خوښ ديک ۰

مولی الموحدین؛ حضرت علی (ع) د پیدایښت څخه تر شهادت پوری

مولی الموحدین؛ حضرت علی (ع) د پیدایښت څخه تر شهادت پوری
ام کلثوم(س) نقل کوی چی زما پلار د رمضان مبارک میاشت په ۱۹ زموږ په کور کی میلمه وو. د روژه مات په وخت کی می سفره آواره کړه او دوه ډوډۍ او د شیدی کاسه او یو څه مالګه می په سفره کی کښیښوه. هغه وخت چی حضرت سفره ته وکتله، لږ و صبر یی وکړ او وروسته په لوړ آواز وژړله او وویله: داسی می فکر نه کوله چی زما لور زما سره بدی وکړی. ما وویله چی پلار جانه څه می وکړه؟ هغوی وویل: زما لپاره دی دوه خورش حاضر کړی دی؟ نه پوهیږی چی زه د خپل ورور او د اکا زوی پیامبر(ص) څخه پیروی کوم چی هیڅ وخت دوه خورشه په یو سفره کی نه ایښۍ؟ ای زما لوره هر یو چی خوراک او پوشاک یی په دنیا کی نیکوتر یا ښایسته وی، په قیامت کی هغه د پوښتنی او ځواب لپاره ډیر دروی... په خدای قسم تر څو چی یو د خورشونو څخه هیڅته نه کړی روژه مات به ونه کړم. ام کلثوم (س) وایی: شیدی می هیڅته کړ او پلار می د ډوډۍ او مالګی سره روژه مات وکړ.

پیدایشت او کورنۍ

د مورخینو د لیکنو په اساس، امام علی ع د جمعی په ورځ د رجب ۱۳ او د عام الفیل ۳۰ کال کی د خدای په کور کی نړۍ ته راغي.
د هغه حضرت پلار نوم ابوطالب د عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف( د پیامبر ص آکا ) زوی او مور یی هم فاطمه د اسد بن هاشم لور وو. بنا پردی حضرت امام علی (ع) د هر دواړو لورو هاشمی نصبه دی.

ددی حضرت مور حنیفی ابراهیم دین درلود او هر وخت د خدای څخه دا غوښتنه کوله چی ددی حمل وضع ورته آسانه کړی.

فاطمه بنت اسد، په داسی حال کی چی د زوی زیږیدنه یی نږدی سوی وو د خدای کور زیات ته ولاړ او وویل: خدایا زه پرتا او هر هغه کتابونه او رسولان چی ستا له لوری راغلی دی ایمان لرم او دخپل جد حضرت ابراهیم خبری تصدیقوم او هغه دا ښایسته او عتیق کور جوړ کړی دی. د هغه په حق چی دا کور جوړ کړی دی او د هغه مولودی په حق چی زما په نس کی دی د هغه ولادت پرما آسانه کړه.

په دی وخت کی د خدای په امر، د کعبه یا د خدای کور دیوالونه شکاف یا سري سو او فاطمه د کور دننه ولاړ او دیوال بیرته وتړل سول. فاطمه د دری ورځو وروسته د خدای کور څخه په داسی حال کی چی حضرت امیرالمومنین ع یی په غیښ کی وو راووت، او وویل: زه د خدای کور ته دننه سوم او بهشتی او جنتی میوی می وخوړل او هغه وخت چی می غوښتل دباندی راسم یو هاتفی ندا وکړ چی ای فاطمه دد هغه نوم علی کښیږده او د علی الاعلی خدای فرمایی چی ما د هغه نوم د خپل نوم څخه اخیستۍ دی او خپل ادب باندی می تادیب کړی ددی او هغه می خپل علم غامض پوری پوه کړی دی او هغه دی چی زما په کور کی بتان ماتوی او هغه دی چی زما په کور کی اذانه وایی او ما تقدیس او عبادت کوی. رحمت دی وی پر هغه کس چی هغه سره مینه ولری او د هغه فرمان پرځای کړی او وای پر هغه څوک چی د هغه سره دشمنی وکړی او د هغه څخه نافرمانی وکړی.

په ځینو روایاتو کی راغلی دی چی فاطمه بنت اسد ددی نه مخکی چی د غیبی ندا امر سره د هغه حضرت باندی د علی نوم کیږدی، د هغه نوم حیدر انتخاب کړی وو او همدارنګه هغه په اسدالله او حیدر او مرتضی او امیرالمومنین هم مشهوره دی او کنیه یی هم ابوالحسن او ابوتراب دی.

د خدای رسول (ص) په لمن کی تربیت او پرورش

ابوطالب میرمن فاطمه بنت اسد، د حضرت علی ع مور د پیغمبر ص لپاره یو زړه سوانده مور هم وو په داسی شکل سره چی د فاطمی د فوت په وخت کی رسول الله ص هم د علی علیه السلام په شان ډیر متاثره وو او شخصآ د هغه جنازی ته لمونځ ووایه او خپل کمیس یی پر هغه باندی وپوښله.

هغه وخت چی حضرت علی ع د خپل عمر شپږم کال ته وارد سو په مکه مکرمه کی یو لوی قحطی او وچکالی راغله او ابوطالب هم یو عیالمنده کس وو نو د همدی لپاره حضرت پیغمبر ص حضرت علی ع چی د شیدی خوړلو دوران یی تیر کړی وو د معاش تکفل لپاره د ابوطالب څخه واخیستل او په دی بهانی سره هغه خپل تربیت او قیومت لاندی قرار ورکړ چی په دی شکل سره حضرت پیغمبر ص او میرمن یی حضرت خدیجه (س) هم د علی ع لپاره د پلار او مور په شان وو.

علی (ع) د بعثت په دوران کی

حضرت پیغمبر ص په څلویشت کلنۍ کی د حرا په غار کی په پیغمبری باندی مبعوث سو او علی ع په دی وخت کی لس کلن وو چی پر پیغمبر ص باندی یی ایمان راوړ او د نارینه وو څخه لمړنۍ کس وو چی پر هغه حضرت باندی یی ایمان راوړ او دا خبره ټول شیعه او اهل تسنن تصدیقوی.

کله چی حضرت پیغمبر ص په پیغمبر باندی مبعوث سو نو خپل کورنۍ ته راغلل او دوی ته وویل چی هر یو چی ستاسو څخه زما دا دعوت ومنی او ما سره د رسالت په ترسره کولو کی مرسته وکړی نو زما ځایناستی به وی. د لوی کورنۍ څخه یواځی علی ع نابالغ او لس کلن وو چی د حضرت پیغمبر ص ته مثبت ځواب ورکړ او په ځینو ماخذو کی راغلی دی چی خپله علی ع ته وویل: انت اخی و وزیری و وارثی و خلیفتی من بعدی( ته زما ورور او وزیر او وارث او زما وروسته خلیفه یی ) په دی وخت کی د عبدالمطلب زامن را ولاړ سوله او د حضرت پیغمبر ص نبوت او بعثت موضوع مسخره کړله او ابولهب و ابوطالب ته وویل چی ددی وروسته ته باید خپل د ورور زوی تابع و اوسی.
د حضرت پیغمبر ص د اسلام دعوت په وخت کی پیغمبر ص د قریشو د ډیرو سختیو او مخالفتونو سره مخ سو.

د علی(ع) پر ولایت او امام باندی ټینګار په غدیر کی

د هجرت کال په لسمه حضرت پیغمبر ص د مدینی څخه د مکی لوری ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره حرکت وکړ، ددی وروسته چی د حج مناسک یی پرځای کړل نو د ذیحجه په اته لسمه د مکه څخه مدینی لوری ته په یو ځای کی چی غدیر خم نومیدله ودریدل او وفرمایل ځکه چی مهم امر د خدای له لوری ورباندی وحی سوی وو تر څو ټولو خلګو ته ابلاغ کړی او هغه د حضرت علی علیه السلام خلافت او ولایت وو چی د لاندی ایات مفاد له امله پیغمبر ص پر هغه باندی مامور وو:

يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك و ان لم تفعل فما بلغت رسالته و الله يعصمك من الناس.

ای پیغمبره هغه څه چی ستا رب له لوری پرتا نازل سوی دی خلګو ته ورسوه او که دا کار ونه کړی نو خپل رسالت دی نه دی پوره کړی او بیم او بیره مه لره چی خدای تعالی تا د خلګو شر څخه ساتی.
پیغمبر ص امر وکړ چی ټوله حجاج هلته اجتماع وکړی او صبر یی وکړل چی نور پاته خلګ هم ورسیږی او مخته تلونکی خلګ هم بیرته وګرځی.
هر یو د بل څخه پوښتنه کوله چی څه سوی چی پیغمبر ص موږ په دی دشت او ګرمیو کی ساتلی دی او د تجمع امر یی کړی دی؟
وروسته چی صبر پای ته ورسیدل حضرت پیغمبر ص یو لوړ ځای ته وختل ترڅو ټوله خلګ یی ووینی او آواز یی واوری او علی ع هم خپل ښی لوری ته وساتله او وروسته د خطبه او د قران او عترت توصیی وروسته وفرمایل:
ألست اولى بالمؤمنين من انفسهم؟قالوا بلى،قال:من كنت مولاه فهذا على مولاه،اللهم و ال من والاه و عاد من عاداه و انصر من نصره و اخذل من خذله.

آیا زه مومنینو ته د خپلو څخه لمړۍ تصرف باندی نه یم؟ ټولو وویله چی بلی وو، وفرمایل زه چی د هر چا مولا یم دا علی هم د هغه مولا دی، خدایا هرڅوک چی هغه سره مینه لری د هغه سره مینه ولره او د هغه دشمن هم دشمن وبوله هر یو چی د هغه (علی) سره نصرت وکړی د هغه سره مرسته وکړه او هر یو چی هغه یواځی پریږدی هغه خوار کړه.

په دی ډول سره علی ع یی د ځایناستی په توګه وټاکه او امر یی وکړ چی دا مطلب حاضرین و غائبینو ته ورسوی. خلافت باندی ټاکل کیدل
مجتمعين ولى كربيضة الغنم فلما نهضت بالامر نكثت طائفة و مرقت اخرى و قسط آخرون. (خطبه شقشقيه)

د دریم خلیفه د وژل کیدو وروسته، مسلمین د حضرت پیغمبر ص مسجد کی سره یوځای سول او د خلیفه ټاکلو په اړه خبری وکړی او وویله چی د خلافت چاری باید داسی کس ته وسپارل سی چی د هغه څخه په حقیقت کی وتلای سی.
په هغه منځ کی عمار یاسر او مالک اشتر او رفاعه بن رافع او څو نور کسان چی د حضرت علی علیه السلام خلافت تږی وو خبری وکړی او خلګ د هغه حضرت سره بیعت ته آماده کړ.
ټول علی ع ته راغلل او هغه ته وویل چی لاس دی راکه ترڅو ستا سره بیعت وکړو ځکه چی بغیره له تا څخه هیڅ څوک د خلافت لپاره شتون نه لری او علی ع هم وویل چی لاس زما څخه واخلی ځکه زه هم ستاسو څخه یم او هر څوک چی مو وټاکل زه به هم دهغه سره بیعت وکړم دا ښه دی چی زه وزیر پاته سم تردی چی امیر سم.
مسلمین وویل چی د رسول الله ص اصحاب ستا څخه غوښتنه لری ترڅو د هغوی دعوت قبول کړی.
علی ع وویل چی تاسو زما د خلافت د حمل طاقت نه لری او ژیر یا لیری به د هغه څخه مخ واړوی ځکه چی د خلافت مساله یو ساده او عادی مساله نه ده بلکه یو دروند بار دی چی حمل کوونکی اوږه کوچنی کوی او د هغه څخه آرامش او آسایش هیڅته کوی، زه هغه کس نه یم چی د حقیقت دائره څخه پښه وباسم او د طبقاتی موهوم عناوینو لپاره د خلګو حق پایمال کړم او یا هم د اشرافو توصیه او سفارش لاندی قرار ونیسم، زه ترڅو چی د ظالم څخه د مظلوم داد وانه اخلم زما وجدان آرام نه نیسی او ترڅو چی د ګردنکشان پزه پر خاوره باندی ونه موږم ځان نه سم راضی کولای.
علی ع هر څه ددی خبری څخه فرمایلی رنجیدلی مسلمین نور هم فریادونه وهل او د اطاعت اظهار یی کوله، مالک اشرت نږدی سو او وویل یا ابا الحسن را ولاړ سه چی خلګ بیله تا کوم څوک نه غواړی او په خدای قسم که ددی کار څخه ځان وباسی نو د خپل مشروع حق څخه به پاته سی. ټوله مسلمین سره یوځای سول او رش یی جوړ کړل او وویل: ما نحن بمفارقيك حتى نبايعك، موږ ستا څخه نه بیلیږو ترڅو ستا سره بیعت ونه کړو.
علی ع وفرمایل: ان كان و لابد من ذلك ففى المسجد فان بيعتى لا يكون خفيا و لا يكون الا عن رضاء المسلمين و فى ملاء و جماعة.
اوس چی بله چاره نسته نو ټوله په مسجد کی یوځای سی او ترڅو بیعت زما سره پټ نه وی او باید د مسلمینو رضا په عام ملاء کی صورت ونیسی. ټوله مسلمین په مسجد کی سره یوځای سول او ټوله د هغه حضرت سره بیعت وکړ. علی ع په سر کی د څو لویو خنډونو سره مخ وو:
لمړۍ ځینی لوی کسان لکه عبدالله بن عمر او سعد وقاص او دهغوی په شان د هغه سره بیعت نه وو کړی.
دوهم داچی د دریم خلیفه عمال او حکام هر یو په یو ګوشه کی حکومت کوله او د هغوی عزل بیله کوم مزاحمت رامنځته کونی میسر او د امکان وړ نه وو.

دریم دا چی د عثمان د قتل مسله هم په منځ کی وو او علی ع هم ناچاره وو چی خپل وضع د دریم خلیفه قاتلینو سره روشانه کړی.
یو ورځ عبدالله بن عمر هغه حضرت د خلافت په څلورم ورځ وویل: داسی په نظر رسیږی چی ټوله مسلمین ستا خلافت سره موافقت نه لری نو ښه دی چی دا موضوع شورا ته پریږدی!!

علی ع وفرمایل: ته ددی کارونو سره څه؟ مګر زه د خلافت د مقام لپاره خلګو ته راغلی وم؟ خپله مسلمین ټوله زما کور ته نه وو راغلی؟ څه سوی دی چی اوس ته وایی د خلافت مساله دی شورا ته پریښودل سی؟ او وروسته هغه حضرت منبر ته ولاړل او کیسه ټوله خلګو ته مطرح کړ او خلګ د قرآن او پیغمبر ص د دستوراتو پرځای کولو لپاره را وبلل.

امام علی (ع) شهادت

دری کسه لکه عمرو بن بکر او برک بن عبدالله او عبدالرحمن بن ملجم د یو بل سره بیعت وکړ ترڅو عبدالرحمن بن ملجم حضرت علی ع په قتل ورسوی او برک بن عبدالله معاویه او همدارنګه عمرو بن بکر د عمرو عاص قتل لپاره سره بیعت وکړ.
برک بن عبدالله شام کی مسجد ته ولاړل او د رمضان میاشتی په ۱۹ کی د لمانځه لمړۍ صف کی ودریدل او چی معاویه سر پر سجده کښیښودل برک خپل شمشیر راو ایستل خو د وارخطایی له لاسه د هغه شمشیر د معاویه سر پرځای د هغه پر ران باندی ووهل سو او هغه ټپی سو او کور ته ولیږدول سو.
معاویه و برک ته وویل څنګه دی ددی کار جرات وکړ؟
برک وویل چی امیر دی ما وبخشی او زه هغه ته یو زیری لرم: معاویه وویل چی مقصد دی څه دی؟ برک وویل چی همدا اوس علی یی هم ووژله: معاویه د خبری تر معلومیدو پوری هغه بندی کړ او د خبری په څرګندیدو سره هغه آزاد کړل او د ځینو په روایت سره لکه شیخ مفید، همغه وخت د هغه د سر وهلو امر یی وکړ.
عمرو بن بکر هم مصر ته ددی کار لپاره تللی وو خو هغه شپه عمرو عاص سخت تبه نیولی وو او دهغه پرځای د ښار قاضی جماعت ورکاوه چی دی سره عمرو بن بکر د توری په واسطه هغه ووژله او ټول خلګ عمرو بن بکر عمرو عاص ته راوړل او هغه خپل ټول خبری و عمرو عاص ته وویل او عمرو عاص د هغه د سر وهلو امر وکړ.
عبدالرحمن بن ملجم: د شعبان میاشت په اخر کی کوفی ته ورسیدل او بیله دی چی خپل تصمیم څخه خلګ خبر کړی د آشنایانو څخه د یو چا په کور کی مسکن سو او د رمضان مبارک میاشت د ۱۹ رسیدو ته په صبر سو، یوه ورځ خپل ملګری لیدنی ته ولاړل او په هغه ځای کی ښایسته ښځه د قطام په نامه ولیدله چی پلار او ورور یی د نهروان په جنګ کی د علی علیه السلام په لاس وژل سوی وو او په لمړۍ لیدنه کی زړه د لاسه ورکړه او په لمړۍ لیدنه کی د هغه څخه د زناشوئی غوښتنه یی وکړه.
قطام وویل البته په عادی حال کی څوک نه سی کولای هغه ته لاسرسی پیدا کړی او باید هغه فاغل کړی او په غفلت سره هغه په قتل ورسوی تر څو زما زړه درد ته شفا ورکړی او که ددی کار په ترسره کولو کی ووژل سی نو د آخرت لاسته راوړنه به د دنیا څخه به ښه وی!! ابن ملجم ولیدله چی قطام هم د خوارجو څخه دی او د هغه سره هم عقیده دی وویل په خدای سره سوګند زه کوفه ته ددی لپاره راغلی یم چی علی ع په تقل ورسوم! زه هم ددی کار په ترسره کولو کی ستاسره مرسته کوم نو ابن ملجم یی وردان بن مجالد چی د قطام سره هم قبیله وو او د خوارجو څه وو، ته واستول او هغه په جریان کی کړ او د هغه څخه وغوښتل چی به دی کار کی د ابن ملجم سره مرسته وکړی وردان هم ( د هغه بغض له امله چی د علی ع سره درلودل ) د هغه غوښتنه قبول کړ.
بالاخره د رمضان مبارکی میاشت ۱۹ نیټه راورسیدل او ابن ملجم او یاران یی د علی علیه السلام و مسجد ته د داخلید په صبر وو.
ځینو ورځو علی ع هم لاس پر خپل شریف محاسن باندی تیروله او ویل به یی چی شقی ترین خلګ به دا ویښتان زما سر په وینو به رنګ کړی او د همدی لپاره خپل عمر آخیرو ورځو کی د خپل زامنو په کورونو کی میلمه کیدله او د شهادت په شپه هم د خپل لور ام کلثوم په کور کی میلمه وو.
د روژه مات په وخت کی دری ګولی ډوډی وخوړله او وروسته په عبادت باندی مصروفه سو او د شپی د سره څخه تر فجر طلوع پوری په تشویش کی وو، یو وخت آسمان ته کتله او د ستورو حرکت په نظر کی نیوله او هرڅه چی د فجر طلوع نږدی کیدله د هغه تشویش ډیریدله داسی چی ام کلثوم پوښتنه وکړه: پلار جانه ولی نن شپه داسی ناراحته یی؟ وفرمایل ما خپل ټول عمر په کارزار صحنو او معرکو کی تیرکړی دی او د پهلوانانو او شجا کسانو سره سره می مبارزه کړی دی، په یواځی کس سره د دشمن صفونو ته می ماته ورکړی دی او د عرب رزم جویی ابطال خاوری او وینی سره می لړلی دی خو ددی شیانو څخه باک نه لرم او نن شپه دا احساس کوم چی د حق لقا رارسیدلی دی.
بالاخره شپه تاریکه سوه او علی علیه السلام د کور څخه د وتلو عزم یی وکړ او په دی وخت کی هغه مرغابیانی چی هره شپه خپل خونو کی وو د امام پښو مخته لویدل داسی چی ګومان کیدله هغه د تللو څخه راګرځول!
علی ع وفرمایل چی دا مرغابیانی آوازونه کوی او ددی آوازونو وروسته به نالی او نوحی راپورته سی! ام کلثوم د هغه حضرت د خبرو څخه سخت پریشانه سو او عرض یی وکړ چی نو ښه دی یواځی ولاړ نه سی که ځمکنۍ بلا وی زه په یواځیتوب سره دهغه په دفع کولو کی قادر یم او که آسمانی قضا وی نو باید جاری سی.
علی علیه السلام مسجد ته مخه کړه او د بام شاته ولاړل او د سهار اذان یی وکړ او وروسته مسجد ته داخل سو او خوب وړلی کسان راویښ کړل او وروسته محراب ته ولاړل او د سهار نافله لمونځ یی کوله او وروسته ددی چی سجده ته ولاړل عبدالرحن بن مجلم په زهرو لړلی توری سره په داسی حال کی چی فریاد یی وهله لله الحكم لا لك يا على د هغه حضرت مبارک سر باندی ضربت ووهله او دهغه شمشیر په هغه ځای چی د عمرو بن عبدود شمشیر یا توره په هغه ځای کی وهل سوی وو وموښتله او د هغه مبارک سر تر تندیه پوری مات کړ او ابن ملجم او هملاری یی وتښتیدل.
د هغه حضرت د سر څخه وینی جاری سو او د محاسن شریف یی په وینو ولړل سو او په هغه حال کی وفرمایل:
بسم الله و بالله و على ملة رسول الله فزت و رب الكعبة.
قسم په هغه خدای چی رستګار سولم او وروسته یی دغه آیت شریف تلاوت کړ:
منها خلقناكم و فيها نعيدكم و منها نخرجكم تارة اخرى .
تاسو می د خاوری څخه پیدا کړی او بیرته خاوری ته وړم او بریته مو د خاوری څخه راژوندی کوم.
او واوریدل سو چی په هغه وخت کی جبرئیل د آسمان او ځمکی په منځ کی ندا ورکړ او وویل:
تهدمت و الله اركان الهدى و انطمست اعلام التقى و انفصمت العروة الوثقى قتل ابن عم المصطفى قتل على المرتضى قتله اشقى الاشقياء.
په خدای قسم چی د هدایت ستونونه مات سول او د تقوی نشانی محوه سو او هغه محکم رسۍ چی د خالق او مخلوق په منځ کی وو پری سول د مصطفی صلی علیه و آله د آکا زوی ووژل سو، علی مرتضی په شهادت ورسیدل او تر ټولو بد اشقیاء هغه په شهادت ورسول.
حسنین علیه السلام د کور څخه و مسجد ته وزغاسته او د بنی هاشم په مرسته علی السلام په ګلیم کی کور ته یوړل او ژیر د طبیب په لټه کی سو، طبیب د هغه حضرت پر سر حاضر سو او ذخم چی یی ولیدل په معاینه او آزمایښت باندی مصروفه سو او په تاسف سره وویل چی دا ذخم د اعلاج وړ نه دی ځکه چی شمشیر یا توره په زهر باندی لړل سوی وو او مغز ته ضربه رسولی دی او د ښه کیدو کوم هیله نسته.
علی علیه السلام د طبیب د خبری په اوریدو سره د نورو خلګو برخلاف چی د مرګ څخه بیریدل په ډیر کمال سره حسنین علیهما السلام ته وصیت وکړ ځکه چی علی ع هیڅ وخت د مرګ څخه نه بیریدل او ډیر ځلی ویلی وو چی هغه مرګ ته د کوچنۍ څخه هم ډیر لیواله دی چی مور شیدو ته لیواله دی!
علی ع و حسنینو ته وصیت وکړ او وفرمایل:
اوصيكما بتقوى الله و ان لا تبغيا الدنيا و ان بغتكما،و لا تأسفا على شى‏ء منها زوى عنكما...
تاسو د خدای تقوا او بیری ته سفارشوم او دا چی دنیا ونه غواړی او که دنیا تاسو وغواړی او هغه څه چی د دنیا څخه ستاسو له لاسه وتلی وی غم مه خوری او حق او رښتیا خبری کوی او د آخرت د پاداش او لاسته راوړني لپاره کار وکړی ستمګر دشمن وبولی او د ستم لیدلی سره یاری وکړی...
هغه حضرت و حسنینو ته وویل چی یواځی یو ضربت به ابن ملجم باندی وهی او علی علیه السلام د ضربت خوړلو وروسته د رمضان میاشتی تر ۲۱ پوری په کور کی بستری وو او په عینی وخت کی د هغه کورنۍ سربیره خینی صحابه هم د هغه حضرت عیادت ته راتله . هغه حضرت ته شیدی ورکړل سو او هغه د شیدی خوړلو وروسته وویل چی خپل بندی یعنی ابن ملجم هم شیدی یوسی او که پاته سوم زه به ورسره حساب وکړم او که نه سوم پاته نو یواځی یو ضربه به هغه باندی واردوی ځکه چی یواځی یو ضربت یی پرما وارد کړی دی او حسنینو علیه السلام ته وویل:
يا بنى انت ولى الامر من بعدى و ولى الدم فان عفوت فلك و ان قتلت فضربة مكان ضربة.
زما زویه ته زما ولی امر یی او زما د وینی صاحب یی او که هغه وبخشی خپله پوهیږی او که په قتل رسوی د هغه یو ضربت په وړاندی به یو ضربت هغه باندی واردوی او ډیر نه)
د شهادت رسیدو په وخت کی هغه وفرمایل چی د کورنۍ ټول غړۍ راوغواړی ترڅو نور وصیت وکړی.
د علی ع اولاد د هغه اطرافو ته راټول سوی وو او په داسی حال کی چی د ژړا څخه د هغوی سترګی سره سوی وو د هغه حضرت خبری ته غوږ ورکول، خو د هغه حضرت وصیت یواځی د هغه اولاد لپاره نه وو بلکه د ټولو بشر لپاره دی...
جمعه ۲۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود: 144848 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *