دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۶
د مطلب کود : 149313
ولسمشر د داعش په پایتخت کی
اشرف غنی؛ ولسمشر، د امنیتی وضعیت د څیړلو لپاره د یکشنبه په ورخ سنبله ۱۲ تاریخ کی ننګرهار ته سفر وکړ.

ولسمشر غنی د نظامی او غیری نظامی چارواکو سره په ختیځ ولایاتو کی د قول اردو ۲۰۱ سیلاب کی لیدنه وکړ.

ښاغلی غنی د سیلاب ځواک نظامیانو سره په کتنه کی، هغوی ته پر امنیتی ځواکونو باندی سرمایه ګذاری باندی باور ورکړ او وویل چی په راتلونکی څلور کال کی ۶ میلیارده دالره به په دی برخه کی مصرف سی.

هغه همدارنګه د امریکا تازه استراتژی ته د افغانستان په وړاندی اشاره وکړ او زیاته کړه چی د قاطع ماموریت یا ناتو ملاتړپه افغانستان کی پراختیا موندلی دی او نور به هم پراخ سی.

ننګرهار د افغانستان ختیځ څخه د ناامنو ولایتونو څخه ددی. طالبان کلونه په دی ولایت کی نفوذ درلود. ددی ولایت ځینی ولسوالی د داعش تکفیری ډلی اصلی پایګاوو څخه دی.

امریکا خپل مور بوم هم په همدی ولایت کی استعمال کړ.

کارپوهان وایی چی نه د دولت اقدامات او نه هم د امریکا مور بوم په ننګرهار ولایت کی د ولسوالیو مخه نیولی دی چی د داعش په اصلی پایګاوو باندی بدلی سی.

له دی مخکی هم ننګرهار دداسی سفرونو شاهد وو لکه چی حنیف اتمر د ولسمشر غنی ملی امنیت مشاور سفر ته په دی برخه کی اشاره کولای سو. اتمر، د ولسمشر غنی امنیتی کابینه کی ډیر مهم غړۍ بلل کیږی چی په ډیرو برخو کی، په ننګرهار کی د داعش سره په مرستو باندی تورن سوی دی. صریح او شکاره تور ظاهر قدیر؛ د ننګرهار نماینده په نمایندګانو مجلس کی پر ښاغلی اتمر باندی وارد کړ او د هغه په لړ کی، ځینی خارجی رسنۍ او همدارنګه ګوندنه او دولت منتقد جریانونه هم دا تورونه پر هغه باندی تکرار کړ.

په دی وصف سره، د تحلیلګرانو په باور، د اشرف غنی سفر و ننګرهار ته کیدلای سی د ننګرهار امنیتی وضعیت او د افغانستان دولت ملی مبارزه لپاره د تروریستانو سره یو عطف لوی نقطه باندی بدل سی چی د هغو څخه په اصطلاح سره د نظام په دننه کی تروریستان یادوی.

ښاغلی غنی ددی سفر په لړ کی کولای ځینی تصمیمونه واخلی، ځینی دستورات صادر کړی او ځینی ځای پرځای کیدنی ترسره کړی چی له امله یی په ننګرهار کی امنیتی وضعیت ښه سی او د داعش تکفیری ډلی امن ځایونه په اچین او کوت او پچیراګام او... ولسوالیو کی په افغانستان کی د ترور او تفرقه او تکفیر ګورستان باندی بدل سی.

چی دا ولسمشر له لوری د داعش ډلی سره مبارزی لپاره یو اړتیا بلل کیږی.

ښاغلی غنی باید ددی مقصد لپاره امریکایانو ته دا پیغام ولیږدوی چی افغانستان مسکونی سیمی، غیری سکونتی سیمی نه دی چی د آمریکا مرګونۍ تسلیحاتو آزمایش سیمی په حیث ځینی ګټه واخیستل سی.

د داعش سره مبارزه یواځی د بمونومور تبلیغاتی کمپاین سره لاس ته نه راځی. خارجی ځواکونه د آمریکا په مشری باید خپل عملی برنامی په افغانستان کی د داعش سره مبارزی لپاره باید کابل چارواکو پرمیز باندی کیږدی ترڅو مشخصه سی چی هغوی په دی برخه کی څومره جدی او مصمم دی او د وخت په تیریدو سره څومره موثر کارونه یی ترسره کړی دی.

داچی امریکایی نظامی قومانده په افغانستان کی د داعش ظهور سر کی اذعان کړ چی ننګرهار به د داعش په پایتخت باندی بدل سی، ددی دقیق ارزونی ترڅنګ دا هم باید ویلی وای چی آمریکا ددی کار د مخنیوی لپاره کوم مقصدونه ترلاس لاندی لری او د ارزونی وروسته ولی نن ورځ داعش نه یواځی د ننګرهار په څو ولسوالیو کی بلکه په هرات او کابل کی هم مرګونۍ عملیاتونه ترسره کوی او آمریکا او همپیمانان په اصطلاح سره د افغانستان استراتژیک همپیمانان، همداسی ساکته او تماشاچی دی.

د ښاغلی غنی امیدواری او زړه ګرمی د میلیاردو سرمایه ګذاریو څخه هم یو خبره ده چی لکه څنګه چی ادعا سوی دی مخته ولاړ سی، کلونه به وخت ونیسی ترڅو نتیجه ورکړی او د افغانستان ننۍ مشکلات فوری ډول به حل نه کړی.

که د ولسمشر خوشحالی شکاره کونه د ترامپ نوی استراتزی څخه هم که د تروریزم سره حقیقی مبارزی او داعش سره مبارزی سره یوځای نه وی نو ډیر ژیر به یو لوی ناهیله کوونکی ناکامی باندی به بدل سی.

https://avapress.com/vdcgqy9qwak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته