دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۵
د مطلب کود : 150989
د تریاک د جنګ څخه د طالبانو سره تر سولې پوری

اشرف غنی؛ ولسمشر، د هیواد امنیت ساتلو لپاره د داخلی ځواکونو توان څخه اطمینان سره، خپل آخرنۍ مقصد د طالبانو سره سوله وبلله.

ولسمشر د طالبانو سره نښتی په اړه وویل چی دا ډله دوه مقصدونه لټوله؛ یو د حکومت له منځه تلل او بل سیاسی جغرافیا منځته راوړل یعنی سیمو پوره کنترول چی په تصرف کی لری.

هغه زیاته کړه: طالبان خپل دواړه مقصدونو کی په فاجعه ای توګه ناکامه پاته دی. ښاغلی غنی په افغانستان کی د مخدره توکو تولید ته په اشاره سره وویل: طالبان په نړۍ کی د نروئین لوی صادروونکی دی، ولی د نړیوالو توجه پر دا هیروئین باندی متمرکز نه دی؟ آیا دا یو عقیدتی جنګ دی یا هم مخدره توکو سره جنګ؟ هغه زیاته کړه: باید دا د اقتصاد مجرمانه کیدو ته رسیدوکی وسی.

هغه په عینی حال کی د طالبانو سره سولی توافق ته رسیدنه د هیواد مشکلاتو یواځنۍ حل لاره وبلل او خپل آخری مقصد په اړه وویل چی زموږ ټوله استراتژی یو سیاسی حل لاری ته رسیدنه دی او یو سیاسی حل لاره، د مذاکری څخه لاسته راځی او باید پردی موضوع باندی تمرکز وکړو.

کارپوهان وایی چی هر جنګ یو ورځ باید په سولی باندی ختم سی او په دی ترتیب، د پای ټکۍ پیدا کړی. نه سو کولای چی کلونه وجنګیږو بیله دی چی کوم کم ثمره هم ورڅخه لاسته راوړو.

د افغانستان په اړه هم دا قاعده صدق کوی. خلګ د دری لسیزو راهسی د هغه جنګ تاوان ورکوی چی روشانه نه دی آخر به چیری او څنګه ختم سی.

په دی منځ کی، داسی شواهد شتون لری چی شکاره کوی، ددی جنګ ترشا، لوی اقتصادی، سیاسی او راهبردی ګټی شتون لری چی ددی جنګ پای ته رسیدو مخه نیسی. یو د هغو څخه، تور تجارت د مخدره توکو دی چی ښاغلی غنی هم خپل مصاحبه کی ورته اشاره کړی دی.

ولسمشر غنی په ډیر ګلایه لرونکی لحن سره پوښتنه کوی چی ولی نړیوال دا هرویینو ته نه متمرکز کیږی؟

دا همغه پوښتنه ده چی د جاری جنګ راتلونکی برخلیک ابهام لامل ګرځیدلی دی. د ښاغلی غنی په نظر، طالبان په نړۍ کی د مخدره توکو لوی صادروونکی دی. البته د هغه دا خبره، چی طالبان خپل تصرف لاندی ځمکی کنترول باندی د یو سیاسی جغرافیا منځته راوړلو لپاره ناکامه دی نقضوی؛ نو دا پوښتنه منځته راځی چی که طالبان نه دی توانیدلی خپل اراضی کنترول کړی، څنګه د نړۍ مخدره توکو لوی صادروونکی باندی بدل سوی دی؟!

زیاتره پردی، د هغه آمارو په اساس چی خپله امریکایانو خپور کړی دی، طالبان د نورو تروریستی ډلو ترڅنګ همدا اوس دد افغانستان ۳۰ سلنه خاوره تر کنترول لاندی لری اړ کابل یواځی د هیواد پر ۵۷ سلنی ځمکو باندی مستقیم سلطه لری.

په دی حال کی، یو بل ځواب هم د ولسمشر غنی پوښتنی ته سته چی البته ښاغلی غنی د هر دلیل لپاره د هغه څخه تیر سوی دی او هغه دادی چی طالبان په افغانستان کی د تریاکو جنګ یواځنۍ شریکان نه دی؛ هغوی نه یواځی په ی جانبه توګه د جنګ اور بلولو باندی قادره دی او نه یواځی په یواځیتوب سره د جنګ ګټو څخه مستفیده کیږی. ددی جنګ بل لوری یعنی د ښاغلی غنی غربی قدرتونه هم په پراخه توګه په افغانستان کی د تریاک جنګ څخه ګټی اخیستنی باندی تورن دی. مثلآ انګلیس چی کلونه په افغانستان کی د مخدره توکو سره د جنګ مشرتابه په غاړه درلود، خپل اصلی نظامی پایګاه د مخدره توکو پایتخت یعنی هلمند کی ځای پرځای کړ او په لړ کی یی کلونه، د تولید سوی مخدره توکو حجم په افغانستان کی ډیر سو!

بنا پردی، ښاغلی غنی اظهاراتو ته ځواب هم ساده دی او هم سخت. ساده په دی دلیل چی نړۍ خپله د تریاک جنګ یو برخه ده چی په افغانستان کی جریان لری او لوی نړیوال قدرتونه ددی تور تجارت څخه ګټه اخلی. سخت دی ددی لپاره چی څنګه کولای سو د جنګ پای ته رسیدو او سولی شروع کیدو باندی خوشبینه و اوسو چی دواړه لوری په مشترک توګه د تریاک جنګ حاصل څخه ګته اخلی؟! هغه ګټه چی هیڅ ډول د سولی په شرایطو کی لاسته نه راځی.

https://avapress.com/vdch6vnzw23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې