دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۰
د مطلب کود : 149848
د افغانستان اوافغانستان خلګو لپاره ویره اچوونکی توافقات

 

 

د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړ: ددی هیواد خارجه وزیر د ترکیه ولسمشر سره توافق کړی دی چی په افغانستان کی د سولی او آرامتیا لپاره سره کار وکړی.

خواجه آصف؛ د پاکستان خارجه وزیر د ترکیه ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه او خبری اتری کړی دی.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت په خبرپاڼه کی راغلی دی چی ترکیه دریم هیواد دی چی د پاکستان خارجه وزیر د هغه سره د واشنګتن تازه راهبردی په اړه د جنوب آسیا په وړاندی مشوره کوی.

خبرپاڼه زیاتوی: سوله په افغانستان کی په سیمه کی د ثبات لپاره، ډیر ارزښتناکه دی. دواره لوری توافق کړی دی چی د افغانستان سولی او ثبات لپاره، کار کوی.

ددی نه مخکی خواجه آصف د چین او ایران چارواکو سره هم کتنی کړی وو.

د یادولو وړ دی چی د پاکستان خارجه وزیر د سرګئی لاوروف، خپل روسی همتا سره د سازمان ملل امنیت شورا ناسته کی، هم لیدنه او خبری به وکړی.

د لوړ خبر څخه داسی اخذ کیږی چی د ترامپ دولت نوۍ راهبردی، د اسلام آباد سران اندیښمند کړی دی؛ ځکه چی د امریکا نوی راهبردی کی، د پاکستان دولت نور د امریکایی چارواکو عنایت او توجه محراق کی قرار نه لری او قرار دی چی پاکستانیان دولت سره یی مرستو تحریم سربیره، د ځینو ډار اچوونکو ډلو سره مبارزه کی چی د امریکایانو ګټی خطر سره مخ کړی دی، د هر وخت څخه جدی تره عمل وکړی.

د پوهانو په باور د پاکستان او ترکیه سرانو ترمنځ توافق څخه د افغانستان سولی او ثبات لپاره، ښه نه معلومیږی؛ ځکه چی دواړه هیوادونه نه یواځی دا چی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی مثبت کارنامه نه لری بلکه د سیمه ایز تروریزم ملاتړ کوونکو تور هم لاندی دی.

د پاکستان دولت په افغانستان کی او ترک سران په سوریه او عراق کی نه یواځی دا چی د داعش اوطالب او همداسی ډلو سره موثره مبارزه نه دی درلودلی؛ بلکه دواړه دولتونه خپله د تروریستی ډلو ملاتړ کوونکو څخه وو او اوس هم دی.

البته د ترکیه دولت د دوه کالو راهیسی دا ادعا کوی چی د داعش تروریستی ډلی سره اړیکه قطع کړی دی او هغه هم د داخلی فشارونو له امله وو چی د ګوندونو او بیلابیل ډلو له لوری د اردوغان پردولت باندی واردیدله.

د پوهانو په باور د ارزښت وړ نکته په همدی کی دی چی امرکایان سربیره پردا چی د دواړو هیوادونو کړنو څخه خبر درلود او هم لری؛ خو سربیره پرهغه ددی دواړو هیوادونو سره ډیر نږدی اړیکی هم د کلونو په لړ کی درلودلی دی.

د پوهانو په باور، پاکستانیان د تروریزم سره مبارزی لپاره خپل نوی نمایشی حرکت شروع کړی دی او هڅه لری چی په پیچلو حرکتونو سره امریکایی چارواکی وغولوی او هغوی ته داسی شکاره کړی چی ګویا د ترامپ دولت نوی موضع، د اسلام آباد سران دی ته مجبور کړی دی چی د تروریزم په وړاندی مبارزی لپاره اصولی او اساسی تجدید نظر وکړی.

له بل لوری د ډیرو کارپوهانو په باور، لمړۍ امریکا او غربی ملګری یی هم په افغانستان او سیمه او نړۍ کی د تروریزم سره مبارزی جدی نیت نه لری او پوهیږی چی پاکستانی چارواکی هم په دی برخه کی د هغوی شره یوشان فکر لری.

بناپردی دا ثابت دی چی په افغانستان کی حاضر خارجی دول او اسلام آباد او ترکیه او داسی نور دولتونه په راس کی یی امریکا د تروریزم سره مبارزی په بهانه غواړی په افغانستان او وروسته په ټول سیمه کی داعشی ډوله تروریزم ته پراختیا ورکړی او په دی برخه کی پاکستان او ترکیه مرستی ته اړتیا لری.

لکه څنګه چی د ترامپ نوی استراتژی کی د افغانستان په وړاندی، د طالبانو سره جدی مبارزه محوری دی او داهمغه څه دی چی امریکا او اسلام آباد سران یی غواړی؛ یعنی د طالبانو له منځه وړنه او په افغانستان کی د داعش پیاوړۍ کول؛ هغه څه چی پاکستانیان د هغه څخه ډیر ګټه نه سی اخیستلای او په حقیقت کی د هغوی نفوذ په افغاستان کی محدودوی.

د پوهانو په باور، امریکایان غواړی چی د سوریه او عراق ماتی وروسته افغانستان د داعش تروریستی ډلی لپاره امن پټنځای جوړ کړی او په دی برخه کی د ترکیه او پاکستان مرستی غوښتونکی دی او همدا خبر یو خطری زنګ د افغانستان او د افغانستان خلګو لپاره دی چی په افغان غږ خبری آژانسز راغلی دی.

https://avapress.com/vdcjxhevouqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته