دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 142137
قومی سلطې د حکمتیار په یوځای کیدو کی
د رسنیو په ګزارش سره، حکمتیار د اسلامی ګوند غړو او قوم مشرانو سره د ګلاب منګل د ننګرهار والی په مشری کتنه کی اظهار درلود: هر مجاهد افغان او مسلمان چی د وطن د آزادولو په لاره کی قربانی ورکړی دی، لویه هیله یی داده چی جنګ پای ته ورسیږی او هیواد کی سوله تامین سی.
بیګانه نه سی کولای موږ لپاره سوله تامین کړی، موږ باید د بین الافغان مذاکراتو له لاری موجود جنګ ته د پای ټکۍ کیږدو او د دایمی سولی لپاره کار وکړو. په هیواد کی باید د خلګو په غوښتنه باید یو قوی مرکزی نظام جوړ سی چی پر اوضاع باندی حاکمه وی. جنګ د حل لاره نه دی، که جنګ د افغانانو او اسلام په ګټه وای موږ به جنګ ته ادامه ورکړی وای.
هیڅ څوک نه سی کولای د زور په واسطه پر افغانانو باندی حکومت وکړی؛ که طالبان وغواړی چی په زور سره پر افغانانو باندی حکومت وکړی هیڅ وخت به خپل دا آرمان ته ونه رسیږی. د جنګ په مرسته نه سی کولای خپل هیلو ته ورسیږی، طالبان دی د سولی لاره ونیسی او له دی لاری خپل مقصدونو ته ورسیږی.
که څوک د حکمتیار په شان د کسانو د سابقی څخه اطلاع ونه لری او له لومړۍ ځل لپاره د هغه د اظهاراتو سره تماس درلودلی دی، بی ګمانه د هغه خبری د هغه د شخصیت د سنجولو ملاق ګرځولای او هغه یو زړه سواند بللی. حکمتیار د اسلامی ګوند مشر هڅه کړی دی چی په خپلو تازه خبرو کی د افغانستان خلګو سره، یو ملی او وطن دوسته څیره شکاره کړی؛ د همدی لپاره په هغه ادبیاتو سره چی تر اوسه د خلګو سره خبری نه وی کړي او د هغه په تګلاره کی سابقه نه درلوده، د افغانستان خلګو سره خبری کوی او داسی مسائل مطرحوی چی هر اوریدونکی چی پوه وی په آسانه توګه د هغه فرمایشاتو باندی پوهیږی.
د ډیرو پوهانو په باور، د حکمتیار تحول او چرخش هغه هم د خلګو او خپل میهن سره د دوو لسیزو شورش او شرارت وروسته، یواځی په یو رویکرد او مقصد سره د سنجش او ارزونی وړ دی او هغه د افغانستان اوسنۍ مشرانو ترمنځ ناسیونالیستی لید تقویه کول چی پر افغانستان او خلګو یی حکومت کوی.
ناسیونالیستی لید چی هیڅ ورته والی د اسلامی زده کړو سره نه لری او اخوت او ورورولی په ټولنه کی د منځه وړی، په ډیر بدبختۍ سره څو کلونه کیږی چی په افغانستان کی او البته د مشرانو او رهبرانو په واسطه، تازه ژوند پیدا کړی او په دوو او درو اخیرو کلونو کی په سرعت سره د پراختیا په حال کی دی.
ویلای سو چی د ناسیونالیستی لید یو هیواد او ملت ته تر دی حده خطرناک کیدلای سی چی د هغه هیواد او خلګو د هراړخیزی تخریب لپاره بل کوم آفت ته اړتیا نسته او همدا خراب او غیری دینی لید کولای سی د لسګونو مخربونو نقش ولوبوی.
بنا پردی، پوهان په دی باور دی چی په افغانستان کی د ناهنجاری او مخرب او خرابوالی نوی سیر د ترسره کیدو او پراختیا په حال کی دی او هغه په ټول هیواد کی د ناسیونالیستی جریان د افغانستان ټولو ساکنو اقوامو کی دی چی د سرطان دانی په شان د پراختیا په حال کی دی او په دی ځل راغلی دی چی د نورو ناهنجاریو ترڅنګ افغانستان په یو دوزخ باندی بدل کړی.
د پوهانو په باور، که څه هم حکمتیار او ګوند یی، د ډیر وخت راهیسی په سوځولی مهری باندی بدل سوی دی او دهغه شتون د بل ډلی او یا شخص ترڅنګ، نه سی کولای کوم امتیاز ورته کسب کړی؛ خو په اوسنۍ شرایطو کی چی د افغانستان فضا د تبارګرایی او قوم ګرایی څخه ډک دی او ټوله مشران بیله استثناء د نژاد پرستی ډوډۍ خوری، دا شتون او حضور د ګټی او ثمری څخه به هم خالی نه وی؛ بالخصوص چی تصور وسی چی حکمتیار د خپل مطرح ګوند سره د یو ټیم او یا قوم ترڅنګ قرار ونیسی چی ډیر نفوذ او قدرت د ریاست جمهوری په ارګ کی ولری او له بلی خوا خارجی ملاتړ هم د ځانه سره ولری.
نو دهمغه څه څخه چی وڅیړل سو، د حکمتیار او ګوند حضور د ګټی او ثمری څخه به هم خالی نه وی او حداقل څه چی ورته تصور کیدلای سی، د ګوند او جریاناتو تقویت دی چی د اسلامی ګوند مشر، د خپلو ملاتړو سره د هغه سره یوځای کیږی او د تبارګرایی او قوم ګرایی بعد څخه، که څه هم په ظاهر کی د جبهی او جناح سره مرسته کوی، خو ددی قضیی سره مخرب پیامدونه، نه یواځی ګټه مند نه دی چی یوډول ملی ناهنجاری شمیرل کیږی او د اساس او ریشی څخه مردودیږی.
https://avapress.com/vdcdsx0f5yt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته