دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 151157
امریکا په افغانستان کی؛ ۱۶ کاله وروسته

په افغانستان کی د امریکا او ناتو حضور ۱۶ کلن سو. دا په داسی حال کی دی چی د امریکا تاریخی اوږد جنګ همدارنګه د تازه رکوردونو ثبت او تیرو رکوردونو ماتولو په حال کی دی؛ په داسی حال کی چی د بریالیتوب هیڅ هیله او نشانه هم نه لیدل کیږی.

د افغانستان ناامنی د هر کال په تیریدو سره ډیریږی او ډیر خلګ مرګ لوری ته استوی. بین المللی تروریستان په بی سارۍ ډول سره په ټول هیواد کی پراختیا مومی؛ په داسی حال کی چی د ۷ زرو په شاوخوا داعش تروریستان هم اضافه سو او اوس افغانستان روان دی چی د امریکایی نظامی ۱۱ زرو سرتیرو په شتون، دوهم سوریه باندی بدل سی.

دولت جوړونی او ملت جوړونی په برخه کی هم د امریکا ملاتړ پروژی عملآ بندون ته رسیدلی دی او دا په داسی حال کی دی چی دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر چی په افغانستان کی د امریکا حضور شروع څخه دریم ولسمشر کیږی، خپل نوی استراتژی کی په رسمی توګه اعلان کړ چی امریکا د افغانستان دولت-ملت جوړونی په برخه کی کوم مسئولیت نه لری او په دی اساس، دا پروسه عملآ د لاس څخه وتلی دی.

البته مخکی ددی چی ترامپ اعلان کړی چی د ۹۳ یو بدنام انتخاباتو رامنځته کیدنه چی امریکایی حل لاری سره پای ته ورسیده او هم په عمل کی امریکا وارداتی دموکراسی خپل اعتبار له لاسه ورکړی وو.

د غیری نظامیانو وژل کیدل، مخدره توکو تولید، اداری او مالی فساد او سیاسی بحران او اقتصادی او ټولنیز بحران په افغانستان کی د امریکا حضور نور پیامدونه حسابیږی.

دا ټوله په داسی حال کی دی چی د ډیرو منتقدانو په باور، په افغانستان کی د امریکا نظامی ۱۶ کاله حضور سربیره، واشنګتن د تازه استراتژی په شکاره کولو سره، همدارنګه د خطا په تکرار کی دی او دا شکاره کوی چی خپله امریکایان هم د امریکا دا تاریخی اوږد جنګ څخه هیڅ مطمئن ډاډ نه لری.

څیړونکی په دی برخه کی یو بل نشانه ته هم اشاره کوی او هغه دا چی ترامپ د امریکا ولسمشر خپل انتخاباتی پر آشوب کارزار سره، عملآ د افغانستان مساله څخه په چوپتیا تیر سو او تقریبآ هیڅ روښانه موضع په دی برخه کی ونه نیوله او ښه شکاره سیاست څخه خبری ونه کړه.

د پوهانو په باور، دا په دی معنی وو چی هغه هم نه پوهیده چی په افغانستان کی د جنګ جاری مبهم برخلیک سره، څه باید وکړی او کوم تګلاره کولای سی امریکا د اوږد ترینه جنګ څخه روزګاره کړی.

دا د بی برنامه ګی او ورکوالی پروسه د ترامپ دولت شروع څخه وروسته هم میاشت میاشتونه ادامه پیدا کړ. هغه ډیر ځلی خپل نظامی استراتژی د افغانستان لپاره وځنډوله، څو ځلی خپل نظامی او سیاسی ارشد چارواکی کابل ته واستوله ترڅو په افغانستان کی د جاری وضعیت څخه شکاره تصویر لاسته راوړی او د هغه په اختیار کی ورکړی. دا ټوله بیاهم کافی نه وو، د هغه سرتیرو او افسرانو او قوماندانانو سره چی د افغانستان په جنګ کی تجربه درلوده، ناسته دایره کړه ترڅو وکولای سی یو ښه پوهی ته ورسیږی.

په نهایت کی په داسی حال کی چی د افغانستان جنګ کی د امریکایی نظامی زرهاوو سرتیرو ګورستان ترڅنګ قرار درلود، د امریکا ولسمشر خپل تازه استراتژی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه اعلان کړ.

په حاضر حال کی هم امریکایان او هم د افغانستان دولت چارواکی ددی نوی استراتژی مثبت لاسته راوړنو ته په هیله دی او خوشبینه دی؛ خو حقیقت دادی چی ددی زاویی څخه، هیڅ پیامد او راتلونکی د لید وړ نه دی. هغه څه چی حداقل اوس معلومیږی دادی چی دا استراتژی، آزمویل سوی مراحل ترشا ایږدی او مثبت یا که منفی پيامد به ولری.

دا په داسی حال کی دی چی ددی راهبردی اعلان نه مخکی، امریکایی نظامی او سیاسی چارواکی، ډیر د ماتی او بندون خبری د افغانستان جنګ څخ کولی او بریالیتوب ته رسیدنه لیری خبره بلله.

دا کار ته په توجه سره دا نتیجه اخیستلای سو چی د امریکا اوږد تاریخی جنګ تر اوسه پوری ماتی او بندون نه بغیر بل څه نه دی؛ هغه جنګ چی اوس هم وژنی، خرابوی، بحران ډیروی او فاجعه منځته راوړی.

https://avapress.com/vdcftydyew6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته