کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امام خمینی(ره) او مشروع اقتدار هندسه

8 جوزا 1396 ساعت 9:32

امام خمینی (ره) د همه پرسی قبلولو او وروسته اداری او بروکراتیک مشروعیتی اسلامی جمهوریت رامنځته کړ چی تراوسه په لسګونو ځلو انتخابات جوړ کړی دی چی د سیاسی فضا او خلګو مشارکت نشاط په هغه کی د نړیوالو پرمختللو استانداردونو په مقایسی سره کم مثله دی.


اشاره: دا مطلب د امام خمینی ره قدرت بیلابیل زاویاوی چی د هغه مثل تراوسه په نړۍ کی نه دی تجربه سوی، څیړی. مقاله لیکونکی د غرب اوسیدونکو لوی شخصیتونو او د یو غربی هیواد اداری حلقی عناصرو څخه دی. ...............
قدرت ته رسیدل، په سیاست کی مهم امر دی خو د هغه قدرت لاسته راوړنه چی مشروع پشتوانه ولری، ډیر ارزښت او اهمیت لری. مشرویت قدرت ته دوامدار ثبات ورکوی. هغه کسان یا ډلی چی قدرت باندی د مشروعیت پرده غوړوی، د قدرت داخلی مدعیانو لپاره لاره بندوی او د تضعیف کوونکو کشمکشونو مخه نیسی. موږ چی هر کال د جوزا په څوارلسم کی د شلم پیړۍ د یو سترو شخصیتونو څخه یعنی امام خمینی ره د دنیا تیریدنی څخه یادونه کوو،بد نه دی چی د هغه مشرتابه مشروعیت پایو ته د سیاست نړۍ قبول سوی مشروعیت شکلونو په اساس یو نظر واچوو. مکس وبر(Max weber) د جامعه شناسی بنیانګزار یا منځته راوړونکی بلل کیږی او دهغه مرتبه د فلسفی پوهی او جامعه شناسی او سیاست او حقوق پیژندنی په برخه کی تر کارل مارکس او امیل دورکیم پوری لوړ وړی. د وبر یو برجسته کارونو څخه، د مذهب جامعه شناسی یا ټولنی پیژندنی په اړه څیړنه ده چی دا کار، د هغه مشهورو کتابونو یعنی په ( اخلاق پروتستانی و روح سرمایه داری ) ( The protestant ethic and the spirit of capiralism ) کی تر څیړنی لاندی نیول سوی دی. هغه په دی کتاب او همدارنګه نورو څو لیکنو کی په مستدل ډول سره د سیاسی مشروع اقتدار ډولونه طبقه بندی کوی او په تفصیل سره دهغوی په شرحه ورکوی. د وبر په نظر، د سیاست نړۍ ډیر مشروع او غیری مشروع نظامونه تجربه کړی دی خو که مشروعیت په نظر کی ونیول سی، حکومتونه د دری شکلونو څخه خارج نه دی: لمړۍ) سیاسی مشروعیت کیدلای سی د مذهبی او سنتی مشروعیت څخه اخیستل سوی وی. هغه مشروعیت چی د قبول سوی سازوکار څخه راولاړ سوی او ټولنی لسګونه او یا سلګونه او یا هم په زرهاوو کلونه دا ډول سیاسی مشروعیت تجربه کړی دی. مشخصا دلته مقصد د سلطنتی نظامونو څخه دی یا هغه مذهبی نظامونه چی په وسطی پیړیو کی د کلیسا له لوری اداره کیدله. ډیر سلطنتی نظامونه د نظری دیدګاه له لحاظه، خپل سیاسی اقتدار اساس د یو ډول مذهبی نګاه یا نظر څخه اخیستلی بلله  او یا دهغه څخه د ( پادشاه الهی حق) د حکمرانی لپاره یادوی. ځینی نور سلطنتی نظامونه هم آداب او رسوم او عمومی ګټی او خلګو اقبال خپل اقتدار پشتوانه بولی. په مسلمانانو کی هم دا چی پادشاه ظل الله یا د خدای سایه دی ډیر اوږد سابقه لری. له دی لید څخه که د امام خمینی ره سیاسی حرکت ته وکتل سی، هغه په لمړۍ درجه کی د ولایت فقیه د نظریی په معرفی کولو سره فکری سازوکار تدوین یا جوړ کړ، چی ټوله سنتی او مذهبی مشروعیت خصوصیات یی درلود. په دی لید سره، مشروع اقتدار شکل ونیوله چی وکولای سوای موروثی سلطنت د مشروعیت څخه خالی کړی او د انتخاب بله ګزینه د هغه ټولنی لپاره چی په سنت او مذهب پایبنده دی معرفی کړی.نوی نظام بیله هیڅ شکه د سنتی او مذهبی مشروعیت څخه برخمن وو. دوهم) سیاسی مشروعیت کولای سی داسی مشروعیت وی چی یو کس د فردی خصوصیاتو په درلودلو سره ظهور کړی وی او موجود نظام خپل خاصیتونو او برازندګی له امله له منځه وړی وی. په تاریخ ډیر داسی کسان وو چی هغوی داسی قدرت د ځانه شکاره کړی دی چی د هغوی د ګوتو اشاره لوی اجتماعی او سیاسی او نظامی حرکتونه جوړ کړی دی. ناپلئون په فرانسه کی او مائو په چین کی شاید د کاریزماتیکو اقتدار مهمو نمونو څخه وی. د کاریزماتیک مشروعیت له مخی امام خمینی ره حتی په پرنفوذه شخصیتونو کی کم نظیره پیشوا وو.
مکس وبر د مشرو قدرت اعمل په اړه وایی چی اطاعت د مشروع قدرت څخه باید د تاوتریخوالو اعمالو سره یوځای نه وی او یاپه جبر حاصل نه سی. هغه زیاتوی چی د مشروع قدرت اعمال حتی کیدلای سی  مکرر تشویق او تترغیبونو څخه لاسته راسی، بلکه مشروعیت یو ډول دندی احساس منځته راوړی چی کولای سی پر کس باندی د مشروعیت کانون څخه د پیروی لپاره حجت خلاص کړی. په دی حالت کی شاید لږداسی کسان وی چی د امام خمینی ره په شان داسی کاریزما او او نفور د مشروعیت څخه ولری.
دریم) په مدرن نړۍ کی، غالبآ سیاسی مشروعیت یا مشروع اقتدار، په یو اداری سیستم کی حرکت یا بوروکراتیک څخه حاصلیږی،  په دی معنی چی د قدرت ته رسیدلو لپاره روشانه مکانیزم ترسیم سوی دی او یو کس یا کسان کولای سی ددی لاری په تیرولو سره د قدرت هرم راس ته ورسیږی. د هغه روشانه مثال قدرت ته رسیدل د رای د صندوق په واسطه دی.
امام خمینی (ره) د همه پرسی قبلولو او وروسته اداری او بروکراتیک مشروعیتی اسلامی جمهوریت رامنځته کړ چی تراوسه په لسګونو ځلو انتخابات جوړ کړی دی چی د سیاسی فضا او خلګو مشارکت نشاط په هغه کی د نړیوالو پرمختللو استانداردونو په مقایسی سره کم مثله دی. قطعا هغه بی مثله مشروع اقتدار چی امام خمینی ره جوړ کړل، د جمهوری اسلامی په دوام درلودلو کی ټاکونکی وو. هغه نظام چی په بیلابیلو مقاطعو کی، نړی د هغه په وړاندی قرار نیولی دی او په نتیجه کی د هغه د سیاسی او اجتماعی او فرهنګی حقیقت قبلولو بندی مجبور سوی دی.


د مطلب کود: 143806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/143806/امام-خمینی-ره-او-مشروع-اقتدار-هندسه

آوا
  https://www.avapress.com