خوښ ديک ۰

محرم او د عزاداریو مشروع شکل

محرم او د عزاداریو مشروع شکل

 

شک نسته چی د شهیدانو سید او سالار؛ حضرت امام حسین(ع)  او د هغه یارانو عزاداری او سوګواری په احادیثو او مستند روایاتو کی راغلی دی او د همدی شرعی او مذهبی مجوزونو سره، پیړیو راهیسی مسلمانان به خصوص شیعی ټولنه د حضرت اباعبدالله الحسین(ع)  او یارانو په ماتم ناست دی چی په کربلا کی شهید کړل سو او د هغوی لپاره ماتم او اوښکی تویونی مجالس جوړوی.

البته دا ماتمونه او اوښکی تویونی باندی یواځی ظاهری شکل ونه لری او داسی هم نه دی او اړتیا سته ترڅو د امام حسین (ع) لپاره چی ره اوښکه توییږی او هر مجلس چی نیول کیږی او هم هغه آه او نالی چی د مسلمانانو زړونو څخه راوځی، د عاشورا د پیښی انسان جوړونی پیښی څخه تفسیر څخه دقیقه معنی او مفهوم ولری.

نو د همدی لپاره که د اباعبدالله هواداران او طرفداران په خپلو عزاداریو کی دا مشروع او معقول ملاحظات ترنظر لاندی ونیسی، په خودکاره توګه به د هغوی عزاداری او ماتمونه او د اوښکی تویونه د کربلا غورځنګ د اصلی پیغام او اخذ سره هملاری کیږی او د عاشورا څخه یو صحیح انسانی څیره و بشریت ته نمایش ته ورکول کیږی.

هغه شکل او ښه معقول او مشروع عزاداری چی هیڅ ډلی او طایفی ته د لمانځلو څخه مخالفت لپاره کوم څه نه وی؛ حتی که هغه ډله د خدای رسول اهل بیت دشمنانو څخه هم وی او په هر شکل چی د عاشورا لمانځنی څخه مخالف هم وی چی هم دی.!

واضح خبره ده چی داسی اخذ او لمانځنه د عاشورا او هغه رهبری پیغام حخه، آسانه کار نه دی او د کار په ادامه کی د امام حسین(ع) او لوی زینبی په شان هڅو ته اړتیا سته؛ خو له یو خوا دا اخذ او کربلا پیښی څخه تجلیل او تحلیل، د امام حسین شخصیت او روح پیژندنی لپاره د هغه سترشخص پیغام لاسته راوړلو او لیږد لپاره و نورو مسلمانانو ته چی حسین او د هغه مقصد حتی د پیړیو تیریدو سربیره په سمه توګه نه پیژنی او هغه ستر شخص د یزید په شان کسانو سره یوشان کوی او هغه ستر شخصیت د خلافت مدعی بولی، لازم او حتمی اړتیا سته او که په دی برخه کی او شیعیانو حیطه و خدای رسول اهل بیت هوادارانو سره تعلل وکړی او لږ فکر وکړی، د محمدی دین چی همغه کربلا غورځنګ دی باطن او روح سره ډیره لویه جفا به ترسره کړی وی.

اوس چی د امام حسین (ع) غورځنګ څخه لمانځنه او شعور او شعار ملګرتیا ارزښت یادول مهم وبلل سو، ددی ارزښتناکه څیز د عملی کولو لپاره لاندی نکاتو ته اشاره کیږی؛ ترڅو د امام حسین مقاصدو څخه په شخصی او جمعی ژوند کی تطبیق کولو لپاره معقول او مشروع توازق برقراره سی.

۱: د امام قیام او غورځنګ باطن ته په کتو سره، اړتیا سته ترڅو عزاداران او تکریم کوونکی د علماوو څخه نیولی تر مداحانو او نوحه ویونکو پوری د کربلا په اړه خرافه ویلو څخه ډډه وکړی اونوروته د عاشورا پیښی څخه په نقل کی افراط او غلو څخه ځان وژغوری ځکه چی دا امام حسین(ع) حقائقو او عاشورا غورځنګ حقیقت خدشه داره کولو سربیره، د خدای رسول اهل بیت دشنانو تبر ته لاس ورکوی او د امام حسین(ع) او کربلا غورځنګ څخه لمانځنی په وړاندی نیوکی راپورته کوی.

۲: د عاشورا اصلی پیغام او مقصد ته توجه کول او عزاداری او سوګواری ته په سطحی توګه نه مصروفیدل.

هغه څه چی ډیر په تاسف سره د مسلمانانو په ټولنه کی بالخصوص د شیعیانو په منځ کی په پراخه پیمانه لیدل کیږی؛ یعنی د حسینی غورځنګ ظواهرو ته توجه کول او د امام حسین(ع) انسان سازه مکتب اصل او باطل هیرول.

په ظواهرو باندی مصروفیدل په حقیقت کی همدا د خلګو له لوری په عاشورایی مراسمو کی افراط او تفریط دی چی په خیرات او نذریو او سیال داریو سره چی د امام حسین(ع)  او د کربلا نورو شهیدانو مقصد پوری اړه نه لری او یواځی ځان ښودنی یو حس دی.

۳: او په آخر کی دا چی تجلیلونه او لمانځنی د عاشورا څخه باید داسی وی چی د اسلامی امت ترمنځ د وحدت لامل وګرځی او د اسلامی مذاهبو ترمنځ د ورورګلوی حس پیاوړۍ کړی: نه داچی د اسلامی مذاهبو ترمنځ مذهبی تعصبات ډیر کړی او د مسلمانانو زړونه د یو بل څخه لیری سی چی نه خدای (ج) او نه هم د خدای رسول پرداسو کسانو باندی ښه وایی.

سی شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۲
د مطلب کود: 150493 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *