دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۰
د مطلب کود : 146913
دایکندی او بامیان ته د ولسمشر معاون د سفر یادداشتونه

 

اقتصادی او ټولنیز پراختیا یو ډیر پیچلی او وخت نیونکی پروسه ده. په افغانستان کی په عمومی توګه او خاص مرکزی سیمو هزاره جاتو کی تر اوسه هم پراختیا ته د رسیدو لپاره په عصری معنی، ډیر وخت او خاصو شرایطو ته اړتیا سته.

زما په نظر دری مرحلی څخه باید تیر سو: لمړۍ سیاسی پراختیا د یو سیاسی پایدار نظام رامنځته کیدو په معنی د قانون حاکمیت او خلګو اراده په اساس او دوهم کلتوری پراختیا په باورونو او فکرونو او کلتوری او ټولنیز تګلارو کی د بدلون په معنی او په دریمه مرحله اقتصادی پراختیا قرار لری یعنی د سیاسی پراختیا او کلتوری پراختیا د محصول په معنی.

دا هغه تجربی دی چی په نورو هیوادونو کی د خاصو محیطی توپیرونو په شتون رامنځته سوی دی.

نن په افغانستان کی د هر درو مرحلو په وړاندی لوی چالشونه او ریشه داره خنډونه شتون لری اوپه همدی ترتیب پراختیا په هر زون او هر ولایت کی، د هیواد عمومی وضعیت څخه په متاثره وی او هیڅ ولایت به د بل څخه بیل نه وی.

په هزاره جاتو کی پاته کیدل او محرومیت د نورو ولایتونو په شان د هیواد عمومی وضعیت پوری اړه لری چی په راس کی یی دوامداره سیاسی او کلتوری انقطاع او جنګونه او تاوتریخوالی او همدارنګه سیاسی نظام حاکمیت کی پایداری نه شتون او قومی او تبیعض لرونکی تګلاری دی چی ډیر تاریخی ریشه لری او د ټولو بدلونونو سربیره چی په دی یو او نیم اخیره لسیزه کی رامنځته سوی دی او تراوسه هم هر اړخیزه ملی باور د یو پراخ ملی تفاهم په اساس منځته نه دی راغلی. په همدی اساس موږ باید ادعا ونه کړو چی څه مو کړی دی او چیری رسیدلی یو. موږ ټول باید مراحل په تدریج او په دقت او جدی اراده سره طی کړو ترڅو پراختیا ته نږدی سو.

ددی عمومی بحث څخه تیر، که د هزاره ټولنی عینی واقعیتونو ته په عمومی توګه او خاص توګه دایکندی او بامیان ولایاتو ته وګورو، یو بنیادی او غیری انتظاری بدلون به ووینو.

زما په نظر بامیان په دی اخیرو ۱۵ کلونو کی مرحلی ډیر په ښه توګه تیروی. په بامیان کی هغه هیلی چی کلونه مخکی کښیښول سوی وو، اوس یو دیر ښایسته نهالونو باندی بدل سوی دی چی ثمر ورکولو ته نږدی سوی دی.

د ولایت مرکز او ولسوالیو خلګ یو ډیر ښه او پوهی او هوشیاری مرحلی ته رسیدلی دی او په ښه توګه کولای سی خپل داخلی وضعیت مدیریت کړی.

اوس بامیان په مرئی او غیری مرئی توګه د هیواد ټولو اوسیدونکو او مرکزی حکومت او حتی بین المللی نهادونو توجه مرکز کی قرار لری.

د مرکزی حکومت انکشافی پروژی او بودجه و بامیان ته د هر سیمی په نسبت دتطبیق په حال کی دی.

ښاغلی زهیر د بامیان والی په دی دوو کالوکی خپل ماموریت په ښه توګه مخته وړلی دی او باید ټوله د هغه د هڅو څخه قدردانی وکړی.

مهم نکته چی د هر څه مخکی بادی د بامیان په اړه باید ووایم او ورباندی ټینګار وکړم دادی چی ټوله مخصوصا دبامیان سیمه ایزو ادارو مسئولین باید پوه سو چی هر اړخیزه پراختیا اساس، انسانی پراختیا دی چی معارف او عالی زده کړو پوری اړه لری او باید هڅه وکړو چی بامیان د زده کړی او تعلیمی افت سره مخ نه سی.

خو په دایکندی کی وضعیت بل شان دی. لمړۍ داچی یو ځوان او تازه تاسیس ولایت دی چی یواځی ۱۳ کاله یی د عمر څخه تیریږی، هغه هم په داسی حالت کی چی داولایت د ولایت کیدو مخکی هیڅ خشت پر بل خشت باندی نه وو ایښول سوی او خلګ په مطلق توګه د اداره او دولتی او حکومتی مدیریت سره نابلده وو او په همدی اساس د هغه بودجی مقدار چی په دی اخیرو کلونو کی په دی ولایتونو کی په مصرف رسیدلی دی او پروژی تطبیق سوی دی، سربیره پردی چی د توجه وړ وو خو د محرومیت او اړتیا پراختیا په سبب، ملموس او د لید وړنه دی.

دوهم دا چی دا ولایت د تجارت او ترانزیت په لاره کی قرار نه لری او د جغرافیایی لحاظه د هیواد هیڅ حلقوی سړک سره وصل نه دی او هوایی ډګر حتی په ابتدایی شکل هم نه لری. او هیڅ ډول معادن هم د ګټه اخیستنی لپاره نه لری.

خو همدا اوس یو څه ځوان هیلی په دی ولایت کی منځته راغلی دی.

نیلی د یو تازه تاسیس ښار په حیث قد پورته کوی. د نیلی د ښاری مسایلو لپاره ښاری ماستر پلان تصویب سوی او پکښی دولت او غیری دولتی رنګارنګ تعمیرات او ښار اوسیدنی سیمی جوړ سوی دی.

د نیلی په یولویه تپه کی دولتی عالی زده کړو تعمیرات تهداب ګذاری سوی دی په بله برخه کی د نیلی په اخیره کی د شهرستان لوری ته د ښځو باغ او ښځو پراخ فعالیتونه لیدل کیږی...

خو تر ټولو مهم دادی چی نن او ددی ولایت د تاسیس وروسته، هر کوچنۍ انجلی او هر ځوان ددی ولایت څخه سر راپورته کوی او وایی چی موږ نور جنګ نه غواړو، د سولی او امنیت طرفداره یو. لمړۍ زموږ لپاره مکتب او کتابونه جوړ کړی او وروسته موږ د هیواد نورو ښارونو سره وصل کړی. دا هغه خبری دی چی هم هیله مند او شوق اوشکی د انسان سترګو څخه راباسی او هم ددی ولایت د خلګو برجستګی او شخصیت نمایش ته ږدی.

تراوسه داکندی د سړک او هوایی ډګر او بریشنا څخه برخمن نه دی، خو د ښخو قهرمانی لری چی د نارینه ترڅنګ کلتوری او ټولنیز او سیاسی فعالیتونه ترسره کوی او حتی په اقتصادی او تجارتی چارو کی برخه اخلی او خپل زامن حتی په زوړ او ژولیده او خاوری لړلۍ کالو سره مکتب ته استوی.

همدا اوس ددی ولایت محصلینو او معلمینو شمیر د هیواد لویو ښارونو سره رقابت کوی او ددی ولایت انجونی او هلکان د کابل په پوهنتونونو کی د هیواد تر شمالی ولایاتو پوری لکه قندهار او جلال آباد او حتی د هیواد څخه دباندی د علم ترلاسه کولو لپاره هڅی کوی.

ځینی ملګری زما څخه نیوکی او ګلایه کوی چی ولی په دی سفرکی کوم کوم مهمه پروژه می افتتاح نه کړه او خلګو ته کوم مهم پروژه می نه دی درلودلی، خو باید ووایم چی ددی سفر په اجندا کی داسی کوم څه نه وو او قرار هم نه دی چی هر یو خپل پیدایش ځای کی کار وکړی او یا کوم پروژه افتتاح کړی.

زموږ مقصد ددی سفر څخه داوو چی ددی ولایت تاسیس ۱۳ کلیزه کی، د سیمی خلګو څخه خبر واخلم او په لمړۍ ځل یو حکومتی عالی رتبه هیات د ښپږ تنو محترمو وزیرانو سره او ځینو اداری رئیسانو په ګډون ددی ولایت مرکز ته وغواړم ترڅو حکومت کلیدی لس اداری چی اصلی خدمتونه په اختیار کی لری، د نږدی څخه خپل برنامی اعلان کړی او هم د خلګو نظریات او خبری واوری او د سیمی مشکلات د نږدی څخه ووینی ترڅو د دایکندی لپاره اوږد مدته او لنډمدته عاجل برنامی تنظیم کړو.

نو د همدی لپاره د دایکندی محترم خلګو څخه مننه کوم چی ددی عالی اداری هیات څخه ښه راغلاست وکړه او ډیر بخښه غواړم چی په دی لنډ وخت کی د عالی او علمی شخصیتونو او ټولنیز او کلتوری فعال ډلو سره می لیدنه ونه سوای کړای. خو هیله مندیم چی دا سفر د خلګ غوښتنی او مطالبات او هغه مطالعات او ارزونی چی صورت نیولی دی، په جدی توګه تر تعقیب لاندی ونیول سی.

زه باور لرم چی ددی ولایت هیلی د خلګو په زړونو کی به یو ښایسته نهال باندی بدل سی او ثمر بخشه مرحلی ته ورسیږی او د پراختیا زمینه نه یواځی د دایکندی بلکه د ټول هیواد لپاره برابر کړی او د ۳۳ ولایتونو ترڅنګ د ملی وحدت تحکیم او ورور ګلوی ترویج او افغانستان جوړولو کی به سهم واخلی.

د خسرو بلخی په قول سره:

درخت تو ګر بار دانش بګیرد-به زیر آوری چرخ نیلوفری را

بسوزند چوب درختان بی بر- سزا خود هیمن است مر بی بری را

درود به دایکندی سرزیمن ګل بادام، سرزیمن دلبران

https://avapress.com/vdcjvmevtuqexhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته