دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 143738
رمضان د رحمت د دروازو د خلاصیدو میاشت او د خالق او مخلوق ژور پیوند دی
د رمضان میاشت، د رحمت میاشت، برکت میاشت، مغفرت میاشت، کرامت میاشت، عزت میاشت، توبه میاشت، بخشنی میاشت، د ځان جوړونی میاشت، د ځان دننی تصفیی میاشت او هغه میاشت چی کولای سی انسان د ټولو بدیو او رذائلو څخه پاک او په حسناتو او فضائلو باندی سمبال کړی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، د اسلام په دین کی د عبودیت د واضح او صریح دستوراتو څخه یو چی هغه ته خاص سفارش سوی دی د روژی فریضه دی چی د خدای تعالی لویو واجباتو او د مبین دین فروعاتو څخه او په حقیقت کی د اسلام دین مهم ارکانو څخه شمیرل کیږی.
رمضان هغه زمینه او بستر دی ددی لپاره چی انسان د رمضان میاشتی په فضا کی د خدای تعالی سره اړیکه پیدا کړی او باطن صفا او معنوی نور ته لاس رسی په واسطه د هستی په نظام کی خپل رشد او تکامل زمینه برابره کړی.
د رمضان میاشت د خدای تعالی د رحمت او مغفرت دروازو خلاصیدل دی چی په رارسیدو سره یی د انسان په وجود کی نوی ژوند پوه کیږی.
خدای تعالی، په دی میاشت کی د خپلو بندګانو په غوښتلو سره او خپل پراخ رحمت سره، هیڅ کوم عنایت د هغوی څخه نه پټوی او د ډیرو دینو باورونو په اساس په دی میاشت کی د جنت دروازی خلاص او د دوزخ دروازی بندیږی او شیاطین په زنځیرو تړل سوی وی.
ژوند هغه حقیقت دی چی انسان د هغه په لړ کمال ته ورسیږی تر څو خپل آخرنۍ مقصد ته ورسیږی، د انسان په حرکت کی آخرنۍ مقصد انسانیت مقام ته رسیدل او الی الله قرب یا نږدیتوب او خدای اخلاقو باندی تخلق دی.
په حقیقت کی د انسان د وجود ساختار داسی دی چی خپل معنوی او روحی او انسانی بعد د تغذیی او شادابی لپاره د مادی اړتیاوو څخه نور اړتیا لری، ځکه چی ددی اړتیا د تامینولو لپاره باید د غیری جسمی اړتیاو لوری ته باید ولاړ سی.
د رمضان مبارک میاشت د هغه زمینی او بستر اړتیامند دی چی د ځان معنوی حیات تامین او پیاوړۍ کولو لپاره او خپل روح پرورش پکښی وسی او ځان جوړونه د رمضان مبارکی میاشت عمده تاثیراتو او اساسی نقش او اصلی مقاصدو څخه دی چی د انسان معنوی حیات او روان پوری مربوطیږی.
انسان رشد او کمال ته رسیدو لپاره، هغه منع او محدودیت چی رمضان میاشت د انسان حیوانی بعد لپاره رامنځته کوی اړتیا لری؛ خو دا امساک هیڅ وخت د تواناییو د لاسه ورکولو په معنی نه دی بلکه د روژی نیونه د زیاده طلبیو او افراطی تمایلاتو په وړاندی کمال ته رسیدو لپاره یو لازمه اړتیا ده.
د انسان پیژندنی په فهم کی دا نکته مطرح دی چی د انسان لمړنۍ فطرت او د وجود ساختار، هغه د الهی معرفت سمندر او پروردګار مینی لوری ته بیایی،د مشکلاتو سره مخامخ کیدنه او ورسره مبارزه او د ناکامیو او تلخیو او ماتو څخه تیریدنی سره، موږ یو مطمئن تکیه ګاه ته متوجه کوی چی هغه د بی نیازه خدای شتون دی.
د رمضان میاشت د خالق او مخلوق ژور پیوند دی چی دا روحی او قلبی پیوند د روژه نیونی په وسیله برقراریږی چی هغه خپل ټول غم د خدای تعالی رضایت حاصلولو او کمال ته رسیدو لپاره صرفوی. د رمضان شایسته څیره هغه وخت د مشاهدی وړ دی چی د آدمی نظر څخه پرده لیری او نفسی غوښتنی، د انسان ځان اړتیاوو د روح ماهیت او حقیقت سره اړیکی مانع نه سی.
که د انسان روح وپیژنو او دهغه  حقیقی اړتیا باندی وپوهیږو او د انسان اړیکه د عالم ملکوت سره په سمه توګه پیدا کړو نو رمضان میاشت د محرومیت او محدودیت لامل نه بولو بلکه هغه د وجودی پرمختیا او پراختیا لامل بولو او په دی صورت کی د انسان تعالی او تکامل لپاره او د رمضان مبارکی میاشتی حق ته رسیدو سره او چاری چی د ځان د نشاط او قوت او بالندګی لامل ګرځی په ځان کی محققوو.
کله چی انسان دی الهی لوی او استوار حکم او روح ژور توب ته وګوری دا حقیقت ته رسیږی چی ځان پیژندنه، د خدای پیژندنی مقدمه دی، د رمضان میاشت، د رحمت میاشت، برکت میاشت، مغفرت میاشت، کرامت میاشت، عزت میاشت، توبه میاشت، بخشنی میاشت، ځان جوړونی میاشت، د رذائلو څخه د ځان پاکونی میاشت او یوه خبره کی دا میاشت کولای سی انسان د ټولو رذائلو څخه پاک او په حسناتو او فضائلو باندی سمبال کړی.
https://avapress.com/vdcbffb8wrhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته