دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 142735
د اسلام نړۍ رسنۍ د صهیونیستی رژیم په وړاندی ودریږی
د فلسطین سفیر په پاکستان کی په یو مراسمو کی د اسلام نړۍ څخه وغوښتل چی د صهیونیستی رژیم فشارونو سره مقابلی لپاره، ددی رژيم په وړاندی خپل رسنیزی ظرفیتونو او توان څخه حداکثره ګټه واخلی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی دایرنا څخه په نقل سره، ولید ابو علی د یو مراسمو په لړ کی د صهیونیستی رژیم په بندیخانو کی د فلسطینی بندیانو غذایی اعتصاب په اړه وویل: د فلسطین بندیان د اسرائیل په بندیخانو کی د آوریل میاشتی ۱۷ نیټی څخه یعنی یو میاشتی مخکی د صهیونیستی ځواکونو بد چلند په وړاندی غذایی یا خوړو اعتصاب ته مخه کړی.
هغه وویل: اسرائیل د اسلام په رسنیو کی د قوی توان څخه برخمن دی او همدا کار فلسطینیانو ته د زیان لامل ګرځی په داسی حال کی چی اسلامی امت وحدت او د اسلام نړۍ رسنیو ظرفیتونو  څخه سمه ګټه اخیستنه کولای سی د فلسطینیانو مشکل حل کړی.
د فلسطین سفیر ټینګار وکړ: که د اسلام نړۍ وویشل سی نو په نتیجه کی به فلسطینیان وبایلی او اسرائیل وګټی.
هغه په دی باور دی چی صهیونیستی رژیم د پیچلو توطئو په جوړولو سره اسلامی هیوادونه په داخلی خارجی مشکلاتو باندی اخته کړی دی نود همدی لپاره دا هیوادونه نه سی کولای د فلسطین پر مسئله باندی تمرکز وکړی او د فلسطین مسئلی لپاره سره متحده سی.
ولید ابوعلی وویل: ولی القاعده او داعش او طالبان د اسرائېیل په وړاندی کوم اقدام نه ترسره کوی، په داسی حال کی چی اسرائیل لاسونه یی د مسلمانونو په وینو رنګ دی.
هغه ټینګار وکړ: صهیونیستی رژیم د فلسطین خلګو په وړاندی شکاره جنایتونه ترسره کړی دی او د بشرحقوقو نقضوونکی دی خو بین المللی ټولنه ددی وضعیت په وړاندی چوپ دی او خپل سترګی د فلسطین خلګو رنج او درد په وړاندی تړلی دی.
د فلسطین سفیر په پاکستان کی زیاته کړه: بین المللی ټولنه ځان د غزی دوو میلیونو کسانو د رنج او دردونو په وړاندی کوڼ او روند کړی او خپل غوږونه د فلسطین خلګو رنج او مظلومانه افغان غږ خبری آژانسز په وړاندی تړلی دی.
هغه د پاکستان رسنیو او خبرنګاری ټولنی څخه وغوښتل چی د فلسطین خلګو بالخصوص ښځو او کوچنیانو خراب وضعیت په مطرح کولو سره د صهیونیستی رژیم ظلم په وړاندی ډیر اقدامات ترسره کړی.
د فلسطین سفیر د فلسطین مقاومت مشرانو ترمنځ هر ډول اختلاف خبری رد کړ او وویل: ټوله فلسطینیان د خپل هیواد آزادولو لپاره د بیت المقدس په پایتخت باندی متحده دی.
هغه د سازمان ملل بی توجهی څخه په نیوکی سره د امنیت شورا قطعنامو په وړاندی د فلسطین مسئلی په اړه، وویل: سازمان ملل د نړیوالو قدرتونو په وړاندی چی د اسرائیل ملاتړ کوونکی دی ناکامه پاته دی.
ولید ابو علی وویل: د ۶۵۰۰ فلسطینیانو په شاوخوا بیله دی چی محاکمه سی د اسرائیل تر بند لاندی قرار لری.
یادونه کیږی چی صهیونیستی رژیم د ۱۹۴۸ کال می میاشتی په ۱۴ د موجودیت اعلان وکړ او یو ورځی وروسته یعنی د می ۱۵ د نکبت ورځی په نامه یاد سو.
https://avapress.com/vdchxinzm23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته