کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مقدس جهاد؛ نامقدس انګیزی!

13 ثور 1396 ساعت 17:02


جهاد په لغات کی د جهد کلمی څخه اخیستل سوی دی چی د فتح په معنی او د جیم په ضم سره د قدرت او مشقت او سختی په معنی راغلی دی او اجتهاد، ډیر هڅه د یو شی د لاسته راوړلو په معنی؛ خو په  دین او شریعت کی دوه ډوله تعبیر لری.
یو خاص تعبیر چی مقصد یی بی نهایته هڅه او تلاش په قتال او جنګ کی د کفارو او طاغیان سره دی او بل عام تعبیر دی چی زموږ بحث پوری کوم ربط نه لری؛ نو همدی لپاره د راوړلو څخه ډډه کیږی.
کلمه مجاهد هم د جهد څخه اخیستل سوی دی او په حقیقت کی د جهاد کوونکی په معنی دی؛ یعنی هغه مسلمان چی خپل ځان او مال څخه د خدای تعالی دین په لاره کی جهاد کوی او دین څخه دفاع کوی او په دی لاره کی ډیرو سختیو سره مخ کیږی.
جهاد د اسلام مبین دین کی یو واجب کفایی دی او هر وخت چی یو اسلامی هیواد تر کفارو هجمی لاندی قرار ونیسی، پر ټولو مسلمان امت باندی واجب دی ترڅو د اسلامی سیمی او مسلمان امت څخه دفاع وکړی؛ خو هغه څه چی دی، دا کفایی وجوب یا واجب والی دی او هر وخت چی مسلمان تر تعرض یا تیرۍ لاندی قرار ونیسی په خاص هیواد او سیمه کی خپل دفاع توان ولری، د جهاد وجوب په هیواد کی دساکنو مسلمانانو څخه نورو مسلمانانو ته سرایت نه کوی او په حقیقت کی په هغه هیواد کی همغه شمیر مسلمانان د جهاد لپاره کافی دی.
اوس لوړ مقدمی ته په کتو سره د افغانستان خلګ د څوارلسو متوالی کلونو په ترڅ کی د نړۍ قدرتمنده ځواک په وړاندی مقدس جهاد د ځانه شکاره کړی دی؛ هغه جهاد چی څوارلس کاله اوږده سوه او لږ څوک دا ګمان کوله چی دا جهاد دی بریالیتوب ته ورسیږی او د افغانستان فقیر او خوار خلګ وکولای سی داسی قدرت او دولت ته ماته ورکړی چی د هغه د ماتی آواز د نړۍ په سطحه افسانی ته ورته دی تر حقیقت پوری!
د افغانستان خلګو جهاد په اړه خبری ډیر بیل دی او د مولانا په تعبیر سره؛ هر یو خپل فکر څخه د هغه په اړه لیکی؛ خو داسی په نظر رسیږی چی د افغانستان خلګو جهاد په اړه خبری کول آسانه کار نه وی؛ یا لااقل دا ایجابوی چی د افغانستان خلګو جهاد ته باید د یو بعد یا زاویی څخه ونه کتل سی؛ بلکه باید دا پدیده د ډیرو بعدونو او زاویو څخه تر څیړنی لاندی ونیول سی او مسائل سره بیل سی؛ تر څو ددی مقدس جهاد تشکیل کوونکو عناصرو یو عنصر سره ستم او جفا ونه سی او له بل لوری د انحرافی او افراطی لارو څخه هم ډډه وسی.
حقیقت دادی چی د افغانستان خلګو جهاد د ختیځ ابرقدرت په وړاندی برحقه جهاد وو او ددی جهاد په برخه کی لږ شک هم نسته؛ ځکه زموږ مسلمان خلګ د هغه رسالت او دینی او ملی دندی په اساس چی یی درلودل، معقول او مشروع دفاع باندی د پخوانۍ سور شوروی پوځ په وړاندی ودریدل او په دی لاره کی څوارلس کاله سرسختانه مقاومت وکړ.
نو د افغانستان خلګو مقدس جهاد کی هیڅ شک هم نسته؛ خو شک زموږ هیواد جهاد کوونکو ماهیت او کیفیت کی دی چی باید بیل سی او ځینی حقیقی جهادکوونکی وپیژندل سی او د مجاهدینو لقب هغوی ته د خدای په لاره کی ورکړل سی؛ لکه څنګه چی خپله خدای تعالی ج دا لقب دوی ته ورکړی دی.
نو هغه کسان د افغانستان په جهاد کی حقیقی او واقعی حسابیږی چی بیله کوم مادی او دنیایی ګټو ته په کتو سره او خپل شرعی او وجدانی مسئولیت احساس په اساس سلاح اخیستۍ دی او د اسلام او ځان او خپل مال او خپل مسلمان وړونو دفاع په مقصد، د قوی دشمن په وړاندی ودریدل او بیله کوم بیره او هراس د ایمان او خدای او جزا ورځی باندی په ایمان سره، ټوله څوارلس کلونه، جهاد او مبارزی ته دوام ورکړ.
د لوړ دستی په وړاندی، په مجاهدینو کی داسی کسان هم وو چی لومړۍ سر څخه په پاک نیت دا جهاد ته نه وو داخل سوی او د همغه سر څخه د دنیا غوښتنی سودا یی په فکر کی ګرځیدل. داسی کسان چی شمیر یی هم لږ نه وو، کولای سو هغه مشران او رهبران هم وشمیرو چی د همغه سر څخه د هغوی اصلی مقصد قدرت او منصب او حکومت ته رسیدل وو.
خو د لوړ دوو دستو او ډلو ترمنځ داسی کسان هم وو چی ډوډی د ورځی په نرخ خوړله او شرائطو په کتو سره د سکولارانو په شان د مجاهدینو او شهیدانو وینی برکت څخه مال او منال او منصب ته رسیدل او د مسلمانانو بیت المال خپل بیت الحالی باندی خپل زامنو لپاره بدل کړی دی!.
نتیجه داچی د جهاد او مجاهد په څیړلو او تحلیل کی په افغانستان کی، اړتیا سته چی ډیر دقت وسی او نظر ورکول سی؛ ځکه چی بیله هغه صحیح لاره نه پیدا کیږی او مجاهدین د غیری مجاهدینو څخه نه تشخیصیږی.


د مطلب کود: 142217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/142217/مقدس-جهاد-نامقدس-انګیزی

آوا
  https://www.avapress.com