دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 146636
د غیری نظامیانو وژنی؛ د دولت کمزوری که د تروریستانو قدرت؟

 

سازمان ملل اعلان کړ چی د غیری نظامیانو تلفات د افغانستان په جنګ کی د ۲۰۱۷ څخه په بی ساری ډول ډیر سوی دی.

د جاری میلادی کال لمړنیو شپږ میاشتو کی ۱۶۶۲ تنه غیری نظامی کسان وژل سوی او ۳۵۸۱ تنه هم ټپی سوی دی. دا میزان د تیر کال په پرتله ۲ سلنه ډیروالی ښیی.

د سازمان ملل په ګزارش کی راغلی دی چی د غیری نظامیانو تلفاتو ۶۷ سلنه عامل تروریستان دی چی په هغه کی ۴۰ انتحاری بریدونو ته اشاره سوی دی.

یوناما وایی چی ۲۰ سلنه د وژنو او ټپی کیدنو څخه په کابل کی صورت نیولی دی.

تادامیچی یاماموتو؛ په افغانستان کی د سازمان ملل خاص نماینده وویل چی د چاودیدونکی توکو څخه غیری قانونی او مداوم ګټی اخیستنه ډیر د تاسف ځای دی او ګټه اخیستنه یی باید ودرول سی.

د ۲۰۰۹ میلادی کال څخه د سازمان ملل نمایندګی په افغانستان کی، د غیری نظامیانو وژل شوو شمیر ثبتولو باندی اقدام کړی دی، هر وخت دا آمار او شمیر مخ په زیاتیدو دی. په اخیرو کلونو کی چی ناتو او امریکایی ځواکونه د تروریزم سره مبارزه درولی دی او خپل پایګاوو او پټنځایونو ته تللی دی، دا میزان په بی ساری ډول سره، صعودی شکل نیولی دی.

د امنیتی مسایلو ځینی ناظران، دا کار د ناامنیو ډیروالی بولی او وایی چی تر هغه ځایه چی د دولت او امنیتی ځواکونو وجودی فلسفه او دنده د غیری نظامیانو او عادی خلګو لپاره سوله ایز ژوند برقراره کول دی، د غیری نظامیانو وژل کیدو آمارو ډیریدو سره، کولای سو دا نتیجه واخلو چی دولت د امنیت او سوله لرونکی ژوند تامین کی ناتوانه دی او خپل دنده په ښه توګه نه دی ترسره کړی. دی تحلیلونو ته په کتو سره، آیا کولای سو داسی استنباط کړو چی د غیری نظامیانو وژل کیدو ډیریدل، د امنیتی ځواکونو او دولت کمزوری شکاره کوونکی دی؟

دی پوښتنی ته ځواب ورکولو مخکی، باید دا په نظر کی ولرو چی په اخرو کلونو کی بالخصوص د هغه وخت څخه راهیسی چی خارجی ځواکونه، د امنیت تامین مسئولیت داخلی امنیتی ځواکونو ته ورکړل سوی دی او خپله د تروریزم سره مخامخ مبارزی څخه لاس اخیستی دی، په هیواد کی د غیری نظامیانو وژل کیدو اصلی مسئول، دولتی ضد تروریستی جریانونه دی نه دولتی ځواکونه؛ خو د امنیتی مسئولیتونو لیږد مخکی، خارجی ځواکونه د شپنۍ عملیاتونو له امله چی پر کورونو باندی ترسره کول، د مسلح ځواکونو ترڅنګ، د عام خلګو د وژنو اصلی عواملو څخه بلل کیدله.

دی کار ته په توجه سره، پوهان بله پوښتنه مطرح کوی او هغه دا چی آیا د غیری نظامیانو وژنی ډیریدل د تروریستی عملیاتونو له امله، د تروریستانو او مسلح ځواکونو قدرت نیونی په معنی دی؟

په دی برخه کی، مهم نکته داده چی د تروریستانو لپاره، د غیری نظامیانو ژوند څخه ساتنه، هیڅ وخت لمړیتوب نه دی درلودلی. که څه هم په اخیرو کلونو کی، د طالبانو مشرانو او نورو دولتی ضد مسلح جریانونو مشرانو پیامونو کی، د غیری نظامیانو ژوند ساتنه باندی ټینګار سوی دی؛ خو عملی نتیجه ددی کار برعکس ثابت کړی دی او دا په دی معنی دی چی دا توصیی ډیر د عمومی افکارو تیر ایستنی او د څیړنیز نهادونو لکه یوناما ګزارشونو نتایجو په وړاندی دریدلو لپاره صورت نیسی.

د همدی لپاره هغوی هرڅومره چی ګڼه ګوڼو ښارونو باندی خپل عملیاتونه ډیر کړی دی، ډیر غیری نظامیان هم د مرګ خولی ته استولی دی.

د جنګی عملیاتونو لکه انتحاری بریدونو ډیریدنه هم د دولتی او امنیتی ځواکونو بالخصوص کشفی او استخباراتی ارګانونو کمزوری شکاره کوونکی دی او هم د دولت سلطی لاندی سیمو کی د تروریستانو نفوذ په معنی.

د مثال په توګه، هغه وخت چی انتحاری ترویست د پاکستان یا بل ځای څخه ځان د یو لوی چاودیدونکی تانکر سره کابل او سخت ساتل سوی سیمه یعنی وزیر اکبر خان ته رسوی او ځان د لسګونو دولتی او امنیتی او سیاسی او خارجی نظامی نمایندګیو کی ځان ته چاودنه ورکوی او په سلهاوو تنه وژنی، دا هم د دولت او خارجی ځواکونو کمزوری شکاره کوونکی دی او هم د تروریستانو قدرت نیونی په معنی دی.

بناپردی، دولت د قصور په برخه کی د غیری نظامیانو امینت ساتنه او د تروریستی بریدونو مخنیوی لپاره مسؤول دی او تروریستان هم د خنډونو او فلترونو څخه په تیریدو سره، د غیری نظامیانو تلفاتو تحمیلولو کی پیاوړۍ سوی دی؛ ځکه چی د هغوی لپاره یواځی وحشت او ډار رامنځته کونه ارزښت لری، ددی څخه په صرف نظر سره چی آیا عادی خلګ وژل کیږی یا که دولتی کارمندان او امنیتی ځواکونه.

https://avapress.com/vdcbf0b80rhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته