دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 145226
حتی یو مرمي هم ولی طالبان یا داعش لاس ته ورسیږی؟!
د هیواد په شمال کی د جوزجان ولایتی شورا ځینی غړۍ وایی چی د ملی ځواکونو الوتکی د جوزجان درزاب ولسوالی امنیتی ځواکونو اکمالات او تجهیزات د داعش او طالبانو تروریستی ډلو کنترل لاندی سیمو کی غورځولی دی.
د رسنیو څخه په نقل سره، د جوزجان ولایتی شورا یو غړۍ وایلی دی چی داعش ډله د ځواکونو له لوری د غورځول سویو تجهیزاتو څخه په ګټه اخیستنی سره، قدرتمنده و ډګر ته راځی.
د جوزجان ولایتی شورا یو بل غړۍ ددی خبری په تایید سره وایی چی د درزاب ولسوالی وضعیت د اندیښنی وړ دی اواحتمال لری چی دا ولسوالی بیرته د طالبانو یا هم داعش په لاس سقوط وکړی.
په همدی حال کی د جوزجان پولیسو قومانده ویلی دی چی د الوتکو فنی مشکلاتو له امله، یواځی څو محدود صندوقونه د تجهیزاتو دا د طالبانو او داعش تر کنترل لاندی سیمو کی غورځول سوی دی او نور تجهیزات امنیتی ځواکونو ته تسلیم سوی دی.
که لوړ خبر صحیح وی، باید وویل سی چی بل ډول فاجعه په هیواد کی د ترسره کیدو په حال کی دی او دا فاجعه هغه وخت ژور او خطرناک کیږی چی معلوم سی یاد تجهیزات په درزاب ولسوالی کی د  طالبانو او داعش تر کنترل لاندی سیمو کی د پوهی او قصدآ غورځول سوی وی.
د جوزجان پولیسو قوماندان د هلی کوپترانو فنی نقص څخه خبری کوی او مدعی دی د هلی کوپترانو فنی مشکلاتو له امله ځینی تجهیزات طالبانو او داعش تر کنترل لاندی سیمو کی غورځول سوی دی. خودوه یا دری پوښتنی په دی منځ کی پیدا کیږی. لمړۍ پوښتنه دا چی دا څه ډول فنی نقص دی چی هلی کوپتران مجبوروی چی د تجهیزاتو یو برخه د طیاری دباندی وغورځوی او دوهم پوښتنه داچی ولی دا نظامی تجهیزات د داعش او طالبانو کنترل لاندی سیمو کی وغورځول سی او آیا په هلی کوپتر کی شته مامورین نه سوای کولای چی یو بل ځای د تجهیزاتو د غورځولو لپاره انتخاب کړۍ وای؟!
لکه څنګه چی پوهیږو داسی خیانتی عمل په تیر وختونو کی هم ترسره سوی دی او رسنۍ د مجلس نمایندګانو او عینی شاهدانو څخه په نقل سره د دولت مخالفینو کنترل لاندی سیمو کی د تجهیزاتو غورځولوڅخه خبر ورکړی دی.
لکه څنګه چی ډیر ځلی رسنۍ خپور کړی دی چی امریکایی ځواکونه اسلحی او مهمات د دولت مخالفینو اداری لاندی سیمو کی غورځولی دی او یاهم عینی شاهدان په دی اړه خبری کړی دی.
په دی حساب سره، یو موضوع روشانه کیږی او هغه د دولت مسلح مخالفینو سره مرسته کیدل د امریکایانو له لوری او هم که ونه سو ویلای د ملی وحدت حکومت سرانو او رهبران ټوله؛ خو په قاطعیت سره ویلای سو چی د طالبانو او داعش خائنانه سیاستونو موافقانو له لوری د ملی وحدت کابینی او نظام په بدنه کی چی په هر حال کی په افغانستان کی د طالبانی او داعشی نظام رامنځته کیدو سره موافق دی.
د مسلح مخالفانو سره داسی مرستی هر وخت ترسره کیدنه دا ګمان د هیواد مسائلو پوهانو په منځ کی پیاوړۍ کوی چی د ملی وحدت دولت ځینی سران د امریکایانو سره په یو څه کی تفاهم لری او هغه د افغانستان په څلور اړخو کی د مسلح مخالفینو پیاوړۍ کول دی، تر څو چی د افغانستان وضعیت همداسی چی امریکایان غواړی بحرانی او متشنج پاته وی.
یاد ګمانونه د انتحاری بریدونو او چاودیدونکو بریدونو او د طالبانو او داعش تهاجمی بریدونو په ډیریدو سره پر ولسوالیو باندی د هیواد په ځینو برخو کی، له مله نور هم پیاوړۍ کیږی؛ تر دی ځایه چی د ملی وحدت حکومت ځینی صاحب نظران د امریکایانو ګټو تامین لپاره یواځنۍ پروژه په افغانستان کی معرفی کوی او هغه د می اساس او اصل څخه نه بولی.
ډیر پوهان په دی باور دی چی د هیواد ملی وحدت دولت څخه په خوشبینانه قضاوت سره دا هیله کیږی چی په دی کارونو سره نور د خلګو سره واټن رامنځته نه کړی.
دولت یواځنۍ کار چی په دی برخه کی کولای سی فوری تحقیق دی او ددی کار عاملینو پیدا کول دی چی داسی خائنانه عمل ترسره کوی؛ ترڅو ددی لاری هم د خلګو باور جلب کړی او هم د دولت او حکومت دننه نفوذی کسانو ته یو عبرت وی. خو آیا زموږ دولت به داسی کار ترسره کړی. اوس دا چی تراوسه تجربه ددی برخلاف شکاره کړی دی او زموږ دولتمردان تراوسه ددی قضایاوو څخه هیڅ یو جدی نه دی نیولی او هغه لپاره وخت نه دی ایښی او نتیجه یی هم د ملت او دولت ترمنځ د واټن د ډیریدو لامل دی.
https://avapress.com/vdcf0tdyvw6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته