دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۷
د مطلب کود : 150654
د کابل چاودنه؛ د عاشورا امنیت ته خبرتیا زنګ

د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست وایی چی د یو مقناطیسی بوم چاودنی له امله د کابل پولیس دریم امنیتی حوزه کی ۳ تنه شهید او ۱۶ تنه نور ټپیان سو.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره نجیب دانش؛ د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست وویل چی د یو چسپکی مقناطیسی ماین چاودنی له امله چی د پولیسو رنجر باندی نښتی وو او چنداول په سیمه کی د میزان ۷ نیټی ۶:۳۰ بجو په شاخوا رامنځته سوه چی یو پولیس موټر تخریب او په اور کی سوځیدلی دی.

دانش زیاته کړه چی ددی برید څخه دری شهیدانو کی دوه یی پولیس او یو ملکی کس وو او ۱۶ ټپیانو کی ۲ پولیس او ۱۴ غیری نظامی کسان وو.

که څه هم په روښانه توګه معلوم نه دی چی آیا ددی چاودنی څخه مقصد په مستقیمه توګه په کابل کی حسینی عزاداری دی یا نه د تروریستانو اصلی مقصد امنیتی ځواکونو تر برید لاندی راوړل وو؛ خو ځینی نشانی سته چی عاشورا ضد انګیزی پیاوړۍ کویی. ددی نشانو څخه یو، د چنداول په اساس او مهم سمیه کی چاودنه دی. چنداول په کابل کی د حسینی عزاداریو پخوانۍ او اصلی مراکزو څخه شمیرل کیږی.

د پایتخت په دی سیموکی متعهد او دینداره خلګو شتون، دا ځای ته خاص خاصیت وربخښلی دی. په همدی دلیل، هر پیښه چی په دی سیمه کی رامنځته سی د هر پیښی څخه مخکی غبرګون منځته راوړونکی دی.

په دی ترتیب سره، آیا تروریستان په دی اقدام څخه غواړی چی د دولت امنیتی آمادګی د حسینی عاشورا لپاره د مشکل سره مخ کړی یا په غیری مستقیم توګه، دا پیغام ورسوی چی د عاشورا امنیت له منځه وړلو لپاره توان لری او عزا یا ماتم لرونکی او دولت باید د ډیرو بریدونو لپاره آماده وی؟

هر مقصد چی ددی برید ترشا وی تروریستان هڅه کوی چی د دولت امنیت ساتلو توان په عاشورا یی ورځو کی تر پوښتنی راوړی او خلګو په منځ کی ویره رامنځته کړی.

هغه مهم نکته چی تروریستان و خپل مقصد ته نږدی کوی، د بوم ځای پرځای کول د پولیس ځواکونو په رنجر کی دی. دا اقدام بیله شکه، په قصدی او حساب سوی توګه صورت نیولی دی چی د خلګو په منځ کی دا ذهنیت رامنځته کړی چی هغه ځواکونه چی د خپلو نقلیه وسایلو څخه ساتنه نه سی کولای او تروریستان په آسانی سره د هغوی په موټرونو کی بوم ځای پرځای کوی، څنګه غواړی د خلګو او عزادارانو امنیت تامین کړی او د تکایاوو او حسینیو او سینه زنی دستی امنیت تامین کړی؟

دی مسایلو ته په کتو سره باید پولیس چارواکی او هیواد امنیت ساتونکی او دولت خلګو ته ددی پیښی وروسته رامنځته سوی اندیښنو یو اطمینان ورکوونکی ځواب ورکړی.

له بل لوری، دا پیښه یو ځل بیا د خلګو له لوری امنیت ساتلو خبره تائیدوی؛ ځکه چی دولت ښودلی دی چی په یواځیتوب سره نه سی کولای د عزاداریو او حسینیو امنیت تامین کړی او دا په داسی حال کی دی چی د نظام دننه کی هم د تروریستانو فتنه جوړونی خطر پرخپل ځای پاته دی او دا هغه مشکل دی چی د افغانستان ټول امینت د مشکل سره مخ کړی دی او په دی برخه کی بالخصوص، هغه تروریستان چی غواړی په افغانستان کی مذهبی جنګونه او بی اتفاقی رامنځته کړی د دنظام دننی همکارانو باندی خاص حساب خلاص کړی دی او دا همغه څه دی چی پردی مظلوم خلګو باندی په آخیرو میاشتو کی لوی درانده زیانونه شکاره کوی.

بنا پردی، خلګ سربیره پردی چی په دی حساس او حیاتی میاشت کی، امنیتی ځواکونو سره امنیت ساتلو کی مرسته وکړی او د هغوی توصیو او احتمالی محدودیتونو او امنیتی خبرداریو ته توجه وکړی، خپله هم په ټول توان سره په دی پراخ خطیر کار کی مشارکت وکړی او یو ځواک د عزادارانو او عزاداریو اماکنو د امنیت ساتلو لپاره سره یوځای کړی.

https://avapress.com/vdcgnz9qtak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته