دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 143599
د افغانستان سولی تامینولو کی د عربستان د مرستی څرنګوالۍ
اشرف غنی؛ ولسمشر د ملک سلمان؛ سعودی سلطان سره په ریاض کی په کتنه کی. وویل چی د اسلامی هیوادونو مشرانو ناسته په ریاض کی یو ښه ګام وو او هیله لرو چی د یادی ناسته پیامدونه وکولای سی په سیمه او نړۍ کی د سولی او ثبات تامین کی ښه فرصتونه منځته راوړی.
ښاغلی غنی، ددی ناستی فیصلی د مالی مرستو قطع والی په اړه چی د تروریزم تمویل لامل ګرځی او همدارنګه د تروریزم ملاتړکوونکو هیوادونو حمایت کول مهم توصیف کړ او وویل چی عربستان سعودی کولای سی موثره نقش د افغانستان دولت او مسلح مخالفینو منځ کی د سولی د برقراره کولو لپاره چی سولی ته تمایل لری، ترسره کړی.
هر دواړه لورۍ همدارنګه د افغانستان پیشنهادی بستو په اړه چی په اقتصادی، صحت یا روغتیا، زراعت، بریشنا انرژی او همدارنګه زیربناګانی په کی شامل دی هم خبری وکړي.
سعودی شاه وویل چی افغانستان یو مستقل هیواد او د سعودی عربستان سره پخوانۍ ملګری دی او زه دعا کوم چی هغه د هغه خلګ دایمی سولی او ثبات ته لاره پیدا کړی.
د ښاغلی غنی انتظار د سعودی سلطان څخه د ډیرو پوهانو او کارپوهانو په نظر، کاملآ منصفانه او د حقیقت سره مطابق دی؛ ځکه چی سعودی عربستان او ریاض رژیم د هغه معدود مراجعو څخه دی چی که په صداقت سره اراده وکړی، کولای سی سوله او ثبات افغانستان ته راوګرځوی او د ناامنی او جنګ او فقر او بدبختی ریشه د بیخه وباسی.
خو دا مهم مقصد د آل سعود رژیم بادراوړۍ نفتی ثروت میلیاردونو دالرو سخاوت سره کیدلای سی لاسته راسی نه د مرکزی دولتونو مکرر لاس مچول د عبدالعزیز زامنو په مقام کی؛ بلکه یواځی یو لاره لری هغه هم د سعودی رژیم مرستو قطع کیدل د بین المللی تروریزم سره دی.
که سعودی عربستان او نور عربی رژیمونه په سیمه کی، د تروریستانو مالی او تسلیحاتی شاهرګونه هد سوریی او عراق څخه تر افغانستان پوری قطع کړی او په زرهاوو انتحاریانی او تروریستان چی د خاورمیانی مذهبی زده کړی مرکزونو او مدرسو څخه د پاکستان او افغانستان تروریزم امن پناهګاوو ته روانه کیږی تر څو د وژنی زده کړی ترلاسه کړی او په نړۍ کی د تروریزم خپرولو په مقصد، جنګ جبهو ته اعزام سی او د تروریزم په خدمت کی پاته سی او په اسلامی هیوادونو کی بدبختی او توره تیاره رامنځته کړی ترڅو کفار او منافقین ځینی راضی سی، ددی کار اجازه ورنه کړی، بیله شکه، په اسلامی آشوب وهلی ځمکو کی سوله او ثبات د افغانستان څخه ترعراق او سوریه او یمن او بحرین او لیبی او لبنان پوری، یکشبه به برقراره سی او مسلمانان لکه تیرو وختونو په شان لوی اجتماعی سرمایو، سیاسی پرقدرته ظرفیتونو، اقتصادی محیرالعقول او افسانه ثروتونو او لوی طبیعی امتیازونو باندی په تکیه کولو سره د ځمکی لوی قدرت باندی بدلیږی او هغه وخت ددی پرځای چی د غربی هیواد بی فضیلته او بد اخلاقه او شهوترانه ولسمشر راسی د وحی ځمکه کی، د مسلمان شاه لاس په لاس، د توری رقص ترسره کړی او مدهوش کوونکی شراب وڅښی او نږدی ۴۰۰ میلیاردو دالره د مسلمین سرمایو څخه غارت ته یوسی او د هغه په وړاندی، په زرهاوو بومونه او موشکونه او طیاری او تانکونه ورکړی ترڅو د اسلام او مسلمان او اسلامی هیوادونو هرڅه ډیر بربادی او خرابی باندی لاس پوری کړی او ددی پیسو څخه ګټه واخلی، دا به مسلمانان وی چی پر نړۍ باندی به سروری وکړی او نور د ځان په وړاندی تعظیم او احترام ته مجبور کړی.
دی توضیح ته په کتو سره د تحلیلګرانو په نظر، افغانستان ته سولی او ثبات بیرته راګرځیدنه د سعودی عربستان په مرسته، ډیر ساده او صریح دی؛ دا چی سعودی سلطان اراده وکړی او د تروریزم ملاتړ څخه لاس واخلی او د تروریستانو مالی او تسلیحاتی شاهرګونه قطع کړی، د وهابیت منحط او ارتجاعی ایدئولوژی د مسلمانانو ترمنځ خشونت او وژنی او نفاق لپاره قرار ورنه کړی او د مسلمانانو بیت المال څخه د سلاح رانیولو په مقصد د اسلام دشمنانو څخه د تروریزم پیاوړۍ کولو او د اسلام په نړۍ کی د جنګ تشدید کولو لپاره سوء استفاده ونه کړی.
یواځی ددی لاری کیدلای سی په افغانستان کی د سولی تامین لپاره د عربستان نقش موثره او مثبته تمام سی.
https://avapress.com/vdcgyw9qyak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته