دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 150988
توپخانه ای بریدونه، پاکستانی سولی غوښتنی وروستاړۍ!

 

 

د رسنیو څخه په نقل، د ننګرهار والی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی پاکستانی ځواکونه د دیورند خط هغه لوری څخه، یو ځل بیا د اچین ااو نازیان پرولسوالیو باندی بریدونه شروع کړی دی.

ددی ګزارش په اساس، پاکستانی ځواکونه ۳۷ دی.سی توپونه د عبدالخیل او باندر اچین ولسوالی باندی توغولی دی.

له بل لوری، پاکستانی ځواکونه د خترناو، ابدال خوله و کڅوله نازیانو ولسوالی کی، اته مرمی دی. سی توپ او ۴۴ هاوان توغولی دی.

خو د ننګرهار والی ویاندپه وینا په دی بریدونو کی چا ته زیان نه دی رسیدلی.

لوړ خبر یو ځل بیا د اسلام آباد سرانو صداقت نه شتون او د سولی غوښتنه کی د حسن نیت نه شتون ښودونکی دی او دا حقیقت چی پاکستانی چارواکی هیڅ وخت خپل قول او وعده باندی د افغانستان دولتمردانو سره، کوم ارزښت او اهمیت نه ورکوی او همغه څه دی چی خپل لاس پاللی عناصور لکه طالبانو ته هم زده کړی دی چی هیڅ وخت د افغانستان دولت خپل اصلی لوری حساب نه کړی او د پاکستانی سرانو په شان، هغوی په هیڅ حساب کړی؛ او همدا نکته د طالبانو مربوطیدل د پاکستان په آی اس آی باندی ثابتوی او تاییدوی؛ هغه څه چی امریکایی نظامی او غیری نظامی بیلابیل چارواکی پر هغه باندی مکررآ ټینګار کوی او پاکستان ځواک د تروریستانو یواځنۍ ملاتړ کوونکی معرفی کوی.

پوهان په دی باور دی چی همدا موضوع یعنی د طالبانو نږدی اړیکی د دولت او یا پاکستان ځواک سره او همدارنګه د امریکا ګواښ د ټولو مالی مرستو قطع کولو لپاره د پاکستان سره،  پاکستانی چارواکی سخت پریشان کړی دی او دا عصبانیت او تشویش د پاکستانی بیلابیلو چارواکو لفظی غبرګون اوذهن او روان کی په شکاره توګه د لیدلو او اوریدلو وړ دی.

تیره اونۍ امریکا دفاع وزیر او هم ناتو کل قومانده د ځینو هیوادونو لکه هند سره؛ اسلام آباد چارواکو باندی فشار راوړل د امریکا دفاع وزیر په قول صورت نیسی؛ ترڅو د امریکا دفاع وزیر په قول، پاکستان په دی وهڅوی چی د ترامپ دولت سره په افغانستان کی د سولی برقراره کولو لپاره مرسته وکړی؛ هغه موضوع چی سخت پاکستانیان په خشم کړی دی په داسی توګه چی ددی هیواد خارجه چارو وزیر د عجز او سردرماندګی او دیپلماتیک عرف برخلاف، د هند لمړۍ وزیر یو تروریست وبلل او وویل، د هند دولت د یو تروریست ګوند له لوری اداره کیږی.

د اکونومیک تایمز پایګاه څخه په نقل سره، خواجه آصف، د پاکستان خارجه چارو وزیر دا اظهارات په جئو تلویزیونی شبکه کی د سوشما سواراج، هند خارجه چارو وزیر تیری میاشتی خبرو په غبرګون د سازمان ملل عمومی ناسته کی مطرح کړه؛ هغه خبری چی هغه پکښی پاکستان د تروریسم صادراتو او تولید باندی تورن کړی وو.

د هند بهاراتیا جاناتای حاکم ګوند ویاند هم وویل: د پاکستان خارجه وزیر یو سیاسی کوتوله په بی اختیاره دولت کی دی چی تروریستی سازمانونو ته سجده کوی.

د اکونومیک د لیکنو په اساس، دا بزدلانه اظهارات د هند لمړۍ وزیر نارندرا مودی بریالی دیپلماسی څخه د پاکستان ناهیلی توب ښیی چی پاکستان ترور څیره ټوله نړی ته د شکاره کولو په حال کی دی. د پاکستان دا اظهارات په پوره توګه احمقانه او غیری مسوولانه دی.

په هر حال، د پوهانو په باور، د پاکستان دولت په یو غیری نورمال حالت کی قرار لری او تقریبآ د ټولو لورو څخه تر فشار لاندی دی؛ حتی چین چی پاکستان د یو استراتژیک ملګری په حیث په هغه باندی زړه خوشحاله کړی دی، امکان لری چی د امریکایی چارواکو چانه وهلو سره د افغانستان موضوع باندی او امریکایانو سره بهتر او ښه همکاری سره، تر فشار لاندی قرار ونیسی؛ نو د همدی لپاره باید په داسی شرایطو کی هیله ونه لرو ترڅو اسلام آباد سران خپل مذاکراتو ته د افغان چارواکو سره په افغانستان کی د سولی او ثبات منځته راتګ لپاره، ډیر منطقی او صادقانه عمل وکړی؛ ځکه چی هغوی په همدی سختو شرایطو کی هم خپل واضح پیغام د کابل سرانو ته هغه هم په توپخانه یی او هاوانی بریدونو سره وښوده.

د کارپوهانو په باور، د توپخانه ای بریدونو دقیق مقصد داوو چی افغان سرانو ته اخطار ورکړی چی د امریکایی سیاسی او اوسنۍ او تیریدونکی ملاتړو باندی زړه خوشحاله نه کړی او پاکستان سره د زور وهلو اراده ونه لری او دا حقیقت چی پاکستانی سران تشخیص ورکړی او وغواړی افغانستان دولت او خلګ سختو امنیتی او اقتصادی مشکلاتو سره مخ کوی او کوم فشار هم ورته ارزښت نه لری.

نو د همدی لپاره د هیواد سیاسی مسائلو پوهان د دولتمردانو څخه غواړی جنوبی ګاونډی سره چلند او پلان او طرحه کی ښه دقیق فکر وکړی؛ بالخصوص چی د قضیی هغه لوری ته امریکایان دی چی مشخص استعماری مقاصدو او پلانونو سره افغانستان او سیمی ته راغلی دی او نه د افغانستان سولی او ثبات لپاره.

https://avapress.com/vdcg7z9q7ak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته