دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۸
د مطلب کود : 149913
د ترامپ سخت انتخابونه او د برجام راتلونکی

دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، د برجام سره د سخت مخالفت سربیره، ویلی چی ډیر ژیر به په راتلونکی اکتوبر کی ټوله د هغه اقدام شاهد به وی چی د بین المللی پیمان په وړاندی به ترسره کړی.

ترامپ د پنجشنبه په ورځ، یو ځل بیا د ایران سره توافق ترټول بد توافق توصیف کړ او ادعا وکړ چی ایران د برجام روح ته زیان رسولی.

په همدی وخت کی د امریکا مالیی وزارت ۱۱ کسان او شرکت د ایران تحریم لیست ته زیاته کړه.

دا وزارت ویلی چی دا کسان او شرکتونه د پاسدارانو ځواک او سایبری بریدونو کی دخیل شبکو څخه ملاتړ لپاره د تحریمونو په لیست کی اضافه سو.

دا څوهم ځل دی چی امریکا د هسته ای توافق وروسته کسان یا شرکتونه د ایران تحریم لیست ته اضافه کوی.

په همدی وخت کی تیلرسون؛ د امریکا خارجه وزیر ویلی دی چی ایران د هسته ای توافق وروسته غوښتنی نه دی پوره کړی.

ښاغلی تیلرسون وویل چی د ترامپ دولت د ایران په وړاندی نوی سیاست تدیون په لټه کی دی او په دی سیاست کی به یواځی به د ایران هسته ای قابلیتونه ونه څیړی؛ بلکه د ایران ټول ګواښونه تر نظر لاندی نیسی.

د ترامپ خبری د برجام په وړاندی همداسی ادامه لری. اضافه پردی، هغه د امریکا کانګرس قوی ملاتړ څخه هم برخمن دی؛ هغه نهاد چی د جمهوری خواهانو په سیطره کی دی او په همدی دلیل، د ناظرانو په باور، د ترامپ لاس به د ترامپ په نقض کی په پوره توګه خلاصه وی.

خو آیا په حقیقت کی آماده دی چی برجام تر پښو لاندی کړی؟

هغه سخت پوښتنه چی په دی ورځو کی د ډیرو ناظرانو ذهن او ضمیر ځان ته جلب کړی دی. دی پوښتنی ته ځاب آسانه نه دی؛ لکه څنګه چی د ترامپ مخته د برجام په وړاندی انتخابونه آسانه نه دی.

ترامپ کولای سی په یو تصمیم سره، د برجام څخه د امریکا یو اړخیزه خارجیدل اعلان کړی؛ خو دا کار باندی لږ ناظران شک لری چی دا تصمیم به د امریکا لپاره به د ایران څخه ډیر لګښت ولری.

ترامپ په دی تصمیم سره، امریکا یو ګام نور بین المللی انزوا او خپل راهبردی متحدانو لیری کیدو ته نږدی کړی. یواځی کافی دی چی د برجام اروپایی ملاتړ کوونکی، د ترامپ دولت تصمیم قبول نه کړی او دی توافق دوام پیدا کیدو ته خپل ټینګار شکاره کړی. هغه وخت به د امریکا بین المللی انزوا شروع سی. امریکا به نور ونه توانیږی چی په امنیت شورا او نور بین امللی سازمانونو کی، د خپل اروپایی شریکانو بی قید او شرط ملاتړ ترلاسه کړی.

د امریکا نړیوال وجهه به په جدی توګه زیان ووینی. امکان لری چی اعراب او اسراییل ددی تصمیم څخه خوشحاله سی او د ترامپ څخه مننه وکړی؛ خو په عمل کی دا امریکا دی چی خپل اعتبار، اقتدار او بین المللی سیطری په لګښت سره، یو تاریخی کم ماننده توافق نقض کړی، بیله دی چی ددی تصمیم په وړاندی، عملا کوم څه لاسته راوړی.

که ترامپ دولت مشاوران او استراتژیستان داسی فکر کوی چی پر ایران باندی درانده محدودیتونو سره به وکولای سی د برجام مثبت او موثر اغیزی مخه د ایران سیمه ایز اثرګزاری او قدرت حوزه کی ونیسی، په خپل استراتژیک محاسباتو کی د یو سخت غلطی سره مخ سوی دی.

هغوی به دا حقیقت له یاده وړی وی چی ایران د بین المللی سختو تحریمونو د وضع کیدو په وخت کی، یو دم رشد وکړ. ددی هیواد هسته ای صنعت په دی دوره کی، یو نه بیرته ګرځیدونکی مرحلی ته ورسید ترهغه ځایه چی غربی قدرتونه، په نهایت کی مجبور سو، چی د پراختیا مخه نیولو لپاره د ایران سره توافق وکړی.

په دی حساب سره، ایران په تیرو کی په ښه توګه شکاره کړی دی چی ظالمانه تحریم په لړ کی، ډیر رشد کوی او نړیوال قدرتونو څخه بی نیازی او خودکفایی په لاره کی اوږد او سریع ګامونه اخلی.

ترامپ او ملګری یی ایران د سیمی په بی ثباته کولو تورنوی او په دی بهانی سره، د ایران په وړاندی سخت محدودیتونه وضع کوی چی په شکاره توګه د برجام روح ناقضوونکی دی.

https://avapress.com/vdccsoqs12bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې