دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۶
د مطلب کود : 150822
پرپاکستان باندی فشارونه کارسازه کیږی

 

دوه خبری په جاری اونۍ کی د ټولو توجو ځانته جلب کړی دی. لمړۍ خبر د پاکستان مسلح قواوو لوی درستیز او د هغه سره یو هیآت سفر و کابل ته او ددی هیات لیدنه د افغانستان ولسمشر سره. د پاکستان ځواک لوی درستیز چی د یو هیآت په راس کی کابل ته راغلی دی او ولسمشر سره په لیدنه کی وعده کړی دی چی هغه هیواد د افغانانو په مالکیت او مشرتابه د سولی میکانیسم سره ملاتړ کوی.

په دی لیدنه کی، پاکستان لوری تعهد ورکړ چی هغه هیواد د تروریزم سره مبارزی لپاره چی یو ګډ ګواښ دی، د هر ډول مرستی لپاره آماده دی او د افغانانو په مشری د سولی میکانیزم څخه ملاتړ کوی. د پاکستان هیئت همدارنګه وعده ورکړ چی کاری ټیمونه به د پلان عملی کولو او تطبیق لپاره په کار وګماری.

او دوهم خبر د باب کورکر، د امریکا سنا خارجی اړیکو کمیته مشر اظهارات چی وایی: امریکایی ځواکونه امکان شته چی یو لسیزه نور په افغانستان کی پاته سی. هغه د ان بی سی خبری شبکی سره په خبرو کی وویل چی د افغانستان اوسنۍ شرایطو ته په کتو سره، امریکایی ځواکونه د متمادی کلونو لپاره په دی هیواد کی پاته کیږی.

د هغه په وینا د افغانستان حکومت حتی که ټول لاسته راوړنی یی خپل امنیتی ځواکونو باندی مصرف کړی، نه سی کولای چی ددی ځواکونو درانده لګښتونو څخه ووځی او د همدی لپاره اړتیا سته ترڅو د امنیتی ځواکونو لګښتونه د امریکا او هم پیمانه له لوری څو کاله ورکړل سی.

د کارپوهانو په باور دا دوه خبری د یو بل څخه بیل نه دی او په حقیقت کی لمړۍ د دوهم نتیجه ده. البته پوهان دریم خبر هم د پاکستانیانوله ذهن څخه لیری او موثر بولی او هغه د افغانستان په وړاندی د ترامپ دولت نوی استراتژی اعلان دی چی په مستقیمه توګه د پاکستان دولت او پاکستان سیاست د افغانستان په وړاندی او تروریزم سره مبارزی لپاره تر نشانی لاندی راوړی دی.

پاکستانی چارواکی د ډیرو سفرونو وروسته ځینی سیمه ایز هیوادونو ته ددی لپاره چی شاید وکړای سی امریکایان د اخیستل سوی تصمیم په اړه بدل کړی او د اسلام آباد په وړاندی د ترامپ نوی استراتژی کی تجدید نظر راوړی او ناهیلی سو او په نتیجه کی د ترامپ نوی استراتژی د افغانستان او سیمی په وړاندی قبلوی؛ هغه طرحه چی د طالبانو په وړاندی جهاد پکښی لمړیتوب لری او اسلام آباد دوو انتخابونو منځ کی متخیر کوی؛ لمړۍ انتخاب داچی طالبان مذاکری لپاره کښینوی او خپل هیواد دننه هم د تروریستانو سره جدی مبارزه وکړی او دوهم انتخاب هم دا چی د طالبانو سره په ملاتړ سره د امریکا سره په ټول عیارجنګ کی راښکیل سی.

بیلابیل دولتونه په پاکستان کی دهغه جملی څخه اوسنۍ دولت شکاره کړی دی چی په آخرو ثانیو کی د پیاوړۍ حریف خبری قبلوی او سل په سله په دی قبلونو کی هم سل په سله صادق نه پاتیږی او هر وخت د مقابل لوری چم او فریب پسی دی؛ ترڅو معروف قول په شان چی وایی(هم لعل ترلاسه کړی او هم د یار زړه ونه رنجوی).

خو داسی په نظر رسیږی چی دا ځل د پاکستانیانو دا ترفند او چل د تکراری کیدو له امله، د هغوی کوم درد نه دی دوا کړی او امریکایان خپل خبری باندی همداسی ولاړ دی چی که پاکستان د هغوی نوی استراتژی سره یو ځای کار ونه کړی او مرسته ونه کړی نو واشنګتن به اسلام آباد سره خپل لویی مرستی قطع کړی، ددی امکان هم شتون لری ترڅو دا هیواد د تروریزم سره ملاتړ کوونکو هیوادونو په لیست کی اضافه سی.

د همدی لپاره دی چی پاکستانیان په وارخطایی او یو نا ببره سفر سره کابل ته روانه کیږی او د افغانستان دولت او طالبانو مذاکری خبری منځته راوړی او خبری د هغه تعهد څخه کوی چی په دی تیرو یو او نیم لسیزو کی د پاکستان په عمل او خبرو کی یی شاهدان نه وو؛ څکه چی اسلام آباد هر وخت د طالبانو او تروریستی ډلو څخه ملاتړ کړی او خبری یی هم هر وخت پر انکار باندی ولاړ وو.

په هر حال، د پوهانو په باور هرڅه چی د ترامپ نوی استراتژی سره مخته ځو، افغانستان او سیمی لپاره د امریکا خوف ناک او خطرناک نقشی ته نږدی کیږو؛ همغه طرحه چی امریکایان په څو اخیرو کلونو کی په سخت توګه پرهغه باندی کار کړی دی او هغه عبارت دی د طالبانو د قضیی ختم څه د جنګ له لاری او څه هغوی جذب اوسنۍ دولت بدنه کی او په افغانستان او سیمه کی د داعش خرابوونکی پروژی پیاوړی کول او البته د ګاونډی هیوادونو مرزونو ناامنه کول بالخصوص هغه دولتونه چی د امریکایان رقیب شمیرل کیږی او په هیڅ توګه د امریکا دخالت منونکی سیاستونو سره سازګاری نه لری.

اوس دا د سیمی پیاوړۍ او متوسط دولتونه دی چی کارساز تدابیرو او طرحو سره د امریکا خرابوونکی پلانونو مخه ونیسی او پرینږدی چی د سوریه او عراق خرابوونکی سناریو د دوهم ځل لپاره د سیمی په یو یا دوه هیواد کی تکرار سی او ګټه یی امریکایانو ته ورسیږی او لوګی یی ټوله د سیمه ایز دولتونو سترګو ته ولاړ سی.

https://avapress.com/vdcdxz0fxyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته