دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۶
د مطلب کود : 149257
سیلاب، افغانستانی غیری قانونی مهاجرین د دوغارون څخه میلک برد ته

 

 

 

د تیر کال ژمۍ څخه چی سیلاب د اسلام قلعه په بندر کی جاری سو او د مسئولینو په وینا د پلچکونو او لارو د خرابیدو لامل سو په صفری مرزی نقطو کی، افغانستانی غیری مجاز یا غیری قانونی مهاجرین چی د ایران څخه ایستل کیږی په هرات کی د دوغارون مرز پرځای میلک برد مرزته چی د نیمروز په ولایت کی دی ایستل کیږی.

شاید په لمړۍ نظر داسی معلوم سی چی مرز او مرز خو کوم توپیر نه لری، دوغارون ونه سو، میلک، شاید د ایران خاوری قلمرو ته نږدی مرزونو څخه دی او کوم توپیر شاید ونه لری خو په افغانستان کی هغه هیواد چی د بیلابیلو مشکلاتو سره مخ دی، سیمه د سیمی څخه توپیر کوی څه ورسیږی ولایت بل ولایت پوری.

سید حسین عالمی بلخی؛ د مهاجرینو او عودت کوونکو چارو وزیر په هغه کتنه کی چی د سږ کال حمل په ۳۰ د محمد رضا بهرامی؛ د ایران سفیر سره په کابل کی درلود، وویل: امکانات او تاسیسات په میلک کی د ۱۰۰۰ کسو لپاره په ورځ کی رامنځته سوی دی خو د اسلام قلعه مرز د تړل کیدو له امله، ورځ کی ۳۰۰۰ تنه، د ایستل سویو سربیره او په داوطلبانه توګه ددی مرز څخه تیریږی چی دا کار د خدماتو ارایه کول په دی مرز کی د مشکلاتو سره مخ کړی دی.

هغه په دی لیدنه کی وویل: ملی او بین المللی نهادونه ددی شمیر عودت کوونکو یا بیرته ګرځیدونکو قبلونی توان د میلک په مرز کی نه لری او اسلام قلعه مرز باید بیرته خلاص سی.

د ایران سفیر سره د هغه ورځی همکاری او مرستی قول څخه چی د اسلام قلعه د بیرته خلاصیدو لپاره یی کړۍ وو، نږدی پنځه میاشتی تیریږی خو تراوسه هغه کسان چی د ایران څخه ایستل کیږی د ښځو او کوچنیانو په شمول په ډیرو لګښتونو او دلاری اوږدو ناامنی څخه په لیدو سره د طالبانو تسلط لاندی سیمو د نیمروز ولایت میلک مرز څخه افغانستان ته داخلیږی.

ځینی هغه مهاجرین چی د ایران هیواد اقامتی یا اوسیدنی مدارکو نه شتون له امله ایستل کیږی د میلک مرز له لوری افغانستان ته واردیږی، د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کی، د لاری لیری والی، ناامنی او د طالبانو چلند څخه او د اوسیدو لپاره د مکان نه شتون څخه د اصلیو مشکلاتو په حیث خبر ورکړی دی.

هغوی وایی چی ځینی مهاجرین، په دی لاره کی د طالبانو د کمین سره مخ سوی دی او خپل ټول پيسی او سرمایه د لاسه ورکړی دی.

داکتر نصیر احمد نور؛ د افغانستان اسلامی جمهوری دولت سفیر په تهران کی، د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته د دوغارون مرز مربوطه مسائلو په اړه وویل: په سیمه کی مشکلات د مرزی اختلافاتو له امله دی چی څو سوه متره هم اوږدوالی نه لری او د تیر کال ژمۍ د سیلابونو څخه زیان لیدلی دی خو تراوسه دواړه لوری د بیا جوړونی لپاره توافق ته نه دی رسیدلی. د افغانستان دولت اعلان کړ چی هغه زیان لیدلی سیمه د دوغارون جاده څخه تر اسلام قلعه پوری  د خپل لګښت باندی جوړوی خو تراوسه د مقابل لوری څخه کوم د موافقت لپاره کوم ځواب نه دی راغلی.

په همدی حال کی، محمد عجمی؛ د رضوی خراسان خارجی مهاجرینو او اتباعو چارو مدیر کل هم ویلی دی، د هغه سیلاب له امله چی تیر کال د دلو په میاشت کی په هرات کی راغله، همغه ۵۰۰ مرزی اختلافی سیمه بیاجوړونی ته اړتیا لری چی بیا جوړونه یی یو اونۍ څخه هم ډیر وخت نه نیسی.

هغه وویل چی ددواړو لورو د تواقق بغیر کار د مرز په اوږدو کی د امکان وړ نه دی او ترڅو چی افغانستان عملی تصمیم ونه نیسی مرز به خلاص نه سی.

اوس چی کوم لوری موافقت نه اعلانیږی مهم نه دی، هغه څه چی ارزښت لری، د هغه مهاجرینو برخلیک دی چی ددی اختلاف له امله، مجبورآ لاره کوږ کړی دی او په سلهاوو کیلو متره اضافه مزل کوی او د ډیرو ناامنیو سره هم مخ کیږی، او معلوم هم نه دی چی دا سفر به په ښه توګه پای ته ورسوی او د تجربیاتو د ویلو لپاره چانس ترلاسه کړی که نه!

د تایباد ولسوال د رضوی خراسان په ولایت کی د دوغارون مرز د تړل کیدو څخه نیوکی کوی او ددی مرز د خلاصیدو غوښتونکی دی او د حکومت مسئولینو او ددی ولایت مسئولینو څخه د توجه غوښتونکی دی.

په هر حال شپږ میاشتی مخکی یو سیل راغله او دلاری یو څه برخه د ځان سره وړلی او د اختلاف موانع یی پرځای پریښوده ترڅو هر مهاجر چی ایستل کیږی یا هم داوطلبانه افغانستان ته راتلل غواړی باید ددی پنځه سوه متری لاری څخه تیریدو پرځای، د څو سوو کیلو مترو لاری سفر کولو باندی مجبوره کیږی په داسی حال کی چی دولتمردان پر څو سوو متری لاری جوړیدو باندی توافق ته نه رسیږی!

https://avapress.com/vdcdkn0f5yt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته