خوښ ديک ۰
قران او امام حسین علیه سلام

قران او امام حسین علیه سلام

قران او امام حسین علیه سلام
امام حسین ع د قرآنکریم شریک دئ، له همدی کبله متعال خدای ج انحضرت ته د قرآن مجید خصوصیات او صفات ور بخښلی دي. قرآن عظیم الشان د انسان جوړونی کتاب دئ، داسی کتاب چی انسانان د نیکمرغۍ او کمال په لور هدایتوی. او حسین ع هم؛ نه یواځی د قرآن د مکتب شاګرد؛ بلکه د قرآن سره شریک او برابر دئ. له قرآنکریم سره د انحضرت شراکت، برابری او ملګرتیا، حضرت پیغمبر ص د«ثِقلَین» په حدیث کی بیان کړې ده. د قرآنکریم کتاب؛ صامت او بی نطق ، او امام ناطق او ګویا قرآن دئ. د خدای ګران رسول ص، په یو روښانه او څرګند کلام کی وفرمایل:« إنّی تارکٌ فیکم الثّقلین کتاب الله و عترتی لن یفترقا حتّی یردا علیّ الحوض ما إن تمسّکتم بهما لن تضّلوا و لن تزّلوا» یعنی؛ ما ستاسو امت په منځ کی دوه پاکیزه؛درانه او ګرانبیه څیزونه پری ایښی دي؛د خدای کتاب او زما عترت؛ چی زما اهلبیت دی؛ دغه دوه څیزونه هیڅکله له یو او بل څخه نه بیلیږی، ترڅو پوری چی په ما باندی د حوض کوثر په نزد وارد شی. تر هغه وخته پوری چی پدغو دؤو څیزونو لاس پوری کړئ، نه ګمراه کیږئ او نه ښوئیږئ. د حدیث شریف ثقلین څخه پوهیدای شو؛ چی د خدای ج کتاب او د پیغمبر اکرم ص عترت(اهلبیت) یو لړ ګډ اهداف لری. دغه دوه شیان حق او د ودې لارې ته لارښوونه کونکی دی، او له هر ډول کوږ والی او انحراف څخه لیری دي. د قرآنکریم په باره کی د زُمر مبارکی سورې په ۲۸ آیت کی لولو: « قرآناً عربیاً غیر ذی عوجٍ لعلهم یتّقون » یعنی؛ په عربی ژبه قرآن؛ چی هیڅ کوږوالئ پکی نشته، وی دی چی هغوی د تقوا لاره خپله کړی. د امام حسین ع په باره کی هم لولو؛ چی یوه شیبه یی له حق څخه باطل ته ګروهنه پیدا نه کړه، او له هغه منحرف نه شو:« لم تمل من حق الی باطل » یعنی له حق څخه یی د باطل په لور ګروهنه ونه مونده. یعنی؛ هماغه ډول چی قرآنکریم انسانان اسلام ته لارښوونه کوی، او خلګو ته د هدایت او صلاح لارې پرانیزی، امام حسین ع هم د ایمان او تقوا په لور د خلګو لارښوونه کونکی دئ. انحضرت د کربلا په لور د خپل تلو له هماغه پیل څخه؛ یواځی د خلګو د لارښوونه کولو په فکر کی ؤ؛ نه د مقام، ریاست او دنیا په فکر کی. حضرت امام حسین ع په هر ځای او موقعیت کی، خلګ په هرې وسیلې سره؛ د پاکیزه ژوند او د نور خواته هدایت او لارښوونه کول. انحضرت د خپل ژوند په ټولو شیبو کی، په تیره بیا له اموی ستمګرانو سره د خپلی اتلانه جګړې او عاشقانه شهادت په وخت کی، د حق او باطل د پیژندلو معیار وګرځید. قرآنکریم پاتیدونکې معجزه؛ روښانه بیّنۀ او الهی څرګند دلیل دئ؛ لکه څرنګه چی پخپله د انعام مبارکی سوری په ۱۵۷ آیت کی فرمایی:« جائکم بینة من ربکم » یعنی ستاسو له پرور ګار څخه روښانه او څرګند دلیل راغلئ دئ. حسین ع هم؛ الهی څرګند او پاتیدوکئ حجت دئ؛ چی هیڅکله به هیر او کم رونق نه شی؛ ځکه چی پخپله الهی څرګنده بیّنه او روښانه حجت دئ. د امام حسین ع په باره کی لولو:« شهادت ورکوم چی ته د خپل پرورګار له لوری پر څرګند حجت یی.» قرآنکریم د سرمشق ټاکلو په هکله، ګڼ آیتونه لری. لکه څرنګه چی د احزاب د مبارکی سوری په ۲۱ آیت کی فرمایی:« لَقَدْ کانَ لَکمْ فی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ یرْجُوا اللَّهَ وَ الْیوْمَ الْآخِرَ وَ ذَکرَ اللَّهَ کثیراً » یعنی د هغو کسانو لپاره؛ چی د خدای په رحمت او د قیامت په ورځ امید لری، او خدای ډیر یادوی؛ د خدای د رسول ژوند او کړچار ډیر ښه سمبول او سرمشق دئ.» متعال خدای ج پیغمبر ص سرمشق وټاکه، ځکه چی د انحضرت لوړې روحیې؛ مقاومت او صبر؛ هوښیاری او درایت؛ اخلاص او خدای ته پاملرنه؛ په پیښو باندی د هغه تسلط، او د سختیو او ربړو په وړاندی د انحضرت نه تسلیمیدل، هر یو کولای شی، د ټولو انسانانو په تیره بیا مسلمانانو لپاره سرمشق وی. حضرت امام حسین ع هم، د خپل نیکه په شان د خپل غورځنګ له هماغه پیل څخه، پخپلو خبرو او کړچار سره، داسی یو سرمشق وټاکه؛ چی تر قیامته پوری د نړۍ د ټولو آزادو خلګو او آزاد فکرانو لپاره سمبول او سرمشق وی. لکه څرنګه چی پخپله انحضرت هم د کربلا په لاره کی؛ خپل حرکت او غورځنګ عملی سرمشق معرفی کړ، او ویی فرمایل:« زما حرکت هم ستاسو لپاره سرمشق دئ» په حقیقت کی کله چی حسین ع، له یزید سره بیعت ونه کړ، او د هغه دولتی سیسټم یی له پوښتنی سره مخامخ کړ، او حسینی کلتور او روده یی له یزیدی کلتور سره د بیعت کولو وړ ونه باله، دغه سرمشق یی ټولو ته وړاندی کړ. ځکه چی د یزید مفکوره ممکنه ده په هر وخت او زمانه کی وی، او آزاد او خپلواک انسانان باید د دغو ظالمانو د ستم تر پیټی لاندی لاړ نه شی، او خوارۍ او ذلت ته تسلیم نه شی. متعال خدای ج عزیز دئ، او د خدای کتاب او پیغام هم، د خپل خاوند په څیر، عزیز دئ. لکه څرنګه چی د فصلت د مبارکی سورې په ۴۱ آیت کی فرمایی:« ان الذین کفروا بالذکر لمّا جاءهم و انه لکتب عزیز » یعنی په تحقیق سره؛ هغه کسان چی د دغه قرآن په نسبت چی د هغوی د هدایت او یادونی لپاره راغلی دی؛ کافران شول(څومره نادانان دي) پداسی صورت کی چی دغه کتاب په حقیقت کی عزیز او ماته نه منونکی دئ.» عزیز د ټینګ او نفوذ نا پذیر په معنا دئ، او حسین ع هم نه ستړی کیدونکئ او مبارز شخصیت ؤ. ټولو د انحضرت دغه نعره اوریدلې ده چی:« په خدای قسم! نه تاستو ته د ذلت لاس در کوم، او نه به د غلامانو په شان وتښتم.» د عاشورا په ورځ کی یی هم د تسلمیدو لپاره د ابن زیاد په ځواب کی وفرمایل:« هیهات منا الذلة » ذلت او خواری هیڅکله نه منم. ابن ابی الحدید، چی د اهل سنت ستر عالم دئ، وایی:« د نړۍ د ستم نه منونکو ستر پیشوا، چی د غیرت او د ذلت او خوارۍ په وړاندی یی، د تورو په سیوری کی د مړینی د انتخابولو درس نړیوالو ته ورکړ، حسین بن علی ع ؤ. انحضرت او د هغه یاران چی هیڅکله یی ذلت ته غاړه نه کښیښودله. پدی باره کی عرب شاعر څومره ښکلی شعر ویلی دئ:« د نیزو او تورو ګزارونو؛ د هغوی ټول بدنونه ټوټی ټوټی کړل، خو د هغوی روحی عظمت او بزرګواری یی، هیڅکله بدل نشو کړای.» قرآنکریم؛ په ځلونو د معروف او ښو چارو امر کړئ، او له منکر او بدو چار څخه یی منع کړی یو. د قرآنکریم د توبی مبارکی سوری په ۷۱ آیت کی راغلی دي:« با ایمانه نارینه او ښځی، د یو او بل ولی(یار او ملګری) دي، امر باالمعروف او نهی عن المنکر کوی، لمونځ ادا کوی؛ زکات ورکوی او د خدای او د هغه د رسول اطاعت کوی.» امام حسین ع هم، د خلګو د پیشوا په توګه؛ خپل شریف عمر د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په لاره کی تیر کړ. امر باالمعروف؛ د زړه له کومی-ژبنی او عملی دری مرحلی لری؛ چی حسین ع د زړه او د ژبی په وسیله د امر باالمعروف سربیره، په دغې مسئلې باندی عمل کول هم، نهای حد ته ورسول. انحضرت نه یواځی پخپلو ویناؤو سره د بنی امیې د جنایتونو په افشا کولو لاس پوری کړ؛ بلکه د حق په توری سره مبارزې ته را پورته شو؛ او د خپل عمر تر پایه پوری یی مقاومت وکړ. حسین ع خپل دغه حرکت او غورځنګ، د امر باالمعروف؛ نهی عن المنکر او د ټولنې د چارو د اصلاح کولو په نامه وباله، او پخپلو ویناؤو کی یی بیا بیا؛ د دغې فریضې یادونه وکړه، او په ډاګه یی د خپل حرکت یو هدف د همدغه مهم کار رښتنی کول وبلل. حضرت امام حسین ع د خپل پاڅون د اصلی انګیزې په بیانولو کی، په یوه جمله کی؛ خپل ورور، محمد حنفیه ته په خطابت کی، پخپله وصیت پاڼه کی داسی ولیکل: ما یواځی د خپل نیکه په امت کی د اصلاح په هدف سره، پاڅون وکړ؛ غواړم چی امر باالمعروف او نهی عن المنکر وکړم، او د خپل نیکه او پلار علی بن ابی طالب په رودې عمل وکړم!. کله چی امام حسین ع د«حر» له لښکر سره مخامخ شو، او د کوفیانو بی وفایی څرګنده شوه، را پورته شو او د یو لړ ویناؤو په ترځ کی یی داسی وفرمایل:« آیا نه وینئ چی په حق عمل نه کیږی، او د باطل مخه نه نیوله کیږی، پداسی شرایطو کی پر مؤمنانو فرض دئ، چی پاڅون وکړی او د خدای د ملاقات او شهادت مینه وال وی.» حسین ع پدې ویناؤو سره د خلګو د ټولو پرګنو د دندو په ښودلو سره، د چارو د اصلاح کولو، او د بنی امیې د ستمګرانو سره د کاملې مبارزې لپاره خپل هوډ او اراده اعلانوی، او دغه مبارزه د هغوی په ملاتړ پوری هم نه شرطمنوی، او دیته چمتو دئ چی خپل ګرانقدره ځان، پدې لاره قربانی کړی. ځکه نو د انحضرت په زیاترو زیارت نامو کی هم، همدغې مسئلې ته اشاره شوې ده:« اشهدُ انَّکَ قد اَقمْتَ الصَّلوة و آتیْتَ الزکاةَ و اَمَرْتَ بِالمعروفِ و نَهَیْتَ‌ عَنِ المنکر » یعنی شهادت ورکوم، چی تا لمونځ ادا کړ؛ او زکات دی ورکړ، او امر باالمعروف او نهی عن المنکر دی وکړ. هماغه ډول چی قرآنکریم؛ الهی تل پاتې او همیشنۍ معجزه ده، او د ټول تاریخ او ټولو انسانانو لپاه نازل شوئ دئ، او هیڅکله نه زړیږی؛ امام حسین ع هم، هغه تل پاتئ او پاتیدونکئ شهید دئ، چی هیڅکله به د هغه یاد؛ اهداف او پاڅون له یاده ونه وځی، بلکه هره ورځ لا زیات مطرح او زوږنده کیږی. حضرت امام صادق ع، د دې پوښتنې په ځواب کی چی ولی، قرآنکریم د خپریدو او د زمانې د تیریدو له کبله، لا تازه کیږی؛ و فرمایل:« متعال خدای قرآنکریم د یوې ځانګړې زمانې لپاره نه دئ ټاکلئ؛ او د خاصو خلګو لپاره یی نه دئ لیږلئ؛ ځکه نو د قیامت تر ورځی پوری، په هر وخت کی نوئ او د هرې ډلې لپاره تازه دئ.» د عاشورا له پرتمنې پیښې څخه، د ۱۴ ؤ پیړیو په تیریدو سره، د امام حسین ع د مصیبت؛ او د بی شمیرو فضایلو یادونه هم، روانه او زوږنده ده. تر دې ځایه پوری چی وینو د انحضرت عزادارۍ او د مصیبتونو یادونه، هر کال له تیرو کلونو څخه په لا ښه او لا پرتمینه توګه تر سره کیږی. او دا د دې ښودنه کوی؛ چی حضرت امام حسین ع او د عاشورا پیښه هم، د قرآنکریم د آیتونو په شان، په خاص ځای او زمانی پوری نه محدودیږی، بلکه د تل لپاره او تر ابده پوری تازه او زوږنده ده. ځکه چی حضرت پیغمبر ص وفرمایل:« د حسین د شهادت له کبله، داسی تودوخه او مینه د مؤمنانو په په زړونو کی ده، چی هیڅکله نه سړیږی.»
سرچينه : PARS
یکشنبه ۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود: 150353 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *