دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۴:۲۷
د مطلب کود : 150924
د سږ کال عاشورا؛ وحدت، امنیت، معنویت

اشرف غنی؛ ولسمشر د عاشورا په مراسمو کی ګډون کولو لپاره امام زمان مسجد ته ولاړ چی یو میاشت مخکی پکښی انتحاری برید ترسره سوی وو او د دولتی آعمارو په اساس ۲۸ تنه لمونځ کوونکی او د عینی شاهدانو په وینا د ۴۰ تنو څخه ډیر پکښی شهید کړل سو.

ښاغلی غنی د یکشنبه په ورځ په دی مراسمو کی حاضرینو ته وویل: زه نن د امام زمان مسجد یو لمونځ کوونکی یم... زموږ دشمنان باید پوه سی چی زموږو ترمنځ تفرقه نه سی منځته راوړلای. موږ یو صف یو، یو ملت یو، واحد دین باندی عقیده لرو او زموږ هر مذهب د افتخار وړ دی او د ساتنی مسئولیت یی د هر افغان او هر مسلمان مسوولیت دی.

ښاغلی غنی همدارنګه وویل چی د افغانستان خلګو پیروی د پیغمبر (ص) د کورنۍ او نامداره یارانو څخه دا اړتیا لری چی په حساسو شرایطو کی، هیواد ټوله په یو زړه او یو ژبه د دفاعی او امنیتی ځواکونو ترڅنګ ودریږی او خپل نیکو خوبونو تحقق لپاره امن، مرفه او مترقی، اسلامی ارزښتونو په اساس رسیدو لپاره، ټوله یوځای هڅه وکړو.

د ولسمشر خردمندانه بیانات او حرکت د عاشورا په مراسمو کی په کابل کی، د تحسین وړ دی.

دا کار د امنیتی ځواکونو متعهدانه حضور ترڅنګ سربیره پردی چی خلګو مرسته هم په ټول هیواد کی امنیت تامین لپاره، اسلام تاریخ دا لوی پیشه په یو لوی وحدت، امنیت او معونیت نمایش باندی بدل کړ.

په همدی دلیل، بی ځایه خبره به ونه وی چی د سږ کال عاشورا څخه په افغانستان کی د افغانستان مسلمان خلګ متحدانه حضور یو لوی لاسته راوړنه وبولو؛ ځکه چی شیعیان او سنی یان په دی لوی ورځ کی، د یو بل ترڅنګ دریدو سره، ددی خاوری او اوبو قسم خوړلی دشمنان ناهیله کړ. هغوی شکاره کړ چی په افغانستان کی مذهبی نفرت اچونی پروژه، د همدی وخت څخه په ماتی باندی محکوم دی او د خارجی نفرت او تفرقه منځته راوړونکی درانده سرمایه ګذاری هیڅ وخت به خپل مقصد ته ونه رسیږی.

بل د تحسین وړ نکته، د خلګو مسؤولانه حضور د امنیتی ځواکونو سره اوږه په اوږه د مساجدو او تکایاوو او حسینیو امنیت تامنی لپاره په کابل کی وو. دا تجربه کیدلای سی د یو نمونی په حیث په نورو برخو کی هم ګټه اخیستنی ته وړاندی سی او د خلګو ظرفیتونو ګټه اخیستنه د امنیت تامین لپاره، کیدلای سی چی امنیت په برخه کی مشکلاتو باندی غلبه منځته راسی او په نتیجه کی، ددی خاوری دشمنان او تروریستان په نورو برخو کی هم د ماتی سره مخ کړی او نقشی یی د اوبو سره یوشان کړی.

دا همغه څه دی چی دین او د دین پیشوایان هم ورباندی امر کړی دی؛ هغه موضوع چی په ښه توګه د ولسمشر غنی په خبرو کی تصریح لاندی قرار ونیول.

البته په دی برخه کی باید ټینګار وسی چی لمړۍ ګام باید دولت په دی برخه کی واخلی ځکه چی خلګ د مسؤولیت قبلولو لپاره هر وخت آمادګی ښودلی دی؛ خو دولت د سږ کال عاشورا میاشتی ماسیوا، په نورو برخو کی، په دی برخه کی روشانه تمایل نه دی شکاره کړی.

په همدی دلیل د سږ کال عاشورا تجبه کیدلای سی د یو دینی او معنوی تجربی په حیث د خلګو او دولت همکاری شروع د امنیت په تامین کی وی.

دا همغه څه دی چی حتی کولای سی موږ خارجی وابستګی څخه د امنیت په برخه کی بی نیازه کړی او د افغانستان ټول اوسیدونکی لپاره رفاع او آرامتیا رامنځته کړی.

 

https://avapress.com/vdcgxz9qtak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته