کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فلسطین د اسلامی امت زخمی زړه

10 اسد 1396 ساعت 23:38


فلسطین د نړۍ استراتژیک او ژیوپولیتیکی نقطه دی چی د تاریخ په اوږدو کی ټولو قدرتونه ددی سیمی لاسته راوړلو پسی دی او هر قدرت چی پر هغه باندی تسلط پیدا کړی دی، د نړۍ محوریت یی لاسته راوړی دی او د خاورمیانه هیوادونو تیلو او تمدن څخه برخمن کیږی.

فلسطین د قدس په مرکزیت سره د مبارکو ځمکو څخه د درو سره ادیانو ( اسلام، مسیحیت او یهودیت) لپاره دی؛ د بیت المقدس شتون له امله او د حضرت خاتم (ص) معراج ځای لپاره د مسلمانانو لپاره دا ځای ډیر ارزښت لری.

فلسطین د مسیحیانو لپاره هم ددی لپاره ارزښت لری چی بیت المقدس، د مریم عبادت ځای او د حضرت عیسی ع د دفن ځای دی.

د فلسطین ځمکه د استراتژیکی او بین المللی له نظره د نړیوال حکومت لوری ته د حرکت شروع نقطه دی او دا لمړنۍ دلیل وو چی اسرائیل دولت جوړولو لپاره ددی ځمکی انتخاب وو. یهودیان، اورشلیم (بیت المقدس) د سلیمان پیغمبر ص معبد بولی او ددی جغرافیایی نقطی څخه د یهود نړیوال حکومت تشکیل په لټه کی دی.

د بنی اسرائیل قوم، د هر امت څخه ډیر خپل پیغمبرانو سره ظلم کړی دی او هغوی خبرو ته غوږ نه دی نیولی او هغوی په شهادت رسولی دی. د همدی ظلم او ستم له امله، د نړۍ بیلابیلو سیمو کی خپریدل او د اسلام ظهور او د حضرت پیغمبر ص راتللو وروسته او ددی ځمکی نیول د مسلمینو لمړنۍ خلیفه په وخت کی، که څه هم کوچنی ټولنی د یهودیانو او مسیحیانو څخه په دی ځمکه کی خپل دین باندی باقی پاته سو، خو په تدریج سره د فلسطین ډیر خلګ د هغوی څخه یهودیان وو، مسلمان سو. د دوهم ځل لپاره، دا مقدس ځمکه د اسلام نامداره فاتح له لوری سلطان صلاح الدین ایوبی له لوری د مسیحیانو له لوری فتحه سو چی په دی ځمکه کی د مسلمانانو مالکیت شکاره کوونکی دی.

د نړیوال صهیونیست په نامه یو سازمان او غورځنګ، په ۱۸۹۷ کال کی په بال سوئیس کی د یهود ۲۴۰ سرانو له لوری جوړ سو او د لویو نړیوال قدرتونو(انګلیس، فرانسه او آمریکا)  په ملاتړ سره د اسلامی ځمکی مالکیت ادعا وکړ.

بدبختانه یهودیان د اسلامی هیوادونو ضعفونو او اسلامی امت کی واحد رهبری نه شتون له امله، ددی خلا څخه په ګټه اخیستنی سره د اسلامی امت پیکر څخه ګټه اخیستی دی او د یهودیانو لمړنۍ مهاجرت موج و فلسطین ته په ۱۸۸۱ کال کی او دوهم مهاجرت موج د ۱۹۰۴ او ۱۹۱۴ کال کی چی تقریبآ د ۴۰ زرو په شاوخوا یهودیان دی سیمی ته راغله، د یهودی دولت جوړولو لپاره خپل هڅی شروع کړل.

د ۱۹۱۷ کال نوامبر ۲ تاریخ کی یو بیانیه د بالفورد په نامه د آرتوز جیمز بالفور، د بریتانیا هغه وخت خارجه وزیر له لوری، د والتر روتشیلد، یهودی سیاستمدار ته خطاب کی ولیکل سو او په فلسطین کی د یهودیانو لپاره ملی کور جوړونی لپاره د بریتانیا دولت ملاتړ څخه خبر ورکړل سو چی وروسته امریکا هم ددی څخه ملاتړ وکړ.

د بالفورد بیانیه په بین المللی برخه کی د اسرائیل هیواد جوړیدو لپاره شروع بلل کیږی.

خو یونسکو، د ملل متحد تربیتی او کلتوری او علمی سازمان، د ۱۳۹۵ کال عقرب ۵ تاریخ کی ددی ځمکی تاریخ، په مسلمانانو پوری اړوند وبلل او په یو قطعنامه کی دا نهایی تایید کړ چی قدس شریف و اسلام او مسلمانانو پوری اړه لری.

فلسطین د اسلامی امت ټپی زړه، د اسلام نړۍ درد لیدلی خاوره دی چی د اسلامی امت یو برخه او د اسلام ښه زامن په دی سیمه کی په خالی لاس د اسرائیل مدرن اشغالګرو سره مخامخ دی او مقابله کوی.

د اسلامی امت وحدت نه شتون ددی لامل سوی دی چی د زور ویونکی قدرتونو بالخصوص صهیونیستی رژیم په وړاندی کوم واحد جبهه منځته رانه سی، سربیره پردی ځینی اسلامی هیوادونه لکه عربی هیوادونه ددی پرځای چی په فلسطین او اقصا کی مسلمان وړونو او خویندو مظلومیت ته د پای ټکی کیږدی، د صهیونیستی رژیم او مشر ورور یی امریکا سره په خوش خدمتی سره، د هغوی قدمونو لاندی پیسی فرشوی ترڅو وکولای سی کاذبانه ملاتړونه د اسلام نړۍ بل برخی په وړاندی راپورته کړی. هغه سرچینی او پیسی د اسلامی امت دا چی باید د هغوی خیر لپاره په کار یوړل سی، په هغوی باندی اسلحی رانیول کیږی او ددی اسلحو څخه د مسلمانانو وژلو لپاره په یمن، بحرین، مصر، سوریه، عراق، لیبی، افغانستان او... کی ګټه اخیستل کیږی چی د هغوی لپاره د ننګ خبره دی.

یا په بله وینا ددی پرځای چی د اسلامی امت پیسو څخه د فلسطین مسلمانانو دفاع لپاره ګټه واخیستل سی، د مسلمانانو پیسو څخه د مسلمانانو وژلو لپاره ګټه اخیستل کیږی.

نن د اسلامی امت په ټولنو کی داسی ډلی سته چی د فلسطین خبره په عربو یا هم فلسطنیانو پوری اړوند بولی او وایی چی دا زموږ مشکل نه دی او باید خپله فلسطینیان یی حل کړی چی دا ډلی ددوو برخو څخه خارج نه دی؛ یا هم د ځینو هیوادونو مزدوران دی چی د هغوی په اشاره سره خبری کوی او غواړی د فلسطین او قدس شریف موضوع کمرنګه کړی او یا هم د اسلامی امت لپاره د فلسطین او بیت المقدس ارزښت او فضیلت څخه معلومات نه لری.

خو دا ډیر د هیله مندی خبره ده چی ځینی اسلامی حقیقی ډلی د خپل توان او قدرت اندازی سره د اشغالګرو په وړاندی دریدلی دی چی کولای سو ځینی ډلو نوم واخلو لکه حماس، غزالدین قسام او حزب الله. دا ډلی د ناچیزه امکاناتو په درلودلو سره، د خدای تعالی په توکل په ډیرو جنګونو کی، د اسرائیل توطئه خنثی کړی او لویو بریالیتوبونو ته رسیدلی دی.

بیا هم د اسلامی نړۍ ټولو ناهنجاریو او مشکلاتو شتون سره سره، استعمار ګر دی پوه سی چی بیت المقدس د اسلامی هیوادونو سره لیکه ده او هیڅ وخت به ددی اجازه ورنه کړی چی ددی مقدس ځای معنویت د کفاروپه لاسونو خدشه داره سی.


د مطلب کود: 147466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/147466/فلسطین-د-اسلامی-امت-زخمی-زړه

آوا
  https://www.avapress.com