دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 142641
د فساد سره مبارزه که د رقیب سره مقابله؟
د هیواد ځینی سناتوران د ولسمشر پرون اظهاراتو په لړ کی چی په هیواد کی د فساد په اړه وویل چی ښاغلی غنی د فساد په اړه په حکومت کی سلیقه ای عمل کوی.
ښاغلی غنی د دوشنبی په ورخ د اروپا اتحادیی په ناسته کی د افغانستان اداری فساد په اړه، د داخلی وزارت په حکومت کی د فساد زړه وبلل.
همدارنګه، ښاغلی غنی وویل چی په خارجه وزارت کی ځینی تقررات د اړیکو په اساس صورت نیسی.
خو د سنا مجلس غړۍ وویل چی ښاغلی غنی د فساد په اړه په حکومت کی سلیقه ای عمل لری او نورو اداراتو څخه سترګی پټی کړی دی.
محمد علم ایزدیار: د سنا مجلس ارشد غړو څخه وویل: موږ کافی شواهد لرو چی فساد د ریاست جمهوری څخه نیولی تر ټولو حکومتی اداراتو پوری شتون لری؛ خو ولسمشر غنی غیرعادلانه او سلیقه ای ډول سره د ځینو اداراتو نوم اخلی چی په دی اداراتو کی فساد شتون لری.
ښاغلی ایزدیار زیاته کړه چی دا عمل د ولسمشر دا پوښتنه منځته راوړونکی دی او شکاره کوی چی د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف شتون لري.
کارپوهان هم د سنا مجلس دی غړو اظهاراتو په تایید سره وایی چی په حکومت کی دوه یا څو وزارت خانو نشانی کول د فساد زړه په حیث، مخکی تردی چی د فساد سره مبارزی برخه کی یوملی او فراجناحی نظر شکاره کوونکی وی، تنګ نظری، سیاسی برخورد او سلیقه ای او هڅه د رقیب سره مقابلی لپاره د حکومت په دننه کی دی او یو د هغه زیانونو څخه چی د فساد سره مبارزی ثمربخشه کیدو مانع ګرځیدلی دی، همدا کار او امر دی.
د څیړونکو په باور، دا چی ښاغلی غنی راسآ داخلی او خارجه وزارتونه تر لفظی برید لاندی قرار ورکوی او هغه په پراخ فساد سره او په اړیکو باندی حاکمیت باندی تورنوی، عملآ شکاره کوی چی هغه په هر دلیل سره، یا هم فساد په نورو اداراتو کی نه دی لیدلی او یا هم نه غواړی چی ووینی.
په هر دواړو صورتونو کی، نتیجه یو دی او هغه داچی د فساد سره مبارزه په افغانستان کی، د بندون سره مخامخ کیږی.
کارپوهان په دی برخه کی نورو نهادونو ته لکه دفاع وزارت ته اشاره کوی؛ هغه نهاد چی عملآ د ځینو مهرو اشرف غنی ته منسوب پواسطه، رهبری کیږی؛ خو ډیر درانده ادعاوی ددی نهاد فساد په اړه شتون لری او که څه هم ددی ټولو ادعاوو قطعی صحیح والی باندی حکم نه سو کولای؛ خو بیله شکه، هر یو ددی ادعاوو څخه په خپل ځای کی د څیړنی او ارزونی وړ دی.
د مثال په توګه، د افغانستان بیاجوړونی خاص څیړنی اداره د امریکا له لوری د سیګار په نامه، ډیروختونه په خپل ګزارشونو کی، د زرهاوو خیالی سرتیرو، اختصاصی دارییو تاراج د دفاع وزارت پوری مربوط نهادونو بیاجوړونی لپاره او د ځواکونو تسلیحاتو غیری قانونی خرڅونی د فاسد قوماندانانو له لوری و طالبانو او نورو تروریستی ډلو ته، خبری کړی دی.
لیری خبره ده او نه سی کیدلای چی دا ادعاوی په لومړۍ سر کی تایید او یا رد کړل سی؛ خو یو وار هم ګزارش نه دی سوی چی دولت د ښاغلی غنی په مشری ددی ادعاوو د شفاف سازی په مقصد د څیړنی دستور صادر کړی وی.
په دی حساب، څنګه کولای سو یو نهاد او یا هم دوه نهادونه په حکومت کی د فساد زړه وبولو او په یو اړخیزه ډول، داسی ګمانونه او اخذونه منځته راوړل سی چی د فساد سره مبارزی پروسی سره مرستی پرځای، د نورو فساد رامنځته کیدو لامل او د اصلی مقصد تحقق څخه مانع په دی لاره کی سی؟
صاحب نظران وایی چی که د ښاغلی غنی خبرو څخه د سناتورانو اخذ، صحیح وی، هغه هم فساد ته سیاسی او قومی نظر لری او دا همغه څه دی چی د فساد او مافیا او ختلاس او نورو فاسدو حلقاتو پیاوړۍ کیدو لامل کیږی.
یو له بل یو اړخیزه او قومی نظر مخاطراتو څخه د فساد په اړه، ددو طیفونو په منځ کی د جاری سیاسی تضادونو باندی لمن وهل دی چی هر طیف هڅه کوی چی د بل طیف قدرت او نفوذ او اعتبار ضعیف کړی او په دی توګه، خپل ځان په لوړ ځای کی قرار ورکړی. په دی حساب سره، شکاره خبره ده چی په دی منځ کی یواځنۍ مقصد، چی ترسره به نه سی، خپله فساد سره مبارزه دی.
https://avapress.com/vdcdox0ffyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته