دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 143520
د بحرین محکمی حکم سیاسی او حقوقی ابعاد د آیت الله عیسی قاسم په اړه
تیر میلادی کال ژوئن میاشت کی د بحرین د شیعیانو مشر او عالی دینی مرجعیت آیت الله عیسی احمد قاسم سلب تابعیت کولو سره د حکومت اقدام وروسته، په نتیجه کی د بحرین جنایی محکمه د شیخ عیسی قاسم حکم تیره ورځ(یک شنبه ۳۱ ثور) صادر کړ.
د بحرین جنایی محکمی د حکم له مخی شیخ عیسی قاسم د پولشویی او خارجی منافعو ته خدمت او فرقه ای خشونت او تاوتریخوالی پراخولو په تور، یو کال تعلیقی حبس او د ۱۰۰ زره دینارو جریمی ورکړی باندی محکوم سو چی د ۲۶۵ زره دالره سره برابر دی.
په ادامه کی د بحرین جنایی محکمه اعلان کړ، ټول اموال او خلګو وجوهات او خمس، د شیخ عیسی قاسم بانکی حسابونو کی د دری میلیونو او ۳۶۰ بحرین دینار او دوه شخصی ملک به مصادره سی.
پراخ داخلی او سیمه ایز نیوکی
د شیخ عیسی قاسم د حکم په اعلانیدوسره، هغه هم هغه اتهامات چی هغه مخکی هم هغه رد کړي وو، پراخ اعتراضاتو موجونه او پراخ داخلی او خارجی محکومیتونه د بحرین قضایی دستګاه په وړاندی، ددی هیواد حاکم نظام او آل خلیفه، پر بحرین باندی حاکم کورنۍ په وړاندی رامنځته سوه.
د شیخ قاسم د حکم صادریدو سره مخالف یا معترض کسان، په بیلابیلو بیانیو کی خپورکړ، او پردی هیواد باندی حاکم نظام او آل خلیفه ته ددی حکم پیامدونو او راتلونکو په اړه سخت هشدارونه ورکړ.
د شیخ قاسم په وړاندی صادر سوی حکم شرعی او حقوقی ابعاد
په دی منځ کی ځینی موسسات او مدنی ټولنی نهادونه او بحرین حقوقی فعالان، ددی هیواد جنایی محکمی له لوری صادر سوی حکم په وړاندی سخت اعتراض وکړ، لاندی حقوقی او شرعی تحلیلونه د هغه لپاره ارائه کړه او د بحرین جنایی محکمی حکم نافذ والی تر پوښتنی لاندی راوړ.
اول: د اموال او وجوهاتو مصادری حکم چی د خمس څخه په لاس راغلی دی، د معاهداتو او اساسی قانون نقض او دین او مذهب د آزادی سلب بلل کیږی.
دوهم: د خمس څخه لاسته راغلی وجوهاتو او اموالو مصرف ځای کاملآ مشخص دی او شرعی حکم په دی اړه صراحت لری، نو د اموالو مصادره د امام علیه السلام شرعی حق باندی تیرۍ دی.
دریم: د پولشویی تور انتساب عالی دینی مرجعیت او یو هیواد انقلاب مشر ته او دهغه تایید د جنایی محکمی له لوری د بحرین ټولو سرو خطونو څخه تیریدل دی او د شیخ قاسم مذهبی شان او انقلابی ځایګاه ته شکاره جسارت بلل کیږی.
د جنایی محکمی حکم مضامینو کی خطراتو ته هشدار
د بحرین جنایی محکمی صادر سوی حکم سره سم، ځینی ډلی او اسلامی جمعیتونه هم د صادر سوی احکامو قانونی او حقوقی مضامینو څیړلو باندی پیل کړی او نسبت هغه خطراتو ته په لاندی شکل هشدار ورکړی دی.
اول: که د محکمی له خوا ټاکل سوی پیسی یعنی ۱۰۰ زره بحرینی دینار په شپږو میاشتو کی ورنه کړل سی، مصادره سوی اموال به، د حبس حکم به تنفیذ سی.
دوهم: تر هغه ځایه چی د آیت الله عیسی قاسم تابعیت سلب د اخیر محاکمی څخه مخکی صورت نیولی وو، نوی حکم تنفیذ او نوی حکم صادریدو امکان احتمال د هیواد تابعیت نه درلودلو له مخی هم ډیروی.
دریم: د حکم نه تنفیذ د دری کالو په موده کی په دی معنی دی چی په دی وخت کی که هغه وجوهاتو لاسته راوړنی باندی اقدام وکړی، ددی اقدام جرم بلل کیدو له امله، د حبس حکم به همغه وخت تنفیذ سی.
څلورم: د محکمی ادعا ددی لپاره چی وجوهات او مصادره سوی اموال خیریه اعمالو مصرف ته به ورسیږی، په دی معنی دی چی نظام په اموالو او املاکو کی د دخل او تصرف تام اختیار لری.
د شیخ عیسی قاسم محکومیت پیامدونه
بیله شکه د شیخ عیسی قاسم محکومیت د بحرین جنایی محکمی له لوری ډیر پیامدونه به ولری نه یواځی د بحرین په داخلی برخه کی، بلکه د اجتماعی او سیاسی او دینی او مذهبی مقام نفوذ په دلیل چی هغه لری، سیمه ایز عرصه او حتی بین المللی صحنه هم ددی اقدام پیامدونو څخه متاثره کیږی.
د بحران پیچلتیا او اوضاع تشدید
ددی اقدام لومړي پیامد باید پردی هیواد باندی حاکم بحران شرایطو پیچلتیا او سیاسی او امنیتی اوضاع تشدید کی باید ملاحظه سی. بالطبع دا شرایط به د نظام او اعتراض کوونکو هر ډول مذاکره او خبری اتری د سیاسی حل لاری ته رسیدو لپاره لاری وتړی.
د مذاکری او خبرو اترو بسترونو له منځه تلل، هغه سیاست ته په کتو سره چی حاکم نظام د انقلاب په سر کی د معارضانو په وړاندی اتخاذ کړي، انقلابیون او معارضانو راوړلو لاره د خشونت او تاوتریخوالی باندی به هموار کړی.
د نظام مخ څخه توری توړل د شیعیانو په وړاندی
د بحرین شیعیانو اجتماعی او سیاسی او دینی شخصیت شیخ عیسی قاسم محکومیت نه یواځی شیعه اوسیدونکی باندی د نظام کینی او بغض شکاره کوونکی دی، بلکه د نظام مخ څخه توری تړلو باندی ټینګار ددی طایفی په وړاندی چی په بحرین کی اکثریت تشکیلوی او د هغوی به وړاندی داخلی جنګ اعلان دی.
انسانی ارزښتونو او بشری حقوقو مرګ
هغه قتل او وژنی او تابعیت سلب او حبس او شکنجه او آزار سیاست چی حاکم نظام د بحرین شیعیانو په وړاندی اتخاذ کړۍ، د برابری، مساوات،اجتماعی عدالت، آزادی او دموکراسی په شان حقوقی او ارزښتون مرګ په معنی دی چی د بحرین خلګ د لاسته راوړنی لپاره د ۲۰۱۱ کال فوریه ۱۴ څخه قیام کړی دی.
په دی ترتیب سره، پر بحرین باندی حاکم نظام هڅه کوی، شیعیان بی هویته او هر ډول مدنی حقوقو او بشری حقوقو نه درلودونکی طایفی باندی بدل کړی او ددی طایفی کسانو تابعیت سلب سره او د نظر وړ کسانو او ډلو ته د تابعیت ورکړه، د بحرین جمعیتی ساختار خپل ګټی په لور وړی.
د شیخ قاسم حکم صادریدو همزمانه واقع کیدل د ترامپ سفر او سعودی نظامیانو داخلیدو سره
هغه څه چی د شیخ عیسی قاسم محکومیت موضوع کی پوښتنه منځته راوړونکی دی، د بحرین د حکم صادریدل د دونالد ترامپ سفر سره او بحرین ته د سعودی نوی نظامیانو داخلیدو د وخت سره همزمانه کیدل دی.
ددی درو کارونو ترسره کیدل په یو وخت کی د عربی مرتجعو رژیمونو لکه بحرین او عربستان مقاصدو او اهدافو څخه نوی حقایق پورته کوی او د هغوی نقشی څخه د سیمی شیعیانو په وړاندی خبر ورکوی.
په لومړۍ سر کی باید یادونه وکړو، چی د شیخ عیسی قاسم حکم صادریدل او ترامپ سفر او همدارنګه بحرین ته د سعودی عربستان نوی نظامیانو داخلیدلو وختونو همزمانه کیدل، د بحرین نظام د آمریکا او عربستان شنه څراغ په شکاره کولو سره د بحرینی انقلابیونو سرکوب په وړاندی نوی فاز یا حالت اختیار کړی دی.
له بل لوری، دا همزمانه کیدل شکاره کوی، د بحرین رژیم د آمریکا او سعودی عربستان په ملاتړ د اوسیدونکو سرکوب څخه ګته اخلی.
همدارنګه دا همزمانه کیدل یو ځل بیا، آمریکا لاس درلودل د سیمی شیعیانو قتل او وژنه کی او د سعودیانو لاسونو لړل توب د هغوی په وینو ثابتوی. بالطبع هغه څه چی په سوریه او عراق او یمن او بحرین او په تازګی سره د العوامیه په سیمه کی جریان لری، ټوله د مقاومت محور سره مقابلی طرحی چوکات کی د ارزونی وړ دی.
ددی تقابل نوی فاز شروع اعلان کولای سو د ترامپ سفر څخه و سعودی عربستان او سیمه ایز تدارک لیدلی ناستو کی د سعودیانو له لوری د ایران اسلامی جمهوریت په وړاندی ائتلاف جوړونی کی ملاحظه کړو، څه چی لومړۍ ګام ددی مرحلی دا العوامیه سیمی شیعیانو سرکوب د عربستان په ختیځ کی او دوهم ګام د شیخ عیسی قاسم په وړاندی د حکم صادریدل په بحرین کی او ددی اقدام په ځان رانیولو پیامدونو باندی وی چی بیله شکه د حاکم نظام مخکی تر مخکی تقابل د بحرینی انقلابیونو په وړاندی به د ځان سره ولری.
https://avapress.com/vdcauen6w49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته