دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۱
د مطلب کود : 149093
په افغانستان کی ثبات د امریکا په ګټه دی؟!
رکس تیلرسون، د امریکا خارجه وزیر وایی: په افغانستان کی د سولی او ثبات منځته راتلل، ساتنه د امریکا ده او دا هیواد اجازه نه ورکوی چی تروریستان په افغانستان کی بیرته قدرت ته ورسیږی.

په تیرو کلونو کی طالبان په افغانستان کی ښه پرمختګونه درلودلی دی، خپل نفوذ ساحی ته پراختیا ورکړی دی او په ځینو سیمو کی امنیتی ځواکونه نه دی توانیدلی چی د هغوی نفوذ ساحی پراختیا مخه ونیسی.

دا ځل امریکا د طالبانو ټکولو تګلاره په افغانستان کی ترلاس لاندی نیولی دی. طالبانو ته زموږ پیغام دادی چی تاسو به شاته اړ کړو او بیرته قدرت نیونی اجازه به درنه کړو.

د امریکا ولسمشر غواړی چی په افغانستان کی وضعیت بدلون ورکړی او امریکایی ځواکونه د افغانستان وضعیت سره سم افغانستان ته به واستول سی او د هغوی شمیر په اړه هغه امریکایی نظامی قوماندانان چی په افغانستان کی دی تصمیم نیسی.

پوهان په دی اړه بیل نظر لری، هغوی په دی باور دی چی ددی خبرو تر شا د افغانستان لپاره، د هغوی بیل څیره قرار لری؛ هغه څیره چی د پنتاګون عوام تیرایستنی څخه پرده پورته کوی او د هغوی حقیقی نیت او مقصد افغانستان او سیمی په وړاندی په خارجی سیاست کی شکاره کوی.

د امریکا خارجه وزیر زموږ هیواد قضیی په اړه وایی چی امریکا اجازه نه ورکوی چی تروریستان یو ځل بیا په افغانستان کی قدرت ته ورسیږی او دا خبره په افغانستان کی د امریکا نظامی چارواکو د عمل سره مخالف دی؛ څکه چی د مستند او حقیقی ګزارشونو له مخی، امریکایان د څلور کالو راهیسی په افغانستان کی د نوی پالیسی د پیاده کولو لپاره اقدام کړی دی او هغه په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی تجهیز او پیاوړی کول دی.

پوهان وایی په دی کی چی طالبان د امریکا دولت لپاره په وی سوځل سوی مهری باندی بدل سوی دی، کوم شک نسته. له بل لوری د طالبانو مشری په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو حضور کلونو په لړ کی، هر وخت د پاکستانی چارواکی په لاس کی وو چی دا د سپین ماڼۍ سرانو لپاره خوشاینده نه دی او د همدی لپاره امریکا دداسی ډلی په لټه کی دی چی د طالبانو ځایناسته کړی؛ هغه طالبان چی د پاکستان څخه آوریدونکی دی او خپل دشمن امریکایان بولی؛ اوس دا چی د هغوی ځایناستی ډله چی همغه داعش دی، د امریکایانو جوړ ډله ده او طبیعتآ د هغوی فرمان ته به غوږ سی.

بناء، لکه څنګه چی د امریکا خارجه وزیر ادعا کوی، د هغه ادعا وو برخلاف په افغانستان کی به سوله رامنځته نه سی؛ یواځی د جنګ او ناامنی شکل په دی هیواد کی بدلون کوی؛ په دی معنی چی طالبان مجبوره کیږی ترڅو ډګر پریږدی او دهغوی پرخای جانی تره ډله البته دامریکایانو په مرسته و طرحی سره په افغانستان کی پرکار راسی؛ داعش جاهل ډله که څه هم تراوسه کوم غوښتنه په افغانستان کی نه درلود، خو د امریکا په مرسته او د هغوی په هڅو سره په سیمه کی، په یو لوی تروریستی ډلی باندی د بدلیدو په حال کی دی چی قرار دی نه یواځی په افغانستان کی بلکه په ټول مرکزی آسیا او میانه آسیا کی او سیمه کی د امریکا ګټو ساتونکی وی او د هغوی نفوذ ته پراختیا ورکړی.

د پوهانو په باور هغه بدلون چی د امریکا خارجه وزیر په اړه یی خبری کوی هم په افغانستان کی د طالبانو پرځای د داعش تروریستی ډلی ځای پرځای کیدنی څخه بل څه نه ده. د استراتژی کارپوهانو په باور ترامپ د افغانستان لپاره په حقیقت کی یو نوی توطئی نه بل څه نه دی او د تطبیق په صورت کی، کوم شک نه شته چی په افغانستان کی به وضعیت تردی هم خراب سی.

پوهان وایی چی د طالبانو ټکونه په هغه صورت کی د افغانستان او د هغه خلګو ته ګټه مند او مثمر دی چی د هغوی څخه بدتره ډلی په تجهیزیدو بادی ختمه نه سی؛ که نه نو د افغانستان خلګو لپاره کوم ګټه لری چی د دشمن ملګری څخه وژغورل سی او د هغه څخه خطرناک او وحشی دشمن په دام کی ولویږی.

نو زړه سواند پوان د خلګو او هیواد لپاره د ملی وحدت دولت څخه هیله لری تر څو د خپل هیواد لپاره د ترامپ نوی استراتژی په وړاندی په احتیاط سره عمل وکړی او هوشیار وی چی کوم څه ناویلی او ناپوهیدلی امضا نه کړی؛ ترڅو د امریکا سره راهبردی پیمان تړلو په شان یو ځل بیا خطا ترسره کړی؛ هغه پیمان چی د افغانستان خلګو لپاره هیڅ ګټه نه درلود او نه لری او یواځنۍ ثمره یی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو حضور ته مشروعیت ورکول وو او دی.

خو واضح دی چی امریکا په افغانستان او سیمه کی د خپل تعریف سویو ګټو په لټه کی دی او دا ګټی په اوسنی حالت کی بیله جنګ او بحران منځته راوړنی نه میسره کیږی.

کریم محمدی

https://avapress.com/vdcb99b8frhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته