دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 145860
د افغانستان ژغورنی لپاره ائتلاف؛ عمل او عکس العملونه
ریاست جمهوری د ( د افغانستان ژغورنی لپاره ائتلاف عالی شورا ) رامنځته کیدو په غبرګون اعلان کړی دی چی د اصلاحی او ائتلافی جریانونو څخه ملاتړ کوی؛ خو د قدرت ویښ افکار هیڅ وخت نه قبلوی.
د ګلبدین حکمتیار اسلامی ګوند هم ددی ائتلاف جوړیدنه خصمانه او ناسالم رقابت بللی او ویلی ددی چی دا ګوند هیڅ جریان ته اجازه نه ورکوی چی د نظام کمزوری کولو په لاره کی ګام پورته کړی.
فضل هادی مسلمیار؛ د سنا مجلس مشر دا ائتلاف غیری قانونی بللی او د حکومتی سمتونو څخه د ائتلاف مشرانو استعفا غوښتونکی سو.
خو محمد محقق؛ ددی ائتلاف د مشرانو څخه وویل چی دا ائتلاف د نظام د سقوط او کمزوری کولو لپاره نه دی؛ بلکه د زوروینی، حق کشی او په حکومت کی د نابسامانی د منځه وړنی لپاره منځته راغلی دی.
هغه ویلی دی: ځینی افراطیون چی ارګ ته نږدی دی د ژغورنی ائتلاف ته توصیه کړی دی چی حکومت څخه ګوښه سی. هغوی فکر کړی دی چی دا دری لوری... هغه کسان دی چی د ځینو مهربانی او عطوفت له امله حکومت ته ګمارل سوی دی ترڅو د هغوی په توصیه سره ګوښه سی.
سیاسی مسایلو ناظران وایی چی د ریاست جمهوری موضع او غبرګون د نوی سیاسی ائتلاف جوړیدو په وړاندی لکه څنګه چی انتظار کیدی محافظ کارانه او محتاطانه وو او دا شکاره کوی چی که څه هم حکومت پوهیږی چی دا ائتلاف اشرف غنی پوری تړلی منحصر تګلاری او د هغه نږدی اطرافیانو په وړاندی جوړ سوی دی او مقصد یی د انحصار ګرایی، استبداد، قوم ګرایی مفرط او نفی او د نورو قومونو هدفمند پاکونه د قدرت څخه بلل کیږی، دی؛ خو په دی حال کی، د جاری سختو شرایطو په پوهیدو سره، نه غواړی چی د مخالفانو او قدرتمند منتقدانو په وړاندی تازه جبهه خلاصه کړی.
په دی سره، د ریاست جمهوری محافظ کارانه او شکاره نرم غبرګون سربیره، کارپوهان وړاندوینه کوی چی د ارګ په وړاندی د تازه سیاسی اپوزیسیون مخامخ کیدنه، په دی صورت چی د نظام دننی او دباندی سیاسی مشرانو خشم او اعتراضات، د اشرف غنی له لوری، اساسی بدلونونو شاهد نه وی، اجتناب ناپذیره به وی.
څیړونکی وایی چی که څه هم ریاست جمهوری د سخت غبرګون څخه ډډه کړی دی؛ خو په مقابل کی د خپل غیری مستقیم اهرمونو څخه د اعتراضونو او خشم شکاره کولو لپاره، ګټه واخیسته.
د سنا مجلس مشر او اسلامی ګوندمشر صریح غبرګونونه ددی خبری تاییدوونکی دی.
هر دواړه څیری په تیرو کی هم په داسی شیبو کی چی ریاست جمهوری ماڼۍ د سختو اعتراضاتو او نیوکو لاندی راغلی دی، د ارګ ماڼۍ ملاتړ ته دریدلی دی او منتقدان ټکولی دی.
شکاره نمونه یی، د حکمتیار غبرګون د کابل اخیرو اعتراضاتو او لاریونونو په وړاندی چی د خراب امنیتی وضعیت او دولت پوښتنی منځته راوړونکی عملکرد په وړاندی رامنځته سوی وو، کارپوهان دی نتیجه ته ورسیدل چی حکمتیار خپل ځینی تعهداتو ته چی د اشرف غنی سره د رقیب قومی او سیاسی اردګاه په وړاندی کړی وو، عمل وکړ او دهغه ترشا ودرید.
دا دوهم ځل دی چی ښاغلی حکمتیار او فضل هادی مسلمیار په یو بحرانی او سیاسی سخت وضعیت کی د ارګ لوری نیسی.
د څیړونکو په باور، په حقیقت کی دا ارګ دی چی د حکمتیار او مسلمیار د ژبی څخه، خپل سیاسی منتقدانو اندیښمند کوونکی حرکتونو په وړاندی، غبرګون شکاره کوی.
په دی حال کی، د محمد محقق سخت او صریح غبرګوند ځینو کسانو مواضعو په وړاندی لکه مسلمیار او حکمتیار، شکاره کوی چی تازه سیاسی ائتلاف ددی لپاره آماده دی چی د حکومت دننه او دباندی چهارچوکاټ څخه د ارګ ریاست جمهوری او سیاسی حلقی سره مخامخ سی او داسی په نظر نه رسیږی چی د مسلمیار او حکمتیار په شان خلګو خبری او غبرګونونه د تازه سیاسی ائتلاف مشرانو په اراده کوم بدلون راوړی. ددی تازه ائتلاف مشرانو یو انګیزه د شته اختلافونو سربیره چی لری، د ارګ قدرت او هملاری جریانونو قدرت ماتونه دی. ددی ائتلاف هر مشر، په یو ډول سرهد ارګ له لوری بی مهری لاندی قرار نیولی دی او زیان لیدلی دی؛ بنا پردی، یواځنی باقی لاره، د ارګ قدرت ماتی لپاره د هغوی جمعی هڅی دی. په دی حساب سره داسی فکر نه کیږی چی د حکمتیار او مسلمیار په شان کسانو ګواښونو په وړاندی، په سادګی سره تمکین او شاته تګ وکړی.
https://avapress.com/vdcjmievyuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته