خوښ ديک ۰

د افغانستان مسلمان ملت څخه د امام خمینی (ره) ملاتړ

د افغانستان مسلمان ملت څخه د امام خمینی (ره) ملاتړ
د اسلامی لوی انقلاب رهبر، معاصر فیلسوف او د اسلام په نړۍ کی د وحدت مناد امام خمینی ره ۲۸ کلیزی په رارسیدو سره د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی بالخصوص د هیواد پایتخت کابل کی د سلهاوو تنو په حضور د بیلابیلو اقشارو څخه سیمینارونه جوړ او د امام خمینی (ره) فکرونه تر بحث لاندی ونیول سو.
د افغانستان خلګ د حضرت آیت الله العظمی امام خمینی(ره) د علمی او سیاسی مقام د تجلیل څخه د هغه خدمتونو لپاره د اسلام ونړۍ ته او د اسلامی امت ژغورنه د ظلم او سمت او بیګانګانو قدرت څخه، بالخصوص د هغه ملاتړ د افغانستان مجاهدینو او مهاجرینو څخه او د پخوانۍ شوروی جماهیرو اتحاد پیشنهاد ردول، د افغانستان د مجاهدینو د ملاتړنه کولو په اساس د نورو مسائلو څخه دی چی د افغانستان خلګ هغه هیڅ وخت نه هیروی او له دی مخی ځان د امام خیمنی(ره) هڅو مدیون او مرهون بولی.
بیله شکه امام خمینی(ره) یو تاریخ ساز او د شلم پیړۍ لږ پیدا کیدونکی شخصیتونو څخه چی د خپلو ابتکاراتو سره دینی، سیاسی او فرهنګی بدلون لاره په نړۍ کی بدله کړه. د امام خمینی ره د افکارو تاثیر ټوله نړۍ په برکی ونیول. د هغه هیوادونو له جملی څخه چی په هغه کی د امام خمینی فکرونه په سرعت سره نفوذ وکړ، د افغانستان هیواد وو.
د جهاد په شروع کی د افغانستان خلګ، د قندهار ښار امام جمعه د امام خمینی ره نهضت او اسلامی حکومت تشکیل په اړه خبری کولی؛ د پهلوی رژیم په وړاندی د امام خمینی ره قهرمانه رهبری او قیام څخه او د استبداد او بی دینی سره د هغه مبارزی څخه خبری کولی او په ډیر احساساتو سره شعار ورکول: زما مذهب حنفی دی، زما رهبر خمینی دی.
د امام خمینی ره د وفات وروسته د افغانستان مسلمان خلګ د کابل، هرات، مزارشریف او مرکزی سیمو څخه د هغه د ارتحال د خبری په اوریدو و مساجدو ته مخه کړه او د عزا مجلسونو په جوړولو سره د هغه رهبری معنوی او مقدس جهاد خاطری زمزمه کولی او د نورو په ذهنونو کی بل عاشورا ژوندی کړه. د کابل او مزارشریف په ښارونو کی چی د کمونیسی دولت تر سلطی لاندی وو، عزاداران د سخت امنیتی تدابیر سره سرکونو ته راغلل او د خپل رهبر د وفات په ماتم کی سر او سینی باندی وهله او شاعران او خطیبان او مداحان د امام خمینی ره په ماتم کی په شعرخوانی او نوحه سرایی باندی پیلوله.
د حضرت آیت الله العظمی شهید واعظ(ره) محمدیه جامع مسجد او حوزه چی د کمونیستانو حکومت رسیدو څخه تر ۱۳۶۷ لمریز کال پوری مسدود وو،د امام خمینی ره د ارتحال سره یو وخت د داکتر نجیب الله حکومت په وخت کی ددی دینی مرکز دروازه د امام خمینی ره څخه تجلیل مراسم سره د مومنینو په وړاندی خلاص او د داکتر نجیب د کابینی غړۍ په خاصو تشریفاتو سره په هغه مراسم کی ګډون وکړ او خپل همدردی د افغانستان او ایران مسلمان ملت سره شکاره کړل.
د جوزا څوارلسمی سره همزمان چی د حضرت امام خمینی ره د ارتحال ۲۴ کلیزی سره برابر دی د افغانستان خلګو ارادت اظهار یو نوی او د توجه وړ ظهور کوی او دا کال هم د نورو کلونو په څیر د امام خمینی ره موضوع باندی بحث کولو سره ډیر مطالب د ( د امام خمینی ره ملاتړ د افغانستان مسلمان ملت څخه ) تر نامه لاندی تهیه او ویونکی وړاندی کوی.
شوروی افغانستان ته د علنی لشکرکشی مخکی، خپل سفیر ته په ایران کی ماموریت ورکړ ترڅو د امام خمینی ره کتنی ته ولاړ سی اود هغه نظر واوری. د امام خمینی ره قاطع غبرګون و تیري کوونکو روسانو ته وښوده چی اسلامی نظام خپل سیاست د اسلام اساسی اصولو او اسلامی انقلاب ارزښتونو په اساس تعیینوی نه د عوامو خطاایستلو لوبو پر بنا اودوه قطبی نظام په بنا. امام خمینی ره د شوروی سفیرته په ایران کی په صراحت سره وویل: موږ د شوروی څخه غواړو چی په افغانستان کی دخالت ونه کړی.  هغه وویل: داسی معلومیږی چی تاسو د افغانستان وضعیت څخه ډیر معلومات نه لری. اوسنۍ حکومت ډیر فشار د کمونیست په نامه پر خلګو باندی راوړی؛ او زموږ اطلاع ته رسیدلی دی چی د ۵۰ زرو په شاوخوا خلګ په افغانستان کی وژل سوی دی؛ اود اسلام عالمان هلته نیولی دی.
امام خمینی ره خپلو نورو روشانه ارشاداتو کی دا باندی ټینګار سره چی د افغانستان مسلمان خلګ د ایمان په قدرت او لوی خدای باندی اتکا سره او ځان باندی باور لرلو سره، د شوروی قدرتمند هجوم له منځه یوړه داسی چی باید وویل سی چی خپل هجوم او تیری څخه پر افغانستان باندی پشیمانه دی؛ او په دی فکر کی دی چی څنګه د افغانستان څخه بیله آبرو ریزی او عزت خرابیدو څخه ځای خالی کړی. هغه قدرتمند چریکونه وو په وړاندی یی ودریدل او هغوی پر خوله کی ووهله او اوس هم وهی. شوروی پوه سو چی په افغانستان کی( نه سی کیدلای چی کوم کار وسی). سربیره پردی چی د افغانستان په هیواد کی هغه کسان چی قدرت لرید شوروی سره دی او هلته کمونیست سته، بیا هم، هغه مسلمانان چی هلته دی او اهل اسلام دی پر شوروی باندی ځای تنګ کړی چی اوس په دی باندی حیرانه دی چی څنګه ځان ددی ځای څخه بی له آبرو ریزی وباسی.
امام خپل نورو بیاناتو کی- دی نکته ته یادآوری سره چی د شرق او غرب استکبار د اسلام نړۍ سره مخامخ کیدنی څخه عاجز پاته سوی دی، اوس دینی او سیاسی شخصیتونه له منځه وړی او ګمراهی کلتور خپرول په کار اچولی دی- هیله وکړه: کاشکی د نړۍ خوړونکو تیري د شوروی په شان مسلمان هیواد افغانستان باندی علنی او مخامخ وای ترڅو مسلمانان ترڅو مسلمانان د غاصبینو دروغ اقتدار او ابهت له منځه وړۍ وای. شوروی په افغانستان کی او هر ځای چی وکولای سی لاس اوږدوی او د افغانستان مظلوم ملت هغه ډول سرکوبوی. او بحمدالله د افغانستان ملت هم ډیر مردانه مقابله د هغه لوی قدرت سره کړی دی. موږ یو ځل بیا خپل مسلمان او مظلوم افغانی وړونوڅخه ملاتړ کوو اود اشغالګرانو اشغالونه شدیدآ محکوموو. موږ مسلمان یو او شرق او غرب موږ لپاره مطرح نه دی. موږد مظلوم څخه دفاع کوو او ظالم باندی هجوم راوړو. دا یو اسلامی دنده ده.
د افغانستان خلګ امام خمینی ره د ځان یو رهبر په حیث قرار ورکړی دی او دا اړیکه یو ډول معنوی اړیکه دی او الهی اولیاوو ته محبت شکاره کول دی.
امام خمینی لکه څنګه چی د افغانستان دننه د خلګو په یاد کی وو او هر وخت د افغانانو ملی او اسلامی حرکتونو څخه ملاتړ کړی دی او همدارنګه هغه کسانو ته هم متوجه وو چی د شوروی هجوم څخه د افغانستان څخه و ایران ته مهاجر سوی وو. د ایران خلګو ته توصیه کوله چی د افغانی مهاجرینو سره ګرم چلند وکړی او مملکتی مسئولینو ته ددی ډلی مرستی باندی امر کوله.
امام خمینی ره د افغانستان شخصیتونو په نظر
علما او د افغانستان تیر شخصیتونه د امام خمینی ره په وصف کی ډیر خبری کړی دی لکه:
حضرت آیت الله العظمی شهید سید محمد سرور واعظ ره خپل اجتماعی عدالت مباحثو کی، ډیر ځلی د امام خمینی ره څخه د صهیونیزم او امپریالیزم او ظالم ډلو په وړاندی مبارز شخصیت په حیث یادونه کوی.
حجت الاسلام والمسلمین سید محمد هادی هادی؛ د اسلامی حرکت ګوند مشر اود پیامبر اعظم (ص) د فرهنګی او تبلیغی بنیاد مشر: د امام خمینی ره ځای په بیلابیلو ابعادو کی ممتاز او منحصر وو؛ هغه په حقیقت کی دینی او فقه سیاسی حکومت بیا د اسلام نړۍ ته راوړه او د مساجدو او حوزو نقش د دشمن په وړاندی متحد سازی کی پررنګ کړل او په دی لاره کی هغوی ډیر زحمتونه ګاللی دی.
مولوی کمال الدین حامد؛ د کابل عربی عالی دارالعلوم استاد، د ابوبکر صدیق مدرسی معاون او د افغانستان اسلامی اخوت شورا غړۍ: هغه خاص ځای چی امام خمینی درلود د اسلامی هیوادونو په وحدت کی ډیر متبارز دی لکه د اسلام په نړۍ کی موږ ډیر مذاهب لرو چی هر یو یی پر اعتقاداتو باندی ولاړ دی او د هغوی وحدت هم ډیر ژیر صورت نیسی. له دی مخی د اسلامی وحدت فکر د اسلامی هیوادونو په منځ کی په سیاسی شکل ډیر د امام خمینی ره په عمل کی متبارز دی.
پروفیسور محمد صدیق افغان؛ د نړۍ ریاضی فلسفی څیړنی مرکز مشر: امام خمینی ره د اسلام پیامبر ص او اهلیت څخه وروسته او وروسته د خلفاوو راشدینو څخه موږ ته باعزته ژوند راوښود.
او داسی نور ډیر علما په افغانستان کی د امام خمینی ره څخه ښه خاطری پر ځای لری او دهغه څخه ښه یادونه کوی.
روح یی شاد او یاد یی تلپاتی
سی شنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود: 144226 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *