دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 145580
د ارګ په وړاندی د شمال مشرانو ائتلاف
عطامحمد نور؛ د بلخ والی، جنرال دوستم او محمد محقق په حکومت د کی د اصلاحاتو راوستلو لپاره، توافق کړۍ دی ترڅو یو لوی او قوی ائتلاف جوړ کړی.
د شمال دا دری مشران، د افغانستان خلګو اسلامی وحدت، اسلامی جمعیت او ملی اسلامی جنبش ګوندونو په نمایندګی تصمیم نیولی دی ترڅو یو ائتلاف د ( شورای عالی ائتلاف برای نجات افغانستان ) ترنامه لاندی جوړ کړی.
ددی ائتلاف مقصد په حکومت کی د اصلاحاتو راوستل بلل سوی دی او ډیر ژیر به په کابل کی د شتون اعلان وکړی.
ددی ائتلاف د فیصله نامه په ځینی برخه کی راغلی دی چی د هیواد سخت امنیتی او سیاسی شرایطو او د ملی وحدت حکومت اجراات کی رامنځته سوی غیری قانونی پروسی ته په کتو سره، د ملی وحدت زیان لیدل او د خلګو او حکومت او سیاسی جریانونو ترمنځ د واټن په ډیریدو سره او د نظام د سقوط مخه نیولو لپاره، دراتلونکی تبیین لپاره ناستی د مسئوولینو او هملاری موثر جریاناتو څخه جوړیږی او پریکړه کیږی.
سیاسی مسایلو کارپوهان وایی چی تازه ائتلاف، د مرکزی حکومت په وړاندی مهم رامنځته سوی ائتلاف وی.
د ائتلاف ارزښت په دا کی دی چی داسی مهری سره راټول کړی دی چی مخکی له دی د یو بل په وړاندی مخامخ کیدنه او تخاصم تجربه کړی دی؛ خو داسی سخت شرایط دوی مجبور کړی دی چی یو ائتلاف رامنځته کړی.
دا په داسی حال کی دی چی دا څو میاشتی مخکی جنرال دوستم، د اشرف غنی لمړۍ معاون وو او عطا محمد نور د نظام دننه اپوزیسیون هیات کی، د ښاغلی غنی او د هغه ټیم په وړاندی قرار درلود، داسی ائتلاف جوړیدنه د پیش بینی وړ نه وو.
ډیر مخامخ کیدنی د عطا محمد نور او دوستم په مزارشریف کی، ددی ادعا ثبوت دی.
د دوستم بغل ته کیدو وروسته او د هغه هدفمند پاکیدل د قدرت سازوکار څخه په ارګ ماڼۍ کی د اشرف غنی له لوری، دا ځل د ښاغلی نور نوبت وو چی قدرت مرکزی کانون ته نږدی سی او دا نږدی په دومره اندازی سره پررنګه وو چی حتی د ښاغلی دوستم پرځای د ښاغلی نور ځای پرځای کیدنه د ریاست جمهوری لمړۍ معاون په حیث بحث هم مطرح سو؛ هغه احتمال چی د بلخ والی هغه مردود وبلل او لمړۍ معاونت یی د ازبکانو یو سهم وبلل.
په دی حال کی، اوس داسی په نظر رسیږی چی د بلخ والی هم د اشرف غنی ته نږدیکیدو څخه، د دوستم په شان برخلیک پیدا کړی دی. دا کار د عطامحمد نور قومی او سیاسی اردوګاه پوری منسوب ځوانانو په وړاندی امنیتی مقاماتو او ماموران سخت غبرګون او د ارګ سخت غبرګون د عطا محمد نور صریح غوښتنو په وړاندی چی د لوړپوړی امنیتی مسئولینو د برکناره کیدو غوښتونکی سو لکه حنیف اتمر او د اسلامی جمیعت مشرانو قتل عام د څو ناکامه انتحاری عناصرو په مرسته د جنازه په مراسمو کی، نور هم مسجل کړ او ښاغلی نور، هم په پایتخت کی د سختو لاریونونو او کوچنی اختر په مراسمو کی د اشرف غنی حکومت څخه سختو نیوکو باندی لاس پوری کړ.
په دی منځ کی، محمد محقق چی اوس د عبدالله عبدالله دوهم معاون دی هم ددی څخه چی وزیران یی په کابینه کی صلاحیت نه لری او ټوله چاری د څو ابروزیر په لاسونو کی دی، ناراضه او ناهیلی دی او اشرف غنی د قدرت انحصار، د مالی سرچینو مدیریت صلاحیتونو ناعادلانه ویښ او دولت کلیدی تصمیم ګیریو کی ناعادلانه چلند باندی تورن کړ. هغه هم د کوچنی اختر په پیغام کی، د ارګ په وړاندی د خپل نوی تګلاری څخه پرده پورته کړ.
د حکمتیار بیرته راګرځیدنه او اشرف غنی څنګ ته قرار نیول هم ددی سیاسی او جهادی دری څیرو اندیښنو څخه حسابیږی.
په دی لړ کی د حکمتیار صریح مواضع په هیواد کی د سیاست او قدرت او قومیت راتلونکی برخلیک په اړه، د شمال مشران په ډیر سخت توګه قومی اندیښمند او قدرت تک قطبی کیدو باندی اندیښمند سوی دی او ددی څخه بیره لری چی دداسی وضعیت په ادامه کی به، که د طالبانو سره سوله پروژه هم سر ته ورسیږی، د سیاسی قومونو او ګوندونو لپاره به نور د قدرت په لوبه کی ځای پاته نه سی او د عبدالرحمان خانی د اقتدارګرایی بیرته ګرځیدو شاهد به وی.
د داعش ظهور او د هغوی فعالیت لمن پراخیدل په شمال کی چی د منځته راغلی تازه ائتلاف سنتی نفوذ او اقتدار حوزه کی هم د نورو خبرو څخه دی چی هغوی د یو بل ترڅنګ راټول کړی دی.
په دی منځ کی، د هر یو مشترک تجربی په تیر وختونو کی شکاره کړی دی چی د هغوی یو اړخیزه مقاومت د ارګ په وړاندی بی ثمره او بی نتیجه دی او یواځنی باقی لاره د اختلافونو پریښودل او د یو لوی ائتلاف جوړیدو لپاره د هغوی رضایت دی.
خو دا چی ددی ائتلاف نتیجه به کوم ځای ته ورسیږی او ارګ به کوم کار ددی ائتلاف د متلاشی کولو لپاره ولټوی، هغه مسایل دی چی د وخت په تیریدلو سره معلومیږی.
https://avapress.com/vdcivwazut1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته