دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 142350
افغانستان؛ د وړونو د سولی او جنګ سلسله
ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی ګوند مشر د ریاست جمهموری په ماڼۍ کی د پنجشنبی په ورځ په خپلو خبرو کی د طالبانو څخه وغوښتل چی د سولی روند سره یوځای سی او ددی ډلی غړۍ وړونه خطاب کړ.
هغه اظهار درلود: راغلۍ یو چی بیله کوم قید او شرط د هغه کسانو سره هملارۍ سو چی په هیواد کی سوله غواړی.
غواړو چی دا بدبخت جنګ چی قربانی یی افغانان دی او یواځی د افغانانو کور پکښی خرابیږی خاتمه پیداکړی.
ښاغلی حکمتیار وویل: طالبان وړونه دی. په طالبانو کی هم ښه او هم بد شتون لری. که څوک ددی خبری څخه انکار کوی، لویه جفا به وی.
حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر هم وویل: زه هغوی(طالبان) سر د نن څخه وطنداره وړونه خطابوم.
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس وویل: ددی لپاره چی هم ستاسو توصیه پرځای سوی وی او هم موږ په دی برخه کی د پوره قانع کیدو زمینه ولرو، ستاسو په اجازه هغوی(طالبان) د حکمتیار صاحب وړونه بولم.
کارپوهان وایی چی د اسلامی ګوند مشر اظهارات د طالبانو په ورور خطاب کولو سره د طالبانو شکاره جنایتونو ته په کتو سره چی دا ډله ترسره کړی دی او هم اوس د استمرار او تکرار په حال کی دی، پراخ اندیښنو ته د حکمتیار حضور و قدرت کی، لمن وهی او د افغانستان په وړاندی غیری قابل او مبهم راتلونکی قرار ورکوی.
کرزی هم چی د طالبانو تروریستانو برید وروسته چی پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندی ترسره کړي وو او د ۱۵۰ کسانو د شهید کیدو لامل سو، ددی ډلی ورور خطابولو څخه بیزاری ښودلۍ وو، پرون د ګلبدین حکمتیار څخه د ښه راغلاست په مراسمو کی یو ځل بیا دا ډله وړونه خطاب کړ او په دی ترتیب، د منتقدانو په باور، د طالبانو وړونو جبهه په ارګ ماڼۍ کی او د نظام په دننه کی، د هر وخت څخه پیاوړۍ سو. دا همغه څه دی چی د افغانستان راتلونکی اندیښنه ډیروی او د قدرت سخت قومی کیدو خطر ډیروی.
پوهان وایی چی د طالبانو ورور بلل، د هغه میلیونونو کسانو په حق کی ظلم دی چی د ۲۰ کالو راهیسی ددی ډلی مستمر جنایتونو څخه په ټول افغانستان کی، زیان لیدلی دی او متاثره سوی دی؛ ځکه چی دا عمل په شکاره ډول سره ددی ډلی جنایتونو باندی سرپوښ ږدی او ددی ډلی ټول جنایتونه د مظلومانو په وړاندی نادیده نیسی او ددی قربانیانو مشروع حقوق د معرض وړونو معاملی ته قرار ورکوی.
دا په داسی حال کی دی چی د منتقدانو په باور، هغه کسان چی د افغانستان خلګو په نمایندګی، طالبان وړونه خطابوی، لومړۍ دی ته اړتیا لری چی د عدالت په وړاندی خپل بیګناهی د بیګناه قربانیانو په وړاندی ثابت کړی او ترڅو چی دا نه وی ثابت سوی، هغوی ددی حق نه لری چی د قربانیانو او د افغانستان خلګو په نمایندګی د نورو جنایتونه وبخښی او تروریستانو ته امتیاز ورکړی.
له بل لوری، طالبان څنګه وړونه دی چی د پاکستان او تروریزم نور ملاتړ کوونکو څخه سلاح او پیسی ترلاسه کوی تر څو د افغانستان خلګ ووژنی، زموږ ځمکه په وینو ډک کړی، ښارونه خراب کړی او زموږ امنیتی ځواکونه د سل کسیزو په مقیاس د جمعی ورځی په لمانځه کی په بی رحمۍ سره په شهادت ورسوی؟ آیا هغه کسان لکه حکمتیار او کرزی چی طالبان وړونه بولی، په دی اړه هم د خپل وړونو پر ځای د خدای، تاریخ، عدالت، خلګ او خپل وجدان په وړاندی ځواب ویونکی وی؟
که طالبان د حکمتیار او کرزی وړونه دی، ولی نن کرزی او حکمتیار د افغانستان دولت سره په سوله او سازش کی دی، په داسی حال کی چی په هغه لوری کی وړونه یی د دولت او خلګو په وړاندی وسلی اخیستۍ دی او هره ورځ د وینی حمام جاری کوی؟ افغانستان ترکومه د وړونو د سولی او جنګ سلسله وی؛ ځینی وړونه په جنګ کی دی او ځینی هم په سوله کی دی او دا د افغانستان بی دفاع خلګ دی چی ددی وړونو د جنایتونو قربانی کیږی.
https://avapress.com/vdcamun6w49nye1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته