کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ثبات یا که د قدرتونو ګټو تامینول؟

6 میزان 1396 ساعت 0:12


 

 

 

په دا شپی او ورځو کی ډیر جالب اخبار افغانستان وضعیت په اړه توجه راټولوی. د امریکا دفاع وزیر هند ته باارزښته سفر او د هندی چارواکو سره د تروریزم په وړاندی مبارزی لپاره بیلابیلو خبرو اترو وروسته، د ناتو دبیرکل سره افغانستان ته وارد سو.

د افغانستان په چارو کی د سازمان ملل سیاسی نماینده په دی هیواد کی سیاسی حل لاری ته د علاقمندی په اړه خبری کوی.

تادامیچی یاماموتو؛ په افغانستان کی د سازمان ملل دبیر کل خاص استول سوی وویل: زه باور لرم چی افغانستان قضیه سیاسی حل لاره لری.

هغه زیاته کړی چی که تراوسه هم ډیر مشکلات مخته دی؛ خو موږ باید اجازه ورنه کړو چی نوی جنګ بیله سولی خبرواترو مخته پراختیا څخه شروع سی.

هغه ټینګار وکړ چی که داسی حل لاره مخته ونه نیول سی، فرصتونه به له لاسه ولاړ سی، په زرهاوو کسان به ووژل سی او ډیر مالی لګښتونه به بی ځایه سی.

عمران خان؛ د افغانستان طالبانو یو معنوی مشرانو څخه هم بیکار نه دی ناست او د پاکستان دولت او طالبانو څخه په نمایندګی سره خبری کړی او د سپین ماڼۍ سران او کابل دولت د طالبانو سره مقابلی لپاره ناتوانه بولی.

عمران خان د اسوشیتدپرس خبرګزاری په مصاحبه کی په شکاره توګه په طالبانو کی د پاکستان نفوذ بللی او ویلی چی دا هیواد کولای سی طالبان د مذاکری میز آماده کړی.

عمران خان وایی چی ترهغه ځایه چی پاکستان د طالبانو پرډله باندی نفوذ لری، ددی هیواد څخه باید وغوښتل سی چی دا ډله مذاکری لوری ته وهڅوی، نه دا چی دا هیواد ته د تاوتریخوالی، وینی تویونی او بمباران غوښتنی ورکړل سی.

هغه د امریکا ولسمشر اخیر بیانات ددی لپاره چی پاکستان د تروریستانو څخه ملاتړ کوی رد کړ او وویل: د دونالد ترامپ پالیسی ډیر ژور کمی لری، نه په هغه کی د پاکستان تاریخ او نه هم د افغانستان خلګو شخصیت درک سوی دی.

خو مسکو هم ددی لپاره چی د قافلی څخه پاته نه سی سریعآ لاس په کار سوی دی او ځینی سیمه ایز ناستی سلسلی د افغانستان پیچلی وضعیت حل او فصل لپاره شروع کړی او قرار دی یو ناسته د جاری کال میزان ۱۹ نیټی باندی مسکو کی یو بل ناسته رامنځته سی.

سرګئی لاوروف د روسیه خارجه وزیر په مسکو کی خبری ناسته کی وویل چی د اکتوبر میاشت یوولسم اړیکی ډلی غړۍ هیوادونه یو ناسته د افغانستان په اړه منځته به راوړی او کرملین چارواکی د کابل او طالبانو ترمنځ میانجیګری لپاره هڅی ترسره کړی.

د روسیی خارجه وزیر د خپل دوشنی ورځی په اظهاراتو کی وویل: په افغانستان کی سولی او ثبات ته لاسرسی پیدا کول د زور او جنګ له لاری نه تامینیږی، بلکه مشکلاتو باندی مذاکری او خبری اتری ثبات ته لاره آسانه کوی.

لاوروف په دی اړه وویل: موږ غواړو بین الافغانی ناسته رامځته کړو او دواړه لوری یو سیاسی حل لاری ته لاره ومومی.

لکه څنګه چی وینو د ترامپ نوی راهبردی اعلان د افغانستان او سیمی په اړه، ډیر هیوادونه یو دبل سره اچولی او ځینی هیوادونه لکه پاکستان او روسیه او حتی چین اندیښمند کړی دی. د سیمه ایز پوهانو په نظر د پاکستان دکترینو راهبردی کی د طالبانو څخه ملاتړ په لمړۍ درجه کی قرار لری او دا هیواد توانیدلی چی روسیه اوچین او تریواندازی پوری د طالبانو څخه ملاتړ راهبردی کی په افغانستان کی د قدرت ساتنی موازنه بدنه کی او سیمه کی د ځان سره هم غږه کړی.

د پوهانو په باور، روسیه او پاکستان او نور همغږه دولتونه په سیمه توګه پوهیږی چی د سپین ماڼۍ هڅی بالخصوص د ترامپ دولت نوی استراتژی اعلان، په افغانستان او سیمه کی د امنیت او ثبات منځته راوړلو لپاره نه دی؛ ځکه چی د همدی ادعاوو او د روسیه ارشد نظامی چارواکو ادعاوو له مخی، په افغانستان کی د داعش څخه ملاتړ د ترامپ دولت راهبردی په برنامو کی په لمړۍ برخه کی قرار لری؛ ترڅو ددی ډلی په واسطه، یاد هیوادونه او د هغوی ګټی په افغانستان او سیمه کی او حتی د هغوی مرزونو دننه د مشکل سره مخ کړی.

نو د همدی لپاره دی چی مخکی هم د روسیی نظامی ارشد چارواکی ادعا وکړ چی د داعش ډلی ماتی وروسته په سوریه کی، ددی ډلی مشران او سران د خپلو کورنیو سره، امریکایی الوتکو په واسطه یو نامعلومه نقطه ته ددی روسی مقام په نظر(افغانستان) ته لیږدول سوی دی.

همدارنګه د یاد هیوادونو چارواکو اندیښنو څخه هم معلومیږی، هغوی زیاتره پردی چی د افغانستان او د افغانستان خلګو په اړه اندیښمند وی، په افغانستان او د افغانستان څخه دباندی او خپل هیوادونو کی د خپلو ګټو په اړه اندیښمند دی.

خو په دی منځ کی دا افغانستان دولت او خلګ دی چی د معمول په شان د نورو او بیګانګانو او ګاونډیانو ګټو قربانیان سی او د همیشه په توګه سر یی بیله خولی پاته سی.


د مطلب کود: 150568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/150568/د-افغانستان-ثبات-یا-قدرتونو-ګټو-تامینول

آوا
  https://www.avapress.com