دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 144809
د صالح استعفا؛ د بحران پپیچلتیا
امرالله صالح؛ د دولت وزیر په امنیتی برخی اصلاحاتی چارو کی د سه شنبه په ورځ استعغا ورکړ.
ښاغلی صالح خپل فیسبوک پاڼه کی ولیکل: زه ددی دندی څخه استعفا کوم او هغه همدارنګه ویلی دی چی ډیر ژیر به خپل استعفا دلیل ټولو ته ووایی.
امرالله صالح چی د اجرائی رئیس نږدی متحدینو څخه دی، دری میاشتی مخکی امنیتی اصلاحاتی چارو کی د دولت وزیر په حیث وټاکل سو؛ هغه وزارت چی د اشرف غنی له لوری جوړ سوی وو. ریاست جمهوری په هغه وخت کی د داخلی وزارت او دفاع وزارت څخه غوښتی وو چی د ښاغلی صالح سره هر اړخیزه مرسته وکړی.
له بل لوری، امرالله صالح، د پاکستان سیاستونو صریح اللهجه منتقدانو څخه دی. هغه د امریکا څخه د پاکستان په خاوره کی پر تروریستانو باندی برید غوښتونکی او د طالبانو سرسخته مخالفینو څخه دی. هغه په دی باور دی چی باید لمړۍ پر طالبانو باندی نظامی فشار وارد سی او هغوی مذاکری ته مجبور کړی.
کارپوهان وایی چی د ښاغلی صالح استعفا په اوسنۍ بحرانی شرایطو کی بیله شکه د اشرف غنی او دهغه ټیم لپاره په ریاست جمهوری ارګ کی ډیر بد خبر وی.
ښاغلی غنی چی دهغه ویاند په وینا، د ښاغلی صالح استعفا د مجازی فضا له لاری اوریدلی او رسمی توګه نه دی ترلاسه کړی، لږ ترلږه په اوس حال کی داسی په نظر نه راځی چی ددی پیښی لپاره آماده وای؛ ځکه په داسی شرایطو کی چی د معترضانو خیمی د امنیتی وضعیت په نسبت، همداسی په کابل کی ولاړ دی، ښاغلی صالح چی ژور احترام او نفوذ و معترضانو ته لری، د هغه معدودو کسانو څخه وو چی کولای سوای ددی بحران څخه غوټه خلاصه کړی او د ښاغلی غنی او امنیتی ټیم مرستی ته راسی.
د کارپوهانو په باور، د ملی امنیت مخکنۍ مشر استعفا خبر، په داسی شرایطو کی چی بل امنیتی مهره د معترضانو خیمی برسیره، همداسی خپل حضور ته په قدرت کی ادامه ورکوی، نه یواځی د خلګ خشم او اعتراض د اشرف غنی حکومت او امنیتی سیاستونو په وړاندی کم نه کړی؛ بلکه هغه نورهم پراخوی او تشدیدوی؛ ځکه په دی صورت کی، خلګ به دا اخذ وکړی چی دا د اشرف غنی انحصارطلبانه او تمامیت خواهانه سیاستونه دی چی د ښاغلی صالح د استعفا لامل سو او ملی امنیت مخکنۍ مشر، د سمبولیک او تشریفاتی سمت په درلودلو سره، د دولت څخه د لیری کیدو باندی مجبوره سوی وی.
په دی حساب، تر هغه ځایه چی د کارپوهانو په باور، ښاغلی صالح، د دولت امنیتی سیاستونو کی معترضانو باندی پراخ او ژور نفوذ لری او همدارنګه د روند سبر په نامه معترض جریان مشر هم ددی چی ضد پاکستانی او ضد طالبانی تګلاره لری او د اشرف غنی دولت سیاستونو سره د پاکستان او طالبانو په وړاندی سخت معترض دی، تحلیلګران پیش بینی کوی چی د هغه استعفا، اوسنۍ بحران تر هغه هم تشدید کړی او د اشرف غنی دولت د هر وخت نه مخکی تر فشار لاندی راوړی.
له بل لوری، امرالله صالح په داسی شرایطو کی ګوښه والی اختیاروی چی اشرف غنی؛ ولسمشر د کابل اخیرو بریدونو په لړ کی، په لمړۍ ځل کی په امنیتی برخه کی د اساسی اصلاحاتو د راوستلو خبر ورکړ او وعده ورکړ چی دا اصلاحات به ډیر ژیر ترسره سی.
زیاته پردی، ښاغلی صالح د اسلامی جمعیت ګوند سره هم تعلق لری؛ هغه ځواک چی د کابل اخیر برید په ترسره کیدو سره په ډیر بی سارۍ ډول سره د قدرت مرکزی حاکم ارادی په وړاندی قرار نیولی دی او اشرف غنی ته نږدی امنیتی مهرو د ګوښه کیدو غوښتونکی سوی دی. بناپردی د منتقدانو په باور، اشرف غنی د ښاغلی صالح د لاسه ورکول سره، د اسلامی جمعیت ډیریدونکی فشارونو په وړاندی به قرار ونیسی او روشانه نه ددی چی ددی پیښی سره، د دولت او جمعیت ګوند ورځ په ورځ ډیریدونکی تقابل، کوم برخلیک به ولری او د هغه څخه رامنځته سوی بحران به ترکومه ځایه پوری پراختیا پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcbgab89rhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې