګرځیدنی څخه و سیاست ته او نظام ګری پریښودنه د دولت په وړاندی، شکل نیولی دی پراخ تقویت کړی او د افغانستان سیاسی راتلونکی اندیښنی ډیر کړی.
د ګزارشونو په اساس، ښاغلی حکمتیار په خپل تازه خبرو کی د ننګرهار په شرقی ولایت کی د خپلو هوادارانو په ټولګه کی هم خپل تند او خراب نیوکو ته د ملی وحدت حکومت په وړاندی ادامه ورکړ او تصریح کړی دی چی که د ملی وحدت دوه مشران نه سی کولای د یو بل ترڅنګ کار وکړی، یو د بل په ګټه برکناره سی.
پوهان وایی چی داسی نظریاتو شکاره کول د اسلامی ګوند د مشر په واسطه او د هغه خبری د مرکزی قوی حکومت یا اسلامی حکومت رامنځته کونی لپاره، ددی شکاره کوونکی دی چی امکان لری چی وضعیت د هغه برخلاف مخته ولاړ سی او ددی پرځای چی اسلامی ګوند مصالحه د سولی د روند سره مرسته وکړی، د لا نورو سیاسی مشکلاتو او قومی صف بندیو شکل نیونی او په هیواد کی د ټولنیزی ژورو سوریو لامل سی او شرایط د جنګ او تنش او بی ثباتی او سیاسی ناپایداری لوری ته بدلون ورکړی.
هغه څه چی په دی منځ کی اندیښنی تقویتوی، د ښاغلی حکمتیار د ظهور ډول او ددی رویداد سره د هغه هوادارانو برخورد دی.
ښاغلی حکمتیار، ددی پرځای چی مستقیمآ کابل ته راسی او د هغه بیرته راګرځیدنه په سیاسی برخه کی په رسمی دیدار سره د حکومت سره په پایتخت کی شروع کړی، دا کار خپل سنتی اقتدار پایګاه په بغلان کی شروع کړ.
هغه په ادامه کی ننګرهار ته ولاړ او انتظار کیږی چی څو نورو ولایتونو ته هم د کابل څخه مخکی ولاړ سی.
بناپردی، کارپوهان وایی چی ددی رویکرد نفس، د یو ډول قدرت ښوونه حسابیږی چی د هغه پیغام یو برخه، په قوی احتمال سره، د ملی وحدت مشرانو ته متوجه او د اسلامی ګوند لپاره سیاسی قدرتمنده سرمایی رامنځته کونی لپاره هڅه د قدرت په ساختار کی وی.
دا په داسی حال کی دی چی ښاغلی حکمتیار، په تیرو کلونو کی، ډیر ځلی په بیلابیلو مناسبتونو سره، هڅه کړی دی چی نسبت سیاسی، مذهبی او قومی اقلیتونو ته خصمانه مواضع ونیسی او په ځینو مواردو کی، هغوی په شکاره ډول سره تهدید و انتقام ته کړی دی. بناپردی، ناظران وایی چی لیری خبره نه دی چی دهغه د خبرو مقصد خپل قدرت شکاره کونه د خپل نفوذ لاندی ولایتونو کی، و اقلیتونو ته یو لیک وی ترڅو پوه سی چی ددی وروسته، د سیاست او قدرت معادلات د قومی او مذهبی اقلیتونو په ژبه د اساسی بدلونونو لامل سی.
دی مسایلو ته په کتو سره، تحلیلګران وایی چی د حکمتیار په داخلیدو سره د سیاسی ظاهر سولی رامنځته کونی لوبو ته، دا احتمال شتون لری چی د حکومتی محاسباتو برخلاف، دا بدلون، برعکس نتیجه ورکړی او دسولی او ثبات په زیان عمل وکړی.
https://avapress.com/vdcevz8zpjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته