دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۲
د مطلب کود : 150627
د غرب نظامی چارواکو څخه د طالبانو راکتی ښه راغلاست

کابل ته د ناتو عمومی منشی او امریکا دفاع وزیر راتلو سره سم، د داخلی وزارت ویاند تایید کړ چی دری راکټونه د کابل هوایی ډګر اطرافو کی موښتی دی.

په همدی حال کی، یو بل امنیتی سرچینه ویلی دی چی څلور انتحاری کوونکی د کابل هوایی ډګر شمال د یو کور څخه ددی هوایی ډګر لوری ته دری آرپی جی توغولی دی.

ځینی سیمه ایز رسنۍ هوایی ډګر لوری ته د ۲۰ څخه تر ۳۰ آر پی جیو توغولو څخه خبر ورکړی دی.

که څه هم د داخلی وزارت ویاند ویلی دی چی تراوسه مشخص نه دی دا راکتونه د کوم ځای څخه توغول سوی دی؛ خو په کابل کی یو پولیس سرچینه ویلی دی چی داسی ګمان کیږی چی توغول سوی سیمه د ډګر په شمال کی وی. د هغه په وینا، پولیس ځواکونه دا کور محاصره کړی دی.

دا د امریکا لوړ چارواکو لمړۍ سفر د افغانستان په اړه د امریکا نوی استراتژی اعلان وروسته دی.

دا راکتی برید هغه ډول چی په رسنیو کی خپور سوی دی، کوم تلفات نه دی درلودلی؛ خو خو د یو واضح سیاسی پیغام د تروریستانو له لوری دی؛ دا چی د غربی قدرتونو خارجی ځواکونو ۱۷ کاله حضور د افغانستان ثبات او تروریزم له منځه تلو سره هیڅ ډول مرسته نه دی کړی.

 

نظامی مسایلو کارپوهان وایی چی د طالبانو راکتی ښه راغلاست د جیمز متیس او ینس استولتنبرګ څخه، په ښه توګه دا شکاره کوی چی غرب ناچاره دی چی د امنیت رامنځته کیدو، تروریزم سره مبارزه او... لپاره هر څه باید له صفره شروع کړی؛ ځکه دا راکتی برید، ثابت کړ چی هیڅ اغیزناکه بدلون نه دی راغلی. تروریستان په همدی نږدیتوب کی حضور لری او کولای سی هر وخت چی وغواړی، هر ځای چی اراده وکړی، تر برید لاندی راولی او دا یعنی تراوسه ډیر کوچنی پیښی هم د تروریستانو عمل او ابتکار او ارادی لاندی په امنیتی برخه کی صورت نیسی.

د نظامی برخی صاحب نظرانو په باور، د طالبانو راکتی ښه راغلاست څخه هغه پیښه چی رامنځته سوه داوه چی، لکه څنګه چی مخکی هم ویلی وو، دا پیغام په عملی توګه جیمز متیس او ترامپ ته واستول او هغوی ته وښودل چی جنګ او تاوتریخوالو ته آماده دی.

دا هغه پیغام وو چی د ترامپ نوی استراتژی اعلان وروسته په صراحت سره طالبان هغه ته اشاره وکړه او وویل چی د امریکا نوی استراتژی د افغانستان لپاره د جنګ د ادامی په معنی دی او دا ډله، آماده دی چی ترڅو افغانستان د آمریکایانو په ګورستان باندی بدل کړی.

په دی ترتیب، د کابل هوایی ډګر باندی د چهارشنبه راکتی برید، په داسی شرایطو کی چی غرب مهم نظامی چارواکی په دی ښار کی حضور درلود، په شکاره توګه د طالبانو د جنګ ادامی اراده وښوده. هغوی په دی ترتیب، د ترامپ نوی رهبریت لپاره مخکی لیدل سوی بریالیتوبونه د مشکل سره مخ کړل او د راکت په اور لرونکی ژبه اخطار ورکړل چی نظامی ګری، زور وینه او سخت افزاری یو اړخیزه اتکا نه سی کولای بریالیتوب خارجی ځواکونو ته په نصیب کړی.

په هر حال، اوس دا د غربی قدرتونو لکه امریکا او ملاتړ کوونکویی ناتو نوبت دی چی څنګه د طالبانو دا برید ته ځواب وایی. هغوی باید شکاره کړی چی د ترامپ نوی استراتژی د سرته رسولو لپاره جدی عزم او اراده لری؛ هغه څه چی حیاتی او ناچاره استلزاماتو څخه، د تروریزم سره حقیقی مبارزه او د هغه سیمه ایز او بین المللی عواملو څخه دی.

https://avapress.com/vdcgxz9quak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته