دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۰
د مطلب کود : 150626
د ملی وحدت حکومت دری کاله د پنځه حلقوی بحران په درښل کی

د هغه حکومت دری کاله تیر سو چی د ډیرو هیله ورکوونکو وعدو سره شروع سو. غنی او عبدالله خلګو ته اقتصادی او نظامی او ټولنیز وضعیت ښه کیدو وعدی ورکړی. که ملی وحدت ترنامه لاندی ائتلافی دولتونو شکل نیونی ډولونو ته نظر وکړو، دا حکومت، تر ټولو بیچاره جوړښت دی چی جوړ سوی دی ځکه د خارجی دولت نظامی او سیاسی او اقتصادی افیز لاندی جوړ سو. له دی مخی ددی جوړښت عمل د حقوقی او سیاسی کافی صلاحیتونو څخه دباندی څیړل کیږی. دا حکومت د پنځه حلقه ایزه زنځیری بحران د رامنځته کیدو سبب ګرځیدلی دی چی هغه شمیرو:

 

د مشروعیت بحران:

حکومت ونه توانیدل چی خپل مشروعیت بیرته وګرځوی. سیاسی نظامی جوړښت تعریف نه سو او په دولت کی ساختاری نقشونه د سیاسی تعاملاتو په اساس وساتل سو. سیاسی نظام جوړښت د ریاست اجرایی بحث منځته راوړونکی ظاهر ښودونی سره منځته راغله. خارجی سیاست بازیګران، ملی امنیت او اقتصادی پراختیا ددی جوړښت مشرانو ترمنځ تعریف نه سو.

افغانستان تر ټولو کمیابه دولت په ځان کی لری چی د خپل اساسی قانون برخلاف عمل کوی. دا تګلاره د خلګو د پراخ نارضایتی سبب ګرځیدلی دی. د سالم او جوړونکی اپوزیسیون نه شتون ددی سبب ګرځیدلی دی چی سیاسی نظام په یو خودکار او دیکتاتور نظام باندی بدل سی. هغه وخت چی خلګ په داسی میکانیزم باندی رهبری سی چی حقوقی تعریف نه لری، مشروعیت خپل معنی له لاسه ورکوی. دا کلتور سیاسی جوړښتونو، مدنی ټولنی او اقتصادی سکتور باندی په ( ګوسفندوار ) شکل باندی عملی کیږی. د اوسیدونکو اعتراض ږغ ته د ډزو په غږونو ځواب ورکول کیږی او اوسیدونکو غوښتنو او اعتراضاتو ته شا اړول کیږی.

 

سیاسی بحران:

په حقیقت کی د دوستم ځای تزلزل په قدرت کی د ریاست جمهوری سیاسی بحران د لویو عاملو ډولونو څخه دی. ولسمشر ونه توانیدل یا هم ونه غوښت چی ددی بحران مخه ونیسی او ریاست جمهوری منزلت ته صدمه ورسول. دوستم هم د حقوقی بحران حل ظرفیت څخه دباندی ونه وتل او مشاورین یی د دوستم قانونی ماتی باندی غاړه کیښوده. که څه هم د نړیوال ټولنی ملاتړ د افغانستان سره په ډیر قدرت سره جریان درلود خو د جنګ استراتژیک مدیریت ضعیفتیا، ښه وضعیت نه کړه رامنځته. پولیس، ځواک او استخبارات د ترټولو ضعیفو مامورینو په واسطه مدیریت سول. دا ناکام مدیران د عامه فشارونو له امله د دندی څخه ګوښه سو خو د مجازاتو پرځای هغوی پر لوړو دیپلوماتیکو دندو باندی وګمارل سو. د دولت دواړه مشران وعده ورکړ چی ترټولو ښه تخصصی کابینه منځته راوړی. خو دا کار رامنځته نه سوه. زوړ څیری او فاسد تکنوکراتونه، ډیر مریض کابینه منځته راوړه چی تراوسه هم نه دی تکمیل سوی. په هغه هیواد کی چی ۵۰ سلنه خلګ یی د فقر تر سیطری لاندی ژوند تیروی، دا بی کفایته مدیران ونه توانیدل چی حکومت شته منی په مصرف ورسوی. ملی وحدت حکومت د خارجی سیاست په چارو کی د ولسمشر یو اعلامیه باندی بسنه وکړه. دا اعلامیه چی د بین المللی چارو پنځه مناسباتو حلقی جوړ کړ د تئوریک او استراتژیک مشکلاتو څخه رنج وړله. له دی مخی د افغانستان خارجی سیاست دکتوران د نړۍ لویو قدرتونو او سیمی ایز قدرتونو تر اغیز لاندی عمل وکړ او ونه توانیدل اغیزناک کارونه ترسره کړی. د پاکستان سره تضاد او هندوستان سره ښه اړیکی شاید د یو څه وخت لپاره ګټه منده تمام سی خو داچی د جنګ دکترین د پاکستان په انحصار کی دی، دا سیاست به هم د استراتژیک مشکلاتو سره مخ کیږی.

 

اقتصادی بحران:

هیڅ نړیوال او ملی نهاد په درو کالو کی د اقتصادی ښه وضعیت کوم نشانه نه دی ثبت کړی. ځینی نهادونه د ولسمشر ارجحیت ورکونه په اقتصادی خودکفایی باندی تحسین کړی دی خو دا نهادونه هیله مند برنامو څخه چی وکولای سی دا پروسه په ثابت او مستمر توګه ملاتړ یی وکړی، خبر نه دی ورکړی. که څه هم د بریښنا او اوبو برنامی چی د څو نړیوال او سیمه ایز کلونو محصول او ثمره ده په همدی کلونو کی فعال سوی دی، خو ددی درو کالو محصول نه شمیرل کیږی. د فقر میزان کمښت نه دی شکاره سوی. اقتصادی امنیت ډیر بد حالت ته رسیدلی دی. د افغانستان یو رتبه لوړ تلل د اداری فساد په چارو کی د دولت تعهد سطحه کی بدلون راشکاره کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی آخری ګزارشونه د سیګار دا ددی برعکس شکاره کوی.

 

ټولنیز بحران:

افغانستان هیڅ وخت دومره په ټولنیز بحرانونو کی نه وو ډوب سوی. دا بحران هغه وخت ښه ځان شکاره کاوه چی د ریاست جمهوری چارو اداره په سیستماتیک ډول ټولنیز تبعیض ترویجول. یا هم ملی شورا د قومی ګټو په اساس تصمیم نیسی. له بل لوری ځینی سیاسی مشران هم د ټولنیز مشکلاتو څخه په ګټه اخیستنی سره تباری مشکلات خپل ګټو لپاره استعمالوی. یو د شمال او بل د جنوب څخه د افغانستان خلګ په تباری جنګ باندی هڅوی. دولت هم هیڅ کنترول په دی برخه کی نه لری.

 

 

کلتوریز بحران:

ملی وحدت حکومت ونه توانیدل د افغانستان خلګو کلتوری بیل والی په یو فرصت باندی بدل کړی. برعکس د ملی وحدت حکومت په درو کلنه حکومت کی حکومت ډیر درانده ضربی پر کلتوری څیزونو باندی وارد کړ. دولت کلتوری نهادونه ونه توانیدل چی کلتوری همګرایی او کلتوری بیل والی یو کلتوری استراتژی باندی بدل کړی. د کلتور وزارت ونه توانیدل کلتوری ګفتمان په ښه توګه مدیریت کړی.

حقیقت دادی چی د بحران پنځه حلقی د دولت-ملت جوړونی غاړه په افغانستان کی ځبیښلی دی. ما چی په دی اخرو کی د افغانستان ولایتونو څخه لیدنه کړی، پرخلګو باندی د بحران زنځیر د نږدی څخه می لیدلی. داسی په نظر رسیږی چی د جان کری نسخه، د افغانستان مریض بدن درملنه ونه سوای کړای. ښاغلی عبدالله هم ونه توانیدل د خلګو غوښتنو څخه د سیاسی نظام جوړښت د بدلون لپاره نمایندګی وکړی. ښاغلی غنی د قدرت پر چوکی باندی په تکیه کولو سره، د خلګو پر زړونو باندی پښه کښیښوده او ددی بحران د مستحکم کیدو سبب وګرځید. خلګ دا جوړښتونو باندی هیڅ باور نه لری. پارلمان هم خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او حکومت تر اغیز لاندی دی. زه دی نتیجه ته ورسیدلم چی ملی وحدت حکومت په ډیر خطرناک ډول د افغانستان خلګ په چال کی اچولی او بندی او اسیر کړی دی.

لیکونکی: ملک ستیر

https://avapress.com/vdcf0xdyvw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته