دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 147756
امریکا په یمن کی؛ د اشغال کړۍ، پوره کیږی

 

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړ چی ډیر ژیر به ددی هیواد نظامیانو څخه یو ډله یمن ته واستول سی.

پنتاګون د شنبه په ورځ اعلان کړ چی ددی هیواد خاص کماندو وی ډیر ژیر به د هغه ځواکونو ترڅنګ چی اوس په یمن کی د القاعده په وړاندی جنګیږی، به قرار ونیسی.

امریکایی کماندو وی قرار دی چی د منصور هادی، د یمن فراری ولسمشر پوری تړلی ځواکونو ترڅنګ او عرب اشغالګرو نظامیانو ترڅنګ وجنګیږی.

جف دیویس؛ د امریکا دفاع وزارت ویاند وویل: امریکا به ډیر مهم همکاری په دی سیمه کی ولری او دا برنامه د ۲۰۱۷ جنوری څخه شروع سوی دی. زموږ مقصد د اطلاعاتو ټولول او د هغه په اساس نظامی برنامه جوړونه ده ترڅو د تروریزم په وړاندی مبارزه ترسره سی.

دیویس وویل چی د امریکا ملاتړ په یمن کی حاضر نظامیانو څخه به صورت ونیسی.

هغه وویل چی دا هیواد تر اوسه د ۸۰ هوایی عملیاتونو څخه ډیر په یمن کی د القاعده او نورو تروریستی ډلو په وړاندی ترسره کړی دی.

په دی حال کی، کارپوهان د پنتاګون دا تازه تصمیم د القاعده سره مبارزی په بهانه یو هڅه د عرب په نړۍ کی د اشغالګرانه حضور او سلطه پیاوړی کولو لپاره بولی او وایی چی د امریکا یو اصلی مقصد د یمن په جنګ د حضور څخه، د سعودی عربستان ژغورنی او ددی رژیم عربی همپیمانه ژغورنه د یمن باتلاق څخه دی.

سعودی عربستان او هم پیمانه یی په داسی حال کی چی داسی فکر کوله چی د برق آسا عملیات کولای سی د انصارالله انقلابیون او یمن ملی ځواک پوری نظامی وفادار ځواکونه په سرعت سره ددی هیواد استراتژیک او حساس سیمو څخه لیری کړی او د منصور هادی متواری او تښتیدلی دولت بیرته قدرت ته وګرځوی، اوس د ډیرو تلفاتو او درانده لګښت په لیدلو سره د یمن په جنګ کی بند پاته دی.

هغوی په داسی حال کی چی یمن تر پوره محاصری لاندی قرار ورکړی دی او د هغه هیواد خلګ د ډیرو بحرانونو لکه وچکالی، وبا او بی سرپناهی سره مخ کړی دی، تراوسه نه دی توانیدلی چی خپل لومړنۍ مقصد ته پر یمن باندی سلطه لپاره او د هغه هیواد انقلاب مصادره د امریکایی-صهیونیستی امپریالیزم لوری ته ورسیږی.

په دی منځ کی، د سیمه ایزو مسایلو پوهان وایی چی امریکا او اسراییل رژیم که څه هم د یمن په جنګ کی د همغه سره حضور درلود؛ خو نتیجه یی داسوه چی انصارالله انقلابی ځواکونه او یمن ځواکونه د سعودیانو، صهیونیستانو او امریکایانو مقصدونو خنډ وګرځید چی ددی هیواد د راتلونکی لپاره لیدلی وو.

په دی حساب، اوس د القاعده سره مبارزی بهانه امریکایانو ته دا امکان ورکوی چی د یمن جنګ کی پراخ او مستقیم نظامی دخالت سره، هڅه وکړی ترڅو وضعیت د سعودیانو په ګټه بدل کړی.

دا اقدام په داسی شرایطو کی صورت نیسی چی امریکا کی د ترامپ دولت رامنځته کیدو وروسته، ددی هیواد چارواکی، هره ورځ ایران د سیمی په بی ثباته کولو او عربی هیوادونو لکه یمن په داخلی چارو کی مداخلی باندی تورنوی.

دا همغه څه دی چی عربی رژیم سران خوشحاله کوی او دا خوشحالی د امریکا مرګبار جنګ افزارونو او راکتونو تولید کارخانو سره مرسته کوی ترڅو د عرابو تیلو میلیونونو دالرو لاسته راوړنه د هغوی لوری ته ولاړ سی.

له دی نظره، د امریکا نظامی کماندو مستقیم حضور د یمن په جنګ کی، په یو معنی د جنګ شعله ور کولو په معنی دی او ددی سربیره چی امریکایان ایران په داخلی چارو کی په لاس وهنو تورنوی، خپله د امریکا څخه زرهاوو کیلومترو څخه ډیر فاصلی سره، مستقیمآ خپل نظامی ځواکونه په خاورمیانه کی مستقر کوی او په دی ترتیب، اسلامی هیوادونه خرابوی ترڅو مسلمان ملت د وبا او وژی توب او افغان غږ خبری آژانسرګی او کور نه درلودلو سره مخ کړی او د اسلام نړۍ طبیعی زیرمی تاراج باندی یوسی او خپل اشغالګرانه حضور او سلطه د عرب پر نړۍ او ټول اسلامی ټولنی باندی د همیشه لپاره مستحکمه کړی.

https://avapress.com/vdcftedyvw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته