دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 143043
په افغانستان کی د مخدره توکو سره د مبارزی لپاره د ګاونډیانو برخه
هغه ولایتونه چی د مخدره توکو څخه خالی بلل کیده، بیرته د کشت لاندی راغلی دی.
جاوید قایم؛ د مخدره توکو سره د مبارزی وزارت معاون وایی چی افغانستان د مخدره توکو سره مبارزی پروسه کی نه بریالی او برسیره پردی ګاونې هیوادونه هم په دی پروسه کی مرسته نه کوی.
هغه د سه شنبه په ورځ، د (درس های آموخته شده و دیدګاه آینده) تر نامه لاندی ناسته کې په کابل کې وویل چی د ګاونډیانو مرسته نه کول د افغانستان سره د مخدره توکو سره مبارزه کی صدمه رسولې دی.
هغه زیاته کړه چی لومړنۍ ګزارشونه شکاره کوی چی ډیر زمینی په افغانستان کی د مخدره توکو د کشت لپاره منځته راغلی دی. تولید به لوړ ولاړ سی، هغه ولایتونو چی د مخدره توکو څخه خالی بلل کیدل، بیرته د کشت او کرنی لاندی راغلی دی.
هغه امنیتی ګواښ، په دی برخه کی د کافی مرستی نه شتون، تروریستی فعالیت، سازمان یافته جرایم او د قانون د حاکمیت نه شتون د مخدره توکو سره د مبارزی په لاره کی لوی خنډونه بولی.
ښاغلی قایم وویل چی د مخدره توکو تولید د افغانستان داخلی موضوع نه ددی؛ بلکه ترافیک، قاچاق او د مخدره توکو د تقاضا او غوښتنی ډیروالی په بازار کی په افغانستان کی د تولید د ډیریدو لامل سوی دی.
کارپوهان هم وایی چی افغانستان سربیره پردی چی د غلطو سیاستونو په شتون، بد امنیتی وضعیت، تروریزم سلطه، خارجی ځواکونو حضور او د هغوی پوښتنه منځته راوړونکی کارنامه د مخدره توکو لیږد او تولید او کرنه کی، د قانون حاکمیت نه شتون، فساد، مرکزی حکومت ضعف او... په سیمه او نړۍ کی د مخدره توکو اصلی تولید کوونکی بلل کیږی؛ خو دهغه خلګ، یواځی ددی موادو قربانی نه دی او ګاونډۍ او سیمه ایز او نړیوال هیوادونه هم د مخدره توکو زیان مخی ته قرار لری.
بنا پردی، د مخدره توکو تولید او قاچاق او کشت څخه مخنیوۍ او لوی مافیایی او مخوف باندونو انهدام چی په دی تور او انسانی ضد تجارت کار کی قرار لری، یواځی د افغانستان دولت او امنیتی ځواکونو مسئوولیت نه دی او د هغه لویو مشکلاتو له امله چی په دی لاره کی شتون لری، عملآ د هغوی د توان څخه هم خارج دی.
دا په داسی حال کی دی چی د پوهانو په باور، سیمه ایز او ګاونډۍ هیوادونه، د مخدره توکو سره مبارزی لپاره لوی پوتانشیل درلودونکې دی د افغانستان په نسبت او که هغه امکانات او سرچینی چی هغوی خپلو مرزونو ته د مخدره توکو دداخلیدو څخه مخنیوی لپاره استعمالوی، یواځی په افغانستان کی د مخدره توکو تولید او کشت سره مبارزه کی ولګی او په دی لړ کې د افغانستان دولت او ظرفیتونو او سرچینو سره همکاری ته وارد سی، بیله شکه، ددی بین المللی لوی بحران څخه لوی برخه، مهار او له منځه به ولاړ سی.
د نمونی په حیث، کارپوهان تصریح کړی چی روسیه د افغانستان د مخدره توکو اصلی قربانیانو څخه دی.
له بل لوری، د روسی مقاماتو مکرر نیوکی د غربی نظامی ځواکونو کارنامو او تګلارو څخه د مخدره توکو سره مبارزه په افغانستان کی، د تیرو کلونو په لړ کی، ددی شکاره کوونکی دی چی روسان په داسی ډول تصور کوی چی یو دهغه سلاحوو څخه چی غرب د روسیی په وړاندی ځینی ګټه اخلی د افغانستان مخدره توکی دی.
صرف نظر ددی څخه چی ځینی ادعاوو په اساس چی شتون لری، د افغانستان مخدره توکو تولید او صدور څخه لاسته راغلی میلیاردونه داره عواید، هغه غربی هیوادونو جیبونو ته چی په افغانستان کی نظامی ځواک لری لکه آمریکا او انګلیس، ځی که نه، دا احتمال هم شتون لری چی په افغانستان او پاکستان او د میانه آسیا ځینو برخو کی تروریستی فعال ځواکونه، عملآ په افغانستان کی د مخدره توکو قاچاق او تولید څخه ګټه مند دی او له دی لاری، مالی تامین او تغذیه کیږی.
په دی حساب سره، په دی کوم شک نه پاته کیږی چی په افغانستان کی د مخدره توکو تولید نن د نړۍ ثبات او امنیت ته خطر رامنځته کوی، د داعش او نورو تروریستی ډلو خطر څخه کم نه دی؛ خو ددی دوو توپیر په دی کی دی چی د تروریزم څخه خطر، مشخص، لنډ مدته او د سنجش او ارزونی وړ دی او په نتیجه کی، هغه غبرګون چی رامنځته کوی هم مشخصه ده؛ خو د مخدره توکو څخه خرابوونکی آثار، پټ، اوږد مدته، خزنده، تدریجی او د اندازی وړ نه دی او په همدی اساس، لږ توجه او ارزښت ورته ورکول کیږی.
دي مسایلو ته په کتو سره، اوس ددی وخت رسیدلی دی چی افغانستان د مخدره توکو سره مبارزی حقیقی همکاری فضا رامنځته کونی لپاره، د مخدره توکو سره مبارزی بین المللی ائتلاف رامنځته کونی سره په افغانستان کی، د سیمه ایزو او ګاونډیانو فعال او مستمر مشارکت سره عمل دګر ته وارد سی او په دی ترتیب، د افغانستان د مبارزی درانده والی څخه یو څه کم سی او هم ددی نړیوال بحران د مخنیوی لپاره موثره کار ترسره سی.
https://avapress.com/vdcayen6e49nyw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته