دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۰۲
د مطلب کود : 150974
اردوغان په تهران کی؛ صهیونیستی بیلتون غوښتنی ماته

رجب طیب اردوغان؛ د ترکیه ولسمشر چی د چهارشنبه په ورځ د ایران چارواکو سره لیدنی لپاره تهران ته ولاړ، د کردستان اقلیم په وړاندی سخت تدابیر اخیستلو لپاره خبر ورکړی دی.

ښاغلی اردوغان د کردستان اقلیم ایخر ټول پوښتنی په غیری قانونی بللو سره ویلی دی: په عراق کی، زموږ مخاطب مرکزی دولت دی.

د عراق کردستان اخیر ټول پوښتنی سربیره، سوریه جنګ او تهران اړیکی د دواړو هیوادونو مشرانو د خبرو اترو موضوع ګانو څخه وو.

ښاغلی اردوغان د کردستان استقلال په اړه وویل: زموږ په نظر هغه تصمیم چی د موساد( اسرائیل خارجی اطلاعاتو سازمان) سره اخیستل سوی وی، د قبول وړ نه دی؛ د کردستان اقلیم مدیریت د معلوم کسانو په ګمارلو سره په ښی او چپ لوری کی خپله نامعلوم تصمیمونه اخلی.

حسن روحانی، ایران ولسمشر هم وویل: هغه ځینی غلط تصمیمونه چی دا اقلیم مشران اخیستی دی باید جبران سی. بنا پردی دا دری هیوادونه لکه ترکیه، عراق او ایران مجبوره دی چی ضروری اقداماتو سره خپل راهبردی مقاصد په سیمه کی ولټوی.

د سیمه ایز مسایلو څیړونکو په نظر، د رجب طیب اردوغان سفر و تهران ته د سیمی بی ثباته فضا کی، یو استراتژیک پیښه حسابیږی.

لکه څنګه چی د دواړو هیوادونو مشرانو موضع ګیریو کی هم شکاره سوی دی، ددی سفر اصلی محور، د دواړو هیوادونو رایزنی د کردستان عراق اقلیم بیلتون غوښتنی راتلونکی په اړه وو.

دا په داسی حال کی دی چی هم تهران او هغه اختلافات چی د سوریه موضوع پرسر درلود، دا ځل یو پیاوړۍ محور د عراق مرکزی دولت ترڅنګ د کرد بیلتون غوښتونکی مشرانو په وړاندی رامنځته کړی دی.

ددی پيښی مهم او ظریف نکته دادی چی ترکیه د هغه هیواد په حیث چی د اسراییل جعلی رژیم شتون په رسمیت پیژنی او د هغه رژیم سره رسمی دیپلماتیک اړیکی لری، دا ځل د هغه هیواد سره متحد او یوځای کیږی چی د اسراییل رژیم د اساس څخه جعلی بولی او هغه په رسمیت نه پیژنی.

دا په داسی حال کی دی چی اسراییل رژیم، په بین المللی برخه کی یواځنی سیاسی واحد دی چی د عراق کردانو استقلال ټول پوښتنی څخه په رسمی توګه ملاتړ کړی دی.

بناپردی اردوغان تهران ته په سفر کی، باید ویلی وای چی څنګه اسراییل سره ددی هیواد رسمی اړیکو سربیره، په دی برخه کی ددی رژیم په وړاندی موضع نیسی.

او دا کار ترسره کړ او بی بیری وویل چی موساد نه سی کولای چی زموږ په سیمه کی جغرافیایی او سیاسی بدلونونه کنترول کړی.

بل مهم نکته دادی چی دوه ورځی مخکی د ښاغلی اردوغان د سفر څخه و تهران ته، جنرال حلوصی آکار؛ ددی هیواد ځواک ستاد مشر هم تهران ته ولاړ او د ترکیی ولسمشر راتلو پوری په ایران کی پاته سو.

کارپوهان وایی چی دا حرکت، یو واضح او پیاوړۍ پیغام و صهیونیستی پروژو ته په سیمه کی واستوله او شکاره کړه چی دوه سیمه ایز پیاوړی قدرتونه ایران او ترکیه، محکمه اراده لری چی د موساد تجزیه غوښتنی په وړاندی په سیمه کی وردیږی او که اړتیاورته وی دا کار د نظامی او سخت افزاری له لوری هم په مشترکه توګه ترسره کوی.

راهبردی مسایلو پوهان، د دواړو هیوادونو نظامی چارواکو دا نویو پیښو ته په کتو سره د د ایران اسلامی انقلاب وروسته، باور لری چی په سیمه کی سریع او پرشتاب سیاسی او امنیتی بدلونونه د دواړو ګاونډی قدرتونو د هر څه نږدی کیدو سبب ګرځی او په نږدی راتلونکی ددی لیدنو نتایج، په سیمه کی د یو نوی قطب ظهور رامنځته کیدل دی.

د صاحب نظرانو په باور، حتی د سوریه بحران په اړه هم ویل کیږی چی دواړه هیواد، اساسی نظریاتو اختلافات لری، دا رایزنی به د یو سیاسی حل لاری پیدا کیدو سبب وګرځی، بالخصوص په هغه صورت کی چی دواړه لوری قبول کړی چی د اسراییل سلطه او هم لوری رژیمونو د نفی کولو لپاره د خاورمیانه او اسلام نړۍ پر برخلیک باندی، د یو بل سره صادقانه او په ټول توان سره کار وکړی.

نن سرګی لاوروف؛ د روسیه خارجه چارو وزیر هم په سوریه کی د امریکا شیطنت او خرابوونکی اقداماتو ته په اشاره سره، وویل چی د روسیه او ترکیه او ایران مشترک همکاری په سوریه کی، د تروریزم د ماتی لامل او وضعیت کنترول سبب ګرځیدلی دی. دا شکاره کوی چی روسیه هم د ایران او ترکیه نږدی کیدو ته خوشحاله دی او دا هم د کردانو بیلتون غوښتنی په وړاندی عراق مرکزی دولت څخه ملاتړ کی ښودلی دی.

https://avapress.com/vdcbzgb8arhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته