دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 142138
د کابل او اسلام آباد په اړیکو کی د نوی لاری آزمویل
سردار ایاز صادق؛ د پاکستان پارلمانی مشر وایی کابل او اسلام آباد باید تیروخت د یاده وباسی او د اړیکو د ښه کیدو لپاره د یو بل سره خبری وکړی.
هغه د یکشنبی په ورځ په کابل کی وویل: د نوی مقصد لپاره راغلی او غواړی چی کابل او اسلام آباد تیروختونه دیاده وباسی او دیوبل سره مخته ولاړ سی.
هغه تصریح کړ چی د پاکستانی دوه ورځنۍ سفر مقصد داوو چی د افغانستان اندیښنو ته د پاکستان په اړه واوری او همدارنګه خپل دولت اندیښنی د افغان مقاماتو غوږونو ته ورسوی.
ښاغلی صادق وایی د اړیکو ښه کیدل، ددواړو هیوادونو حکومتی مشرانو، استخباراتی مقاماتو او نظامیانو ترمنځ دوامداره خبرو اترو ته اړتیا لری.
ښاغلی صادق خپل کتنی د افغانستان مقاماتو سره جوړونکی وبلل او وویل: هغوی هم په دی پوهیدلی دی چی د پاکستان څخه راغلی هیات مخلصه دی او دا بل خاص ګام دی چی د پاکستان پارلمان یی اخلی.
هغه وویل چی د کابل اندیښنی د خپلو پیشنهاداتو سره به د پاکستان حکومت سره شریک کړی او هیله مند دی دا ځل پارلمان وکولای سی د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والی پل وی.
کارپوهان وایی چی کابل د هروخت په شان د پاکستان لوړپوړۍ پارلمانی هیات سفر څخه افغانستان ته، خوشبینه دی او هیله لری چی ددی ځلی د پاکستان پارلمان په واسطه نور ښه لاری د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره پیدا سی، او پاکستان په یو صادقانه تګلاری سره، په افغانستان کی سولی او ثبات روند سره مرسته وکړی او تروریستی جریانات د سولی مذاکراتو میز باندی کابل کی حاضر کړی؛ خو آیا د پاکستانی هیات مقصدونه هم د هغوی د خبرو په شان صادقانه او خیرخواهانه دی او ددواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره دی؟
د ټوله هغه پوښتنی دی چی ددی مخکی د ناظرانو له لوری، مطرح سو یدی او منفی ځواب لاسته راوړی دی؛ ځکه پاکستان د هغه خبرو برخلاف چی کوی یی، ښه عمل د ځانه نه ښیی.
پاکستان د افغانستان په وړاندی او ددی هیواد قضایایو سره په برخورد کی، صادق نه دی؛ ځکه چی د تروریزم څخه ملاتړ کوی او په دی لاره کی خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلی، د افغانستان مهاجرانو څخه وسیله ایز ګټه اخلی او د کابل سره په تنش کی، مهاجران زوروی، خپل مرزونه د افغانستان سره د ټولو قراردادونو په شتون تړی، افغان تاجران د سختو ترانزیتی قیدونو لاندی قرار ورکوی او هغوی ته اقتصادی زیان واردوی او بد تر ټولو چی د تروریزم سره د مبارزی په بهانی سره، د افغانستان خاوری باندی تیرۍ کوی او د افغانستان ارضی تمامیت او ملی حاکمیت صریح نقض سره، پراخ سیمی د افغانستان په خاوره کی، خپل راکتونو لاندی قرار ورکوی.
په داسی شرایطو کی څنګه کولای سو چی د پاکستان پارلمانی هیات سفر څخه و افغانستان ته خوشبینه واوسو او دهغه ناهیله کوونکی ځواب شتون سره چی کابل د اسلام آباد څخه په دی برخه کی لاسته راوړی دی، څنګه ددی مقاماتو سفر معقوله توجیه کړو؟!
ددی ټولو سره سره د صاحب نظرانو په باور، هغه څه چی ددی ځلی نوی دی د پاکستان پارلمانی هیات سفر و افغانستان ته دی چی تراوسه نه وو آزمویل سوی.
یو بل موضوع چی دی سفرته مثبت هیلی پیاوړۍ کوی، دادی چی په پاکستان کی، د افغانستان برخلاف، پارلمان یو قدرتمند، باصلاحیت او مشروع نهاد دی چی کولای سی د حکومت پر سیاستونو باندی د هر لوری نظر ولری او خپل قدرت څخه په ګټی اخیستنی سره خپر نظر حکومت باندی قبول کړی.
بله مهم نکته، پاکستانی لوړپوړۍ هیات ترکیب په سفر کی کابل ته راغلی دی چی په هغه کی، د پاکستان کابینی څخه نمایندګان او مختلف ګوندونو نمایندګان چی دهغه هیواد حکومت ساختار کی لاس درلود، حضور درلودله او په دی ترتیب، پاکستان پارلمانی هیات لکه څنګه چی ادعا کړی، ددواړو هیوادونو اړیکو د ښه والی لپاره نوۍ لاره رامنځته کړی؛ که څه هم لیری خبره ده چی ځواک او آی اس آی په نهایت کی، دا اجازه ورکړی!
https://avapress.com/vdcexw8zvjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته