کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عراق سفارت باندی برید؛ بدله که د جنګ لیږد؟

12 اسد 1396 ساعت 20:22


 

د داخله وزارت اعلان کړ چی په کابل کی د عراق پر سفارت باندی برید کی د ټولو مهاجمانو په وژل کیدو سره د ۴ ساعتونو وروسته پای ته ورسیده. پّ دی پیښه کی ددی سفارت دوه ساتونکی وژل سوی او دری تنه نور مجروح سوی دی.

ددی نهاد په خبرپاڼه کی راغلی دی چی دری تروریستان د امنیتی ځواکونو خاص پولیسو سره په نښته کی وژل سوی دی.

ددی نهاد د اعلان په اساس، د پولیسو خاص ځواکونه په سریع او په موقع اقدام سره برید سیمی ته رسیدلی دی او په لمړۍ اقدام کی د سفارت سفیر او سفیر معاون او کارکوونکی امن سیمی ته ولیږدول سو.

دا وزارت ټینګار کړی دی چی ددی سفارت هیڅ کارکوونکی ته زیان نه دی رسیدلی او یوپولیس په سطحی توګه تپی سوی دی.

د داعش تروریستی ډله ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د داخله وزارت په خبرپاڼه کی، داعش، د برید عامل بلل سوی او په دی خبرپاڼه کی راغلی دی چی وحشت رامنځته کونه، بیره او بی ګناه کسانو وژنه ددی ډلی مقصد دی.

د عراق خارجه وزارت اعلان کړ چی په دی برید کی ددی سفارت دوه امنیتی ساتونکی وژل سوی دی.

دا لمړۍ ځل دی چی د عراق سفارت په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی تر برید لاندی واقع کیږی.

امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی دا برید، که څه هم ډیر زیان نه دی اړولی؛ خو سیاسی نظره، ډیره مهم پیغامونه لری.

په دی برید کی د داعش ډلی مهمو انګیزو څخه، په قوی احتمال سره، ددی تروریستی ډلی هڅی، د عراق دولت څخه بدلی لپاره دی.

عراق په اخیرو کی د څو میاشتو سخت جنګ وروسته، وتوانیدل چی د داعش مرکزی پایګاه په موصل کی آزاد کړی او په دی ترتیب، داعش په عراق کی، خپل اصلی قدرت مرکز له لاسه ورکړ.

داعش سره د عراق خلګو بسیج او امنیتی ځواکونو جنګ جریان کی، دی ډلی باندی سخت زیان وارد سو او ډیر ځواکونه یی ووژل سو، د هغوی قددرت اصلی استوانه ماته سوه او حتی د هغوی فکر او عملیات اتاقونه، تسلیحاتی زراد خانی او نظامی هستی هم متلاشی سو او په دی ترتیب، داعش نه یواځی په عراق کی بلکه د خاورمیانه په نورو سیمو کی هم سقوط سره مخامخ سو.

طبیعی خبره ده چی دا لویه ضربه پر داعش ډلی باندی، د هغوی هواداران په نورو هیوادونو کی د بدلی اخیستلو باندی هڅوی.

په دی منځ کی، یو د هغه سیمو څخه چی امنیتی نظره زیان لیدونکی دی او هم داعش په هغه کی په ډیر عجیب ډول سره قدرت پیدا کوی، افغانستان دی.

په همدی دلیل، په کابل کی د عراق سفارت، د داعش سره هملاری تروریستانو لپاره مناسب مقصد بلل کیږی.

دوهم نکته، په کابل کی د عراق سفیر سره دوه اونۍ خبری ناسته

ی په ترڅ کی عراق دیپلماتیک نمایندګان په افغانستان کی، په موصل کی د داعش سره جنګ بریالیتوبونه جشن ونیول او په عراق کی د داعش پوره نابودی خبر ورکړ. دا کار په افغانستان کی داعش تروریستانو سره هملاری کسانو ته په کابل کی د عراق سفارت باندی برید لپاره انګیزه ورکړه.

دریم مساله، په افغانستان کی د داعش قدرت ښودنه ده. دا ډله ددی وروسته چی په عراق او سوریه کی سخت ماته وخوړه، ناګیزه او ناچاره دی ترڅو خپل بیری ساتلو لپاره د خپل سیمه ایز دشمنانو په وړاندی، نمایشی اقداماتو باندی لاس پوری کړی ترڅو شکاره کړی چی له منځه نه دی تللی؛ بلکه قادره دی چی د عراق او سوریه څخه د جنګ جغرافیایی ساحه افغانستان ته ولیږی. نو د همدی امله، د عراق سفارت باندی برید، مشخصا مسکو او تهران ته د بغداد کلیدی متحدانو په حیث د داعش سره په جنګ کی یو مشخص پیغام درلودی او دا چه په افغانستان کی د عراق او سوریه برخلاف هغوی د داعش سره جنګ لپاره نه سی راتللای!

 

ددی څخه مخکی هم ځینی سیمه ایز رژیمونه، په سوریه او عراق او نورو هیوادونو کی د تکفیری تروریزم سره مالی او تسلیحاتی او انسانی پراخ مرستو او ملاتړ باندی تورن وو؛ همغه رژیمونه چی په عراق کی د داعش قدرت نیولو څخه خوشحاله وو او هغه وخت چی عراق د داعش مرکزی پایګاوو باندی په موصل کی د برید غږ وسوه، هغوی سخت مخالفت وکړ او ډیر وخت په دی لاره کی خنډ رامنځته کوله.


د مطلب کود: 147621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/147621/عراق-سفارت-باندی-برید-بدله-د-جنګ-لیږد

آوا
  https://www.avapress.com