دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۶:۵۹
د مطلب کود : 150973
د پاکستانیانو سولی په وړاندی د افغانانو ذوق وهنه!

 

 

د ارګ ویاند معاون، وایی: ولسمشر غنی د پاکستان ځواک لوی درستیز قمر جاوید باجوه سفر وروسته و کابل ته، ځینی مشورتی ناستی د جهادی او سیاسی مشرانو سره شروع کړی دی.

د ریاست جمهوری په خبرپاڼه کی راغلی دی: ولسمشر غنی د پاکستان ځواک لوی درستیز سفر په اړه د سیاسی او جهادی مشرانو سره په ارګ کی د سه شنبه په ورځ لیدنه کړی دی.

دواخان مینه پال؛ د افغانستان ریاست جمهوری ویاند معاون وویل: ولسمشر غنی په دی لیدنه کی د امریکا نوی استراتژی په اساس نوی فرصتونو ته اشاره وکړه او وویل چی دا استراتژی د سولی لپاره موثره دی.

ښاغلی مینه پال، زیاته کړه: د افغانستان ولسمشر د پاکستان څخه وغوښتل چی خپل غوښتنی او اندیښنی د کاغذ پر مخ ولیکی او افغانستان حکومت ته وسپاری، زموږ غوښتنی معلوم دی چی باید د تروریستانو پټ ځایونه بند سی، د هغه ډلو څخه ملاتړ چی په افغانستان کی جنګ او چاودنی او انتحار کوی ودرول سی او مشران یی د افغانستان سره په مذاکرو باندی مجبوره سی یا هغه تعهدات چی په څلور اړخیزه ناستو کی کیږی، عملی سی.

حقیقت دادی چی دا ورځی ټول افغانان یو ډول ذوق وهلی سوی دی. د پاکستان ځواک عالی رتبه چارواکی سفر و کابل ته د اسلام آباد دولت موضع بدلون د سولی تامین لپاره زموږ ولسمشر څخه نیولی په پایتخت کی تر یو کوچنی کار کوونکی پوری خوشحال کړی دی؛ په داسی توګه چی ټوله فکر کوی چی دا ځل قضیه توپیر کوی او پاکستان مجبور دی ترڅو امریکایی چارواکو له لوری وارده فشارونو له امله د ځان څخه انعطاف وښیی او د افغانستان او افغانستان ملت په وړاندی خپل سخت مواضع او خصمانه حالت ته بدلون ورکړی.

په تازه وو پیښو کی په همدا جاری اونۍ کی د سه شنبه په ورځ د امریکا دوه عالی رتبه نظامی کسان د پاکستان دولت په وړاندی سخت مواضع ښودلی او او پاکستانیانو لپاره سخت اندیښمند کوونکی اظهارات بیان کړی دی.

د آمریکا ځواک مشترک ستاد مشر، پاکستان ځواک اطلاعاتو سازمان په صراحت سره د تروریستی ډلو سره اړیکه تورن کړی دی.

جنرال جوزف دانفورد چی د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس سره ددی هیواد سنا مجلس مسلح ځواکونو کمیته کی حضور درلود وویل چی دا موضوع د هغه لپاره مشخص سوی دی.

ښاغلی دانفورد زیاته کړه: زما لپاره واضح دی چی د پاکستان ځواک اطلاعاتو سازمان ( آی اس آی ) د تروریستانو سره اړیکه لری. په  تیرو کلونو کی موږ پاکستان ته دوه اړخیزه نظر درلود چی ګواکی د پاکستان چلند بدلون وکړی.

هغه وویل: زما په نظر، په پاکستان کی ډیر څه باید بدلون وکړی.

د پوهانو په باور، دا اظهارات د هغه په شان اظهارت د ترامپ دولت استراتژی اعلان وروسته د افغانستان په وړاندی، دا شکاره کوی چی د اسلام آباد سران مجبور په انعطاف دی چی شکاره مثال یی هم د پاکستان ځواک لوی درستیز مخکی نه ویل سوی سفر و کابل کی لیدلای سو چی د افغانستان ولسمشر سره هیله ورکوونکی او نرم اظهارات ترسره کړ.

همد نرم او نسبتآ ګرم او منعطف چلند د پاکستان ارشد نظامی چارواک له لوری، د ښاغلی غنی د ذوق وهلو لامل سوی دی؛ تر دی ځایه چی هغوی د جهادی مشرانو، ګوندونو او مدنی ټولنی نهادونو سره مشورتی ناستی شروع کړی دی.

پوهان په دی باور دی چی هغه ښه لاره چی د ولسمشر څخه هیله کیده، هغه همغه لاره انتخاب کړه چی عبارت دی د جهادی مشرانو او ګوندونو او مدنی ټولنی نهادونو سره مشوره کونه دی او دا په حقیقت کی همغه څه دی چی د هیواد لمړۍ شخص باید ورته توجه ولری او جدی ونیسی او دا مشوری د جهادی مشرانو سره کولای سی ترټولو فوق العاده ارزښت ولری؛ ځکه چی جهادی مشران ډیر کلونه په پاکستان کی وو او د هغه وروسته هم د مجاهدینو موقت دولت شروع کیدو سره د پاکستانی سرانو شرارتونو او فتنو سره مخ سو؛ نو د همدی لپاره د اسلام آباد مشرانو څخه کافی او دقیق پیژندنه لری کولای سی چی ریاست جمهوری ته د پاکستانیانو په وړاندی هر ډول ښه مشوری ورکړی.

ډیر پوهان ولسمشر او ملی وحدت دولت چارواکو ته د پاکستانیانو سولی غوښتونکو خبرو او حرکتونو په وړاندی خبرداری ورکوی؛ ځکه چی د هغوی په نظر پاکستانیان هم د ډیرو سیاست مدارانو په شان چی هیڅ انسانی او اخلاقی او ګاونډیتوب معیار باندی پایبند نه دی، حرکتونه یی د وړاندوینی وړ نه دی؛ بالخصوص فشار راوستونکی ځواکونه هم چی امریکایان دی خپله خپل استعماری ګټو ماسیوا هیڅ ملت او دولت ته اعتنا نه کوی او ارزښت نه ورکوی.

نو د همدی لپاره د افغانستان دولت او ملت څخه دا هیله ده چی د پاکستانیانو اخیر حرکت په وړاندی بالخصوص چی خارجی فشار منشا لری ډیر ذوق وهلی ونه اوسی او احتیاط څخه همداسی ګټه واخلی.

https://avapress.com/vdca0wn6e49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته