دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۸
د مطلب کود : 148971
په افغانستان کی د مذهبی جنګ لپاره کوم دلیل شتون نه لری

 

 

په دی ورځو کی په افغانستان کی د سختو او عجیبو بدلونونو شاهدان یو. لکه څنګه چی وینو د شیعیانو مقدس اماکنو په وړاندی بریدونه شدت پیدا کړی دی او په دی دوو اخیرو کلونو کی د شیعیانو ډیر علماوی ترور کیږی.

که څه هم په افغانستان کی د شیعیانو مقدس ځایونو باندی بریدونو مسئولیت داعش ډله په غاړه اخلی او په ډیر آسانی سره اعلان کوی چی د مشرکانو فلانی مسجد زموږ کسانو تر برید لاندی راوړ او یا هغه مسجد لمونځ کوونکی په شهادت رسولی دی او د پوهانو په باور، د داعش همدا اعلانات د ډیرو داخلی او خارجی نقاق منځته راوړونکو لپاره کار آسانه کړی دی ځکه چی هغوی په راحتی سره د مسئولیت څخه ځان باسی او خبره پر داعش ډلی باندی تړی  او په دی توګه ځان د هر ډول شک څخه لیری ساتی.

نو د همدی لپاره پوهان په دی باور دی چی په افغانستان کی د شیعیانو په وړاندی جاری وضعیت د دینی عالمانو د ترور څخه نیولی پر مساجدو او حسینیو باندی برید پوری ټوله د یو مثلث څخه سرچینه اخلی او هغه مثلث د عربستان او پاکستان او امریکا اشتراک څخه جوړ دی او همدارنګه د هغوی اروپایی شریکان.

په دی مثلث کی یاد هیوادونه په ډیرو نقاطو کی ګټ ګټی لری چی یو یی په افغانستان کی د شیعیانو په وړاندی فشار پروسه ده؛ ددی پروسی په مرسته دوی غواړی چی په افغانستان کی پر شیعیانو باندی ځای دومره تنګ کړی چی شیعیان دی نتیجی ته ورسیږی چی دا سونیان دی چی د هغوی پر مقدسو ځایونو باندی بریدونه ترسره کوی او د هغوی مسلمان ځوانان او کوچنیان په شهادت رسوی؛ که نه نو ولی تروریستان سنیانو او دهغوی مساجدو باندی کار نه لری؟!

لوړ نتیجه هغه څه ده چی د افغانستان دشمنان د شیعیانو څخه غواړی؛ ترڅو په دی توګه خپل لوی مقصد ته چی همغه د حنفی او جعفری مذاهبو ترمنځ نفاق اچونه ده.

په دی منځ کی رقیب کوبی یا رقابت خبری هم سته چی سیاسی رقیبان هڅه کوی ترڅو په دی توګه د هیواد شیعه لوری حاکم په وړاندی د وضعیت څخه ګټه واخلی او خپل راهبردی او حزبی ګټو ته ورسیږی؛ په دی اساس یو هڅه کوی ترڅو یو د شیعیانو حقوق څخه د دفاع څیره ځان ته غوره کړی او خپل رقیب ډله د شیعیانو سره په دشمنی باندی تورن کړی.

د مثال په توګه استاد محمد نور؛ د بلخ والی د شیعیانو په وړاندی اخیرو بریدونو لپاره د حکمتیار او د هغه موضع ګیریو څخه نیوکی کوی.

په دی برخه کی د ښاغلی نور څو خبری باندی توجه کوو.

ښاغلی نور په بلخ کی په یو مراسم کی حکمتیار په هیواد کی د اختلافاتو منځته راوړلو باندی تورن کړ او وویل: ښاغلی حکمتیار ددی لپاره چی د ایران ضد هیوادونو څخه پیسی واخلی، د ایران او شیعیانو په وړاندی خبری کوی.

نور د اسلامی ګوند تظاهراتو شعار ته په غبرګون کی چی ویله د ایران امپراتوری سلطه پر بلخ باندی نه پریږدو، حکمتیار ته په خطاب کی وویل: په ایران کی چی تا څلور کاله ژوند وکړ، د سپاه پاسداران د پیسو څخه دی ګټه پورته کړ، په ایران کی دی ترټولو ښه دفترونه درلودل، اوس ته د ایران په وړاندی خبری کوی، عجب! انسان لږ هم باید وجدان ولری.

نور و حکمتیار ته په خطاب کی وویل: موږ په شروع کی داسی فکر کوله چی حکمتیار د غار څخه تازه راغلی دی او شاید وروسته ذهن یی روشانه سی، خو نه وسو. ټولو خلګو ته معلوم دی چی تسلیم سولی، چیری پټ وی؟ کوم هیواد تاته جیره درکوله، لږ شاته دی وګوره او وروسته شخصیتونو او ګوندونو او اقوامو باندی خبری وکړه.

نور د حکمتیار په خطاب کی زیاته کړه: ته چی د کابل قصاب باندی مشهوره یی، په کوم مخ کابل ته راغلی یی، تا خو اعلان کړی وو چی ترڅو چی په افغانستان کی یو خارجی هم وی، د رسول الله امت څخه به نه یم چی کابل ته به راسم او ته چی د امنیتی ځواکونو او ملت او حکومت په وړاندی جهاد اعلان کړی وو، په کوم مخ باندی دی جهاد بیرته واخیسته، ټوله څه خو پرخپل ځای دی؛ تراوسه امریکا دی او هم خپل ځواکونه ډیروی.

د بلخ والی دا خبری که څه هم حق دی او په حقیقت کی د اسلامی ګوند مشر شخصیت تر پوشش لاندی قرار ورکوی؛ خو یو څه رقیب کوبی حالت لری؛ ځکه چی ټوله پوهیږی چی د عطا په شان کسان هم پر خپل پخوانۍ مجاهدت باندی نه دی پاته او د هغه شخصیت په وړاندی قضاوت لپاره، همغه مبتذل برنامی خپرول په هغه باندی منسوب تلویزیون څخه کافی دی.

په هر حال د هیواد پوهان په دی باور دی چی د سنیانو او شیعیانو ترمنځ جنګ لکه څنګه چی د هیواد دشمنانو غوښتنه ده هیڅ وخت به په افغانستان کی رامنځته نه سی او د تبیان اسلامی ګوند مشر په وینا، د افغانستان دشمنان به دا هیله د ځان سره ګور ته یوسی.

https://avapress.com/vdcfecdyyw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته